۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د ۳ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
یونیسف ویلي، چې جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالر مرسته کوي.
له دې پیسو به نږدې ۶۹ زره کسان په ځانګړې توګه کورني بېځایه شوي برخمن شي.
یونیسف ویلي، چې د دغو پیسو یوه برخه به د ماشومانو تغذیې ته ځانګړې شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې دوی په روان کال کې له ۱۲٫۹ میلیونه ماشومانو سره د مرستې هوډ لري.
یونیسف ټينګار کړی، چې له بېړنو مرستو پرته به افغان ماشومانو ته ژوند ناشونی وي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
جاپان په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو لوی ملاتړی هېواد دی. دغه هېواد له ۲۰۱۵ کال راهیسې، د یونیسف له لارې له افغانستان سره ۱۱۴ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.