۸صبح، کابل: ملګري ملتونه وايي چې ښځې او نجونې دې حق ولري چې په ازاده او د تاوتریخوالي، ګواښ، ځورونې یا مجازاتو له وېرې پرته له خپلو بنسټيزو حقونو ګټه پورته کړي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۱۴مه په اېکس کې لیکلي چې هر کس کولی شي د تاوتریخوالي پر وړاندې په اعتراض، د جنسي ځورونې په مخنیوي او د ناسم دودیزو کلیشو په ننګولو سره د بدلون په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کالو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه راپور کې د ښځو پر وړاندې لګېدلو محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې په هر نوي محدودیت سره ښځې نورې هم له ټولنې څنډې ته ټېل وهل کېږي.





