د طالبانو امارت دوه کلن کېږي او سږ کال اګست میاشت ډېرو ته مهمه میاشت ده. یو شمېر وايي چې نړۍوالې ټولنې دغې ډلې ته دوه کاله فرصت ورکړی و تر څو په خپلو ژمنو عمل وکړي او کېدای شي طالبان په راروانو مياشتو کې له بهرنیانو سره د مهمو راکړو ورکړو په موخه چمتوالی نیولی وي. هغوی داسې ګڼي کوم محدودیتونه چې طالبانو په دې دوو کلونو کې د خلکو پر آزادیو لګولي دي، د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره ګټه ورنه اخلي او د ځینو محدودیتونو د حل پر وړاندې له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو امتیاز غواړي. له همدې امله، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په نېږدې راتلونکي کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو د احتمال په اړه خبرې کړي دي. د بایډن وروستیو خبرو هم د طالباني تبلیغاتو او د یادې ادارې د تدریجي تثبیت پرسر د امریکا او د طالبانو ترمنځ د پردې ترشا د احتمالي تړونونو په اړه شک او ګومانونو ته زمینه برابره کړه.
د ښوونځیو له بیا پرانېستنې پرته د طالباني امارت د دوام احتمال او لږترلږه خلکو ته بېرته د سیاسي او مدني ازدایو ورکول، د تصور وړ نده. له همدې امله یو شمېر په دې تمه دي چې کله به «امارت» د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره، له خپل دریځ نه څو ګامه شاتګ کوي تر څو د هغوی بهرني ملګري وکولای شي خپل ملاتړ او همکارۍ توجیه کړي او د عامه ذهنیتونو لپاره د «پرمختګ» په اړه راپورونه ورکړي. ددغو ټولو ګومانونو تر شا، د طالب د بدلون په اړه فکر نغښتی دی. هغوی چې له طالبانو نه د غیر طالباني اعمالو تمه لري، په هغو اوږدو او پراخو تبلیغاتو دوکه شوي چې له طالبانو سره د یوې نیمې لسیزې په موده کې د پټو او ښکاره خبرواترو په اړه د کورنیو او بهرنیو سیاستوالو له لوري تکرار شوي وو. لا هم زمونږ ډېری هېوادوال په دې باور ندي چې طالب، واقعا طالب دی او شاتګ ته د ټولنې بیول، د بدلون د نښو لمنځه وړل او له تنوع سره جګړه خپل اصلي ماموریت بولي.
په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو مشرتابه د فرمان، ویناو، اعلامیو، وهل ټکولو، زندان او شکنجو له لارې هڅې کړي خلک وپوهوي هغه څه چې وايي پرې باور لري او نړۍ ته له خپلو عینکو ګوري. البته له هغوی سره درې لسیزې جګړه او سیاست هغوی دومره پوهولي چې څه ډول عمل وکړي او کولای شي دا تشخیص کړي چې څنګه ګام په ګام او له کم خطره لارو خپلې موخې وڅاري، د خلکو له بېلوالي او کمزورتیاو ګټه واخلي او د ځینو تفرقې اچوونکو شعارونو په لارې اچولو سره، د ټولنې له ځینو برخو سره تاکتیکي یووالی وښيي.
له ښځو سره چلند د یادې ډلې له عمل ګرایانه، تدریجي او تاکتیکي چلند څخه دی. طالبان پوهېږي چې ښځې د ټولنې نیمايي بې برخې شوې قشر دی او د افغانستان په شان په نرسالاري چاپېریال کې، د ښځو بې برخې کول جدي حساسیت نه رامنځته کوي؛ ځکه چې د هېواد د اوسېدونکو ډیری ټولنیزې او کورنۍ اړیکې د ښځو پر ځپلو ولاړې دي چې له ملکیت، کار، ازادۍ او زده کړو نه د ښخو بې برخې کول نه یوازې تازه پېښه ده، بلکې طالبان یې د پام وړ له واکمنو او وروسته پاتې نارینه و سره تړلي دي، د یادې ډلې صفوف چې سنتي سرچینه لري سره متحد کوي او ورته مهال، په نړیواله کچه مهم تبلیغاتي ابزار د یادې ډلې په واک کې ورکوي ترڅو له یوې خوا په عصري ټولنو کې حساسیت او هیاهو رامنځته کړي او بل لوري ته د سیمې د محافظه کارانو او بنسټ پالانو ملاتړ او مرسته ترلاسه کړي.
افغانستان کې د ښځو ځپل معمولي امر دی او د لږکیو او نورو قومونو پر وړاندې نرمښت چې طالبان هغوی «پردي» او یا دښمن بولي، د طالبانو د بدلون نښه نده، بلکې د اقداماتو په لومړیتوب ورکولو کې د یادې ډلې د عمل کولو حکایت دی. په عمل کې د ټولې ټولنې پر وړاندې د طالبانو حذفي سیاست دوام لري او هېڅ غیر طالبي قشر د یادې ډلې د فرمانونو او خصمانه اقداماتو نه خوندي پاتې شوي نه دي، خو لا هم د ډېرو حذفونکو فرمانونو وار ندی رارسېدلی او که طالبان دوام وکړي، د ډېرو جنایت ډوله فرمانونو شاهدان به واوسو.
