۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د وړاندوینو له مخې به په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د زمري پر ۱۳مه راپور ورکړی چې له ماشومانو سربېره، شاوخوا ۱.۲ میلیونه شیدې ورکوونکې او امیندواره ښځې هم د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس جان ایلیف ویلي چې افغانستان په نړیواله کچه د خوارځواکۍ له سخت او پایداره ناورین سره مخ دی او اوسنۍ شمېرې ښايي له مخکېنیو وړاندوینو لوړې شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د دغه بهیر دوام به ډېر ماشومان او میندې د مخنیوي وړ مړینو له ګواښ سره مخ کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ټينګار کړی چې د خوارځواکۍ د درملنې خدماتو پراخول د دغه ناورین بحران د لا ناوړه کېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې اوسمهال د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونو لپاره بودیجه نه لري او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام په موخه ۵۴۰ میلیونو ډالرو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.





