په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر هېوادوالو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو پر پوستو د آزادي جبهې د بریدونو هرکلی کړی او هغه یې د طالبانو رژیم پر وړاندې د ځپلو او چوپتیا د طلسم ماتول بللي دي. د دوی په وینا، هغه کسان چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي، جګړه مار نه دي؛ بلکې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي. دوی ټینګار کوي له هر هغه غورځنګ او ډلې به ملاتړ وکړي چې د طالبانو له منګولو د هېواد د آزادولو لپاره مبارزه کوي. له دې سره هممهاله آزادي جبهې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د نښتې له صحنې د ویډیوګانو په خپرولو سره اعلان کړی چې یوه هغه پوسته یې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده چې په تېرو ورځو کې د طالبانو په ولکه کې وه.
یو شمېر هېوادوال په تېره بیا، مدني او سیاسي فعالانو په بدخشان کې د طالبانو پر پوستو د افغانستان د آزادي جبهې د بریدونو د دوام په هرکلي سره، د دغو ځواکونو مخامخ جګړه د «آزادۍ» لپاره «مبارزه» بللې او ټینګار یې کړی چې د هغو کسانو لپاره چې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي، باید د «جګړې» او «جګړهمارۍ» کلمې ونه کارول شي.
یوه مدني فعال باري سلام پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي: «ځینې کسان لا هم د جګړې او مبارزې ترمنځ په توپیر نه پوهېږي. جګړه او جګړهماري دا ده چې څوک په خپل کور او خپله خاوره کې په ارامۍ ژوند وکړي او ته پرې برید وکړې، خاوره یې غصب کړې، حقوق یې تر پښو لاندې کړې، آزادۍ ترې واخلې، ښځې یې له زدهکړې او کاره محرومې کړې، لوڼې یې په زوره په نکاح کړې، سرچینې یې چور کړې، پر ژبه، کلتور او هویت یې ملنډې ووهې او د کور تر څنګ یې سیمهيیز او نړیوال ترهګر د کډوال په نوم ځای پر ځای کړې او په لنډه توګه هر څه دې چې زړه غواړي په حق کې یې روا وبولې.»
ښاغلي سلام همدا راز لیکلي: «مبارزه او مقاومت په دقیق ډول د دې ټولو متقابل څه دي. هغه څوک چې له ځان، خپلې خاورې، آزادۍ او کرامته دفاع کوي، مبارز دی، نه جګړهمار؛ او څه چې ترسره کوي مبارزه ده، نه جګړه. کله چې زه له مبارزې دفاع کوم، موخه مې د جګړې او جګړهمارۍ ملاتړ نه دی بلکې د جګړهمارو، ظالمانو او غاصبانو پر وړاندې د مقاومت او درېدو ملاتړ دی.»
دغه مدني فعال ټینګار کړی چې باید په هره ممکنه وسیله له هغو کسانو چې د ده په وینا، « سرونه یې په لاس کې نیولي او د خپل ولس د آزادۍ لپاره مبارزه کوي» ملاتړ وشي. هغه زیاته کړې چې هغو ځواکونو ته باید روحیه ورکړل شي چې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او د «طالبانیزم» تر ماتې پورې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت غږ ژوندی وساتل شي.
د افغانستان د خلق ډموکراټیک ګوند د مشرتابه غړي فرید مزدک لیکلي: «څه چې په تېرو څو ورځو کې په بدخشان کې تېر شول، د یوې بلې دورې او فضا ښودنه کوي؛ هغه فضا چې خوندوره او هیله بښوونکې ښکاري. تمه کېږي چې دا تازه فضا د طالبانو له خوا نورو اشغال شویو خاورو ورسېږي. د هرې ډلې، هر هېواد او هر سیمهییز او نړیوال ځواک مبارزه او ملاتړ که د قومي امارت د ړنګېدو او نسکورېدو لامل شي، یو سم، وړ او د ملاتړ وړ کار دی.»
د ټلویزیون ویاندې او مشهورې رسنیزې څېرې لينا روزبه لیکلي: «یوازې دوې کلمې، زیباک، بدخشان… څومره ځلاند، څومره غیور! زیباک د طالبانو پر وړاندې جنګېږي، ستاسو د هر یوه لپاره… د هغو ښځو لپاره چې په دې ټوله خاوره کې د طالب د وحشي جغ لاندې تر پښو لاندې شوې، د هغو پوځیانو لپاره چې په مرمیو وویشتل شول، د هر جسد لپاره چې په کوڅو او بازارونو کې وموندل شو، د پوهو انسانانو د هر هدفي قتل لپاره، په کندهار او هلمند کې د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته او په مړینه روږدو ماشومانو لپاره د خلکو د تشو دسترخوانونو لپاره د دې خاورې د ویجاړۍ د پای ته رسېدو لپاره.»