ښځې کولای شو د افغانستان د ټولې ټولنې بېلګه وګڼو او د ښځو پر ژوندانه د طالباني قواعدو په تحمیل کې د یادې ډلې روښانه او تهاجمي چلند کولای شي د ټولې ټولنې لپاره د هغوی د راتلونکو برنامو په اړه زمونږ سترګې پرانېزي. طالبانو د لومړۍ دورې پرخلاف، دا ځلي یې د امارت لپاره داسې شرایط مناسب نه ګڼل او ټولنې ته یې په ډېر لوی نظر کتل چې وکولای شي دومره په اسانۍ په هغوی حاکمیت وچلوي. هغوی لکه د هر بریدګر په توګه پرېکړه وکړه چې ټولنه ټوټې او منځ کې نیمه کړي او له ستوني یې تېره کړي. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، ښځې د ټولنې بې دفاع قشر دي.
هغه بې دفاع برخه هم دومره کمزورې او غلې نه وه چې په یوه فرمان وکولای شي هغوی له زده کړو، کار، سفر، تفریح، حمام، ښادۍ او سفر منع کړي. دا کار باید په تدریج سره ترسره شوی وای. د طالب د حاکمیت په لومړیو څو اونیو کې، ټولنې ته فرصت ورکړل شو ترڅو مخکې تر دې چې فرمان صادر شي، د طالبانو د څیرو په لیدلو او د یادې ډلې له چارواکو او مامورینو سره په خبرو ځانونه له امارتي شرایطو سره بلد کړي. د ښځو د حذف په برخه کې د طالبانو لومړنی اقدام، په کابینه کې په بشپړ ډول د نارینه و معرفي کول و. د ۲۰۲۲ د سپټمبر په ۸مه نېټه، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال احمدالله وثیق، اعلان وکړ چې د ښځو لپاره ورزش «نامناسبه او غیر ضروري» عمل دی څلور ورځې وروسته یې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې په ټولو پوهنتونونو کې به جنسیتي توپیروالی اعمال شي.د نجونو درس ونه درول شو، خو د هلکانو او نجونو د درس ورځې سره ووېشل شوې. له هغه نه پنځه ورځې وروسته د ښځو وزارت یې لمنځه یوړ او ودانۍ یې د ښځو له ازادۍ سره په ضد نامتو ادارې (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) ته ورکړه. په هماغه ورځ (د سپتامبرپه ۱۷مه) د ښوونځیو متوسطو او لېسو دورو نجونو ته یې اعلان وکړ چې له دې وروسته ښوونخیو ته لاړې نه شي. د ښځو پرلپسې او تدریجي حذف دوام وکړ. د کابل د ښاروالۍ ښځینه کارکوونکو ته یې اعلان وکړ چې یوازې هغه شمېر ښځی کار کولای شي چې نارینه یې نه شي ترسره کولای. ښځې یې په تلویزیوني نمایش نامو کې له حضور نه منع کړې او ښځینه خبریالانو ته یې سپارښتنه وکړه چې په لوڅو څېرو خبرونه ونه وايي. له هغې وروسته، د ښځو د ۷۲ کيلومتري سفر محدودیت اعلان شو. اعلان یې وکړ چې ښځې باید په ټولنه کې خپل مخونه پټ کړي. د موټر چلونې زده کړه یې د ښځو لپاره منع کړه. د ښځو پر مخ یې د ژبو ښوونیز کورسونه وتړل. نجونې یې مذهبي ټولګیو او جومات ته له تللو نه منع کړې. د نجونو د زده کړو څانګې یې محدودې کړې. پارک ته تلل یې داسې کړل چې څو ورځې به نارینه ځي او څو ورځې به ښځې. ښځینه حمامونه او ورزش ځایونه یې وتړل او په تدریجي او ګام په ګام یې د ښځو لپاره لوړې زده کړې او په غیر دولتي موسسو کې د هغوی کار کول حرام اعلان کړل. دا برید لا بشپړ شوی نه دی چې تازه یو مکتوب لاس په لاس کیږي چې په هغه کې ښځینه آرایشګاوې باید د یوې مېاشتې په موده کې وتړل شي. لاهم په ځینو ادارو کې له هغې ډلې د روغتیا په برخه کې ښځې کار کوي، په بازارونو کې هم ښځې لیدل کېږي او ارایشګاوې فعالې دي. خو تازه فرمان به زرګونه هغه ښځې چې کورونو ته یوه نمړۍ ډوډۍ ګټي له کار نه بې برخې کړي. ځیني پوښتي چې ښځینه ارایشګاه چې د ښځو ځانګړی ځای او کاملا غیر نارینه ځای دی، ولې وتړل شي او احتمال ورکوي چې یاد فرمان جعلي وي؛ خو تر دې وړاندې هم طالبانو ښځینه حمامونه، ښځینه نانوایۍ او ښځینه ورزش ځایونه یې تړلي دي. څرګنده نده چې د یادې ډلې په لیست کې د ښځو پر وړاندې نور څومره فرمانونه شته دي. د طالبانو ډله د پرمختګ ضد او وروسته پاتې ځواک دی، نړۍ او ټولنې ته په ارتجاعي سترګه ګوري او له آزادۍ، پرمختګ او تنوع سره «صادق» نه دي، دوکه نه کوي او سیاست نه لوبوي. له طالبانو نه د هر ډول سالمې، مسوولې او کارا ادارې جوړولو تمه، ځان ته دوکه ورکول دي.