یونیسف په دایکندي کې د طالبانو د برید په پایله کې د څلورو ماشومانو وژل وغندل

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صدوق یا یونیسف د دایکندي ولایت د مرکز پر سیوک شیبر کلي کې د طالبانو برید د اندېښنې وړ او خواشینونکی بللی دی.

یونیسف جمعه د لیندۍ په څلورمه په یوه پيغام کې ویلي چې په دې برید کې څلور ماشومان وژل شوي دی.

یونیسف لیکلي: «د دایکندي ولایت د مرکز نیلي اړوند سیوک شیبر کلي کې د پنجشنبې ورځې برید چې له امله یې له یوه تر څلور کلنۍ پورې څلور ماشومان ووژل شول، په ژوره توګه اندېښمن او غمجمن یو.»

د ملګروملتونو سازمان له ماشومان د ملاتړ صندوق له ټولو لوریو غوښتي چې تل له ماشومانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې هره نجلۍ او هلک باید اجازه ولري چې په سوله او داسې چاپېریال کې ژوند وکړي چې پکې وده وکړي او خپلې توانمنۍ وکاروي.

طالبانو تېره پنجشنبې د خپلو ځايي ملګرو په همکارۍ د دایکندي په مرکز کې پر سیوک شیبر کلي برید وکړ او څو تنه یې ووژل.

د رپوټونو له مخې، په دې برید کې د ماشومانو په ګډون د دوو کورنیو نهه غړي وژل شوي دي.

سرچینو ویلي چې پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او د دوو تنو سرونه یې پرې کړي دي.

همداراز رپوټ ورکړ شوی چې ددغو کورنیو څو غړي د طالبانو له خوا نیول شوي او یوه ښځه ټپي شوې هم ده.

ورته لیکنې

Back to top button