۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو یو ایرانی پولهساتی وژلی دی.
سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو شنبه د کب پر ۲۶مه د شپې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې پر ساسولي پوځي پوستې ډزې کړې دي چې له کبله یې یو ایرانی پوله ساتونکی وژل شوی دی.
لږ تر لږه څلورو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د دغه ایراني پولهساتي وژنه تایید کړې ده.
تر دې دمه په نیمروز کې ځايي طالب او ایراني چارواکو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پېل کې د ایراني پولهساتو او ناپېژانده وسلهوالو ترمنځ د نیمروز په کنګ ولسوالۍ او د ایران د ساسولي پوستې کې نښته شوې ده.