۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د ایټالیا په ملاتړ، په افغانستان کې د کوکنارو د ناقانونه کرکیلې د بدیل په توګه د ګلابو د ګل او زعفرانو د کرکیلې او پروسس ملاتړ کوي.
دغه بنسټ دوشنبه د وږي پر ۲۳مه، ویلي چې دغه پروګرام د ننګرهار او هرات په هغو سیمو کې عملي کېږي چې د کوکنارو له کرکیلې اغېزمنې شوې دي او موخه یې کروندګرو ته د بدیلو معیشتي فرصتونو برابرول دي.
د دغه بنسټ په وینا، د ګلابو او زعفرانو د کرکیلې او پروسس د ودې ترڅنګ، خلکو ته د وړیو د اوبدلو، ورېښمو اوبدلو او د سبزیجاتو د پروسس مهارتونه هم ورزده کېږي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر زیاته کړې چې د دغو فعالیتونو ملاتړ کولای شي له هغو کورنیو سره د بدیلو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې د کوکنارو له کرکیلې په اغېزمنو سیمو کې ژوند کوي.
دغه پروګرام د ایټالیا په ملاتړ، په ننګرهار او هرات کې د معیشتي فرصتونو د پیاوړتیا او د کوکنارو په ناقانونه کرکیلې پورې د کروندګرو د اتکا د کمولو په موخه عملي کېږي.