لیکوال او د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت سلاکار بهارمهر لیکلي: «د طالبانو له اشغاله د وطن د خاورې، ان د یوې لوېشتې د آزادولو لپاره هڅه، خورا لوی، وړ او د ستاینې وړ ګام دی. د آزادۍ مبارزینو ثابته کړه چې د خلکو تر څنګ دي، د هغوی غږ اوري او د افغانستان د خلاصون او آزادۍ لپاره په بېلابېلو ډګرونو کې ولاړ دي. لاره سخته ده، خو باور لرو چې حق او د خلکو اراده به تلپاتې وي.»
د آزادي جبهې له خوا په خپره شوې ویډیو کې د دې جبهې ځواکونه د نښتې په لومړۍ کرښه کې لیدل کېږي چې د طالبانو پر پوستو په خورو ورو ډزو سره پرمختګ کوي. د دې ویډیو په یوه برخه کې د آزادي جبهې د یوه سرتېري غږ اورېدل کېږي چې وایي: «دښمن وتښتېد.»
په بلې ویډیو کې چې د آزادي جبهې له خوا خپره شوې، د دې جبهې یو شمېر ځواکونه د غونډیو پر سر لیدل کېږي چې د طالبانو پوسته وه. د دې ویډیو په یوه برخه کې، یو سرتېری وایي: «دا دی، په خیر سره، پوسته والوځوله.»
له بلې خوا، په بدخشان کې له طالبانو سره د آزادي جبهې مخامخ جګړه پنځمې ورځې ته غځېدلې ده. دا جبهه ادعا کوي چې د زیباک ولسوالۍ په لوړو برخو کې یې سټراټیژیکې پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د طالبانو دوه بېپائلټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي.
له دې سره هممهاله، دې جبهې اعلان کړی چې د شنبې پر ماښام، د ۱۴۰۵ کال د زمري پر ۳مه د کابل–بدخشان پر لاره د طالبانو پر مرستندوی کاروان په یوه کمین کې پوځي او د دې ډلې د جنګیالیو لېږدوونکي موټرونه چې له کابله د بدخشان ولایت پر لور روان وو، د دوشي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د توغندیز برید نښه ګرځولي دي.
د آزادي جبهې په وینا، دا کاروان د طالبانو د مرستندویو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو لېږدوونکی و او له کابله د حرکت له مهاله د دې جبهې د چریکانو تر څار لاندې و، تر دې چې په شمالي سالنګ کې د آزادي جبهې له لوري پرې برید وشو. دا جبهه ادعا کوي چې د دغه برید په پایله کې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
آزادي جبهې پرون هم اعلان وکړ چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په آزادو شویو سیمو کې طالبانو ته د د درنې مرګژوبلې په اړولو سره دا ډله شاتګ ته مجبوره کړې ده. بلخوا، د زیباک ولسوالۍ په ځینو برخو کې د آزادي جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ خال خال نښتې لا هم دوام لري.
همداراز د ټولنیزو شبکو کاروونکو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ د یوې سیمې تصویر شریک کړی چې د دوی په وینا، تر څو ورځو وړاندې د طالبانو په کنټرول کې وه، خو پرون د آزادي جبهې ځواکونو ونیوله او د دې سیمې یوه لنډه ویډیو هم خپره شوه. دا تصویر په ټولنیزو شبکو کې د افغان کاروونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته، په لومړي ځل څه موده وړاندې یوه ولسوالي د څو ساعتونو لپاره د «سپاهیان میهن» په نوم جبهې تر ولکې لاندې راغله. د دې جبهې ځواکونو پر دې ولسوالۍ له برید وروسته، یو شمېر پوځي تجهیزات له ځان سره یووړل او د ولسوالۍ په بازار کې یې د طالبانو پر ضد شعارونه هم ورکړل.
دې جبهې د جمعې پر ماښام د چنګاښ بر ۲۶مه، د شپې شاوخوا ۲:۰۰ بجې، له خپلو یو شمېر ځواکونو سره د بدخشان ولایت پر یفتل پایین ولسوالۍ برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د دې ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې واخیست.





