۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې ژورنالیزم په ټوله نړۍ کې له مخ پر زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.
یوناما دوشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه پر خواله شبکې فیسبوک لیکلي چې ژورنالیزم د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ د ناسمو معلوماتو د خپرېدو، سانسور، پر خبریالانو د زیاتېدونکو بریدونو او له خپلواکو رسنیو څخه د کمېدونکي ملاتړ په څېر ننګونو سره مخ دی.
نوموړي بنسټ پوښتلي چې کله خپلواک ژورنالیزم کمزوری شي، خطر به یې څه وي؟
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ ځینو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، سانسور، معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو او د خپلواکو رسنیو د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.





