ملګري ملتونه: سږ کال له ایران او پاکستانه شاوخوا ۷۳۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو د وګړو صندق د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندق د افغانستان څانګې پنجشنبه د ليندۍ پر ۲۴ یوه ټویټ کې ویلي، چې ۶۶۱۶۰۰ افغان کډوال له ایران او ۶۶۳۰۰ له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګروملتونو د وګړو د صندق د معلوماتو له مخې، دغه شمېر افغان کډوال د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.
ملګروملتونو په داسې حال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۷۰۰ زره افغانانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی، چې دغه دواړه هېوادونه په پرلهپسې ډول د افغان کډوالو په ځورولو او په زور اېستلو تورن شوي دي.