د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د سوریې له خوا د اوکراین په ختیځ کې د دوو بېلتون غوښتونکو سیمو له رسیمت پېژندلو وروسته، د اوکراین او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پای ته رسېدل اعلان کړل.
ګارډین ورځپاڼې پنجشنبه د جون پر ۳۰ راپور ورکوي، چې سوریه له روسیې وروسته لومړی هېواد و، چې چهارشنبه د جون پر ۲۹ یې د اوکراین دوه بېلتون غوښتونکي جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل.
ګارډین په ټلګرام کې د زلنسکي د خپرې شوې ویډیو له قوله راپور ورکوي، چې «له دې وروسته به د اوکراین او سوریې ترمنځ هېڅ ډول اړیکه نه وي».
زلنسکي همداراز په دې ویډیو کې ویلي، چې پر سوریې به د تحریمونو فشار زیات شي.
په دونباس سیمه کې د دونتسک او لوهانسک بېل شوي ایالتونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کیف له واک څخه وتلې دي. مسکو د روان زېږدیز کال په فبرورۍ کې دغه دوه بېلتون غوښتونکي جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل.