۸صبح، بغلان: د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې دوه کسان مړه او د ماشومانو په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني شنبه د تلې پر ۱۱مه ویلي چې یوه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیلهګۍ دښته کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه او د ماشومانو په ګډون نهه نور ټپیان دي.
دویمه پېښه بیا د دوشي ولسوالۍ په «سنګ سوراخ» کلي کې د کرولا او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې د موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.





