۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي ویلي چې افغانستان د پولیو پر وړاندې مبارزه کې مهم پرمختګونه لرلي، خو د دغې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅې دوام لري.
اویوالي چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې کندهار ته یې د سفر په ترڅ کې له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدلي چې د پولیو واکسیناسیون په پروګرامونو کې یې برخه اخیستې ده.
نوموړي ټينګار کړی چې واکسین ته د هر ماشوم لاسرسی، افغانستان له پولیو څخه د خوندي کېدو هدف ته یو ګام نور هم نږدې کوي.
د یونیسف استازي په افغانستان کې د واکسیناسیون د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت د شریکانو له همکارۍ مننه کړې ده.
یونیسف په وار وار ټینګار کړی چې واکسین ته د ټولو ماشومانو د لاسرسي د برابرولو هڅې دې دوام وکړي، څو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی شوی وي.





