د ازموینې په وینو ککړې پارچې، د طالبانو له رېنجره د محمد وسیم او نور حبیب د غورځېدو کیسه څه ده؟

ډېر کم داسې پېښېږي، چې  یو ماشوم د کلنۍ ازموينې د پايلو د ترلاسه کولو لپاره ښوونځي ته ولاړ شي، خو په وينو ککړ روغتون ته ولېږدول شي. دا پېښه په دې وروستیو کې په پنجشیر ولایت کې شوې ده. د دغو دوو ماشومانو د خپلوانو د څرګندونو له مخې، یو یې محمد وسیم او بل یې نور حبیب نومېده. د دغو دوو ماشومانو عمرونه د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ وو او د پنجشېر د بازارک د «ولي محمد شهید» په لېسه کې یې زده کړې کولې. عيني شاهدان تاييدوي چې دغو ماشومانو د طالبانو د روان رېنجر له شانه ځانونه غورځولي او بې هوښه شوي دي.

په پنجشیر ولایت کې یوه سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې یو له دغو ماشومانو چې د طالبانو له رېنجره یې ځانونه غورځولي ،مړ شوی او بل یې ټپي دی. دغه زده کوونکي د يکشنبې په ورځ د مرغومې په ١١مه، د خپلو کلنيو ازموينو د پايلو د ترلاسه کولو لپاره  ښوونځي ته تللي وو او کورته د راستنېدو پرمهال د طالبانو په رېنجر کې سپاره شول.

دسرچينو د څرګندونو له مخې، کله چې دغه دوه ماشومان خپلو کورونو ته راورسيدل، پر طالب جنگيالو يې غږ وکړو چې رينجر ودروي، څو ښکته شي، خو د رينجر چلوونکي د هغوي غوښتنې ته پام نه دی کړی او رینجر یې نه دی درولی. دسرچينو په وینا، دغو ماشومانو په داسې حال کې چې رېنجر تېز روان و، ځانونه ښکته غورځولي چې له امله يې يو تن مړ او بل سخت ټپي شوى دى

عایشه (مستعار نوم) د نورحبیب او محمد وسیم له نږدې خپلوانو ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: « دغه دوه هلکان د یکشنبې په ورځ د مرغومې په ۱۱ مه په خورا شوق او لېوالتیا سره د خپلو پارچو د ترلاسه کولو لپاره ښوونځي ته تللي وو. خپلې پارچې یې د ښوونځي له مدیره اخیسې وې. پر لاره یې د طالبانو یو رینجر درولی او دواړه د رینجر شاته سپاره شوي دي. د طالبانو موټر روانېږي او دوی د ولایت له مقامه د پنجشیر د مرکز تر خانیز کلي پورې لیږدوي. خو کله چې خپل ځای ته رسیږي، نو د رېنجر چټ ورټکوي او چیغې وهي چې موږ خپل کلي او کور ته ورسېدو، رېنجر خپل سرعت زیاتوي. کله چې دوی د ملي اتل احمد شاه مسعود مقبرې ته رسېږي، نو په داسې حال کې چې رېنجر روان دی، ځانونه ښکته غورځوي.»

د عایشې په وینا، له دې پېښې وروسته محمد وسیم مړ شوی او نورحبیب په کوما کې دی. عايشه د پېښې د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې د طالبانو رېنجر موټر له پېښې وروسته ونه درېد او له سيمې وتلي دي. هغه زیاتوي چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا ماشومان په خپله خوښه د طالبانو په رېنجر کې سپاره شوي او که طالبانو په زوره سپاره کړي دي.

عایشه دغه راز زیاتوي: «خلکو ویل چې د طالبانو رېنجر هم شاته نه ګوري او ورکیږي. پر همدې مهال يو بل موټر چلوونکى پیدا کیږي او دغه ماشومان چې په هوښ کې وو خپل موټر ته پورته کوي او د سیمې د خلکو په همکارۍ يې د پنجشير ايمرجنسي روغتون ته لېږدوي. محمد وسیم په روغتون کې مړ کیږي او نورحبیب د کابل روغتونونو ته لېږدول شوی او په کوما کې دی.»

د محمد وسیم خپلوان وايي، د هغوی کورنۍ شپږ غړي لري او د مړ شوي ماشوم پلار پر نشه يي توکو روږدي دی. د هغوی یو خپلوان د محمد وسیم د مور د رواني حالت په تړاو دردونکې کیسه کوي. هغه وايي: « له پرون راهيسې يې مور ښه نه ده او هره شېبه د وسيم قبر ته ځي او ژاړي او چیغې وهي.»

اخوا، د دغو دوو ماشومانو خپلوان د دغې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي. عایشه وايي: « طالبانو هرو مرو کوم هدف درلود چې موټر یې نه دی درولی، ځکه که دوی د ماشومانو غږ نه دی اورېدلی نو ولې له سیمې وتښتېدل. طالبان د خپلو پخوانیو جنایتونو په څېر د دې جنایت په برخه کې هم ځواب ویونکي نه دي. په لومړۍ ورځ د طالبانو استخبارات راغلل او څېړنه یې وکړه او بیرته ولاړل. د دې پېښې د عاملینو د نیولو او پېژندلو په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.»

په پنجشیر کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې پر پنجشېر ولایت د طالبانو یرغل د دغه ولایت اوسېدونکي  له سختو ورځو سره مخ کړي دي. د پنجشېر اوسېدونکي د خپل ژوند له درده ډکې کيسې لري. د پنجشیر پر ځینو برخو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت امنیتي، اقتصادي، ښوونیز او روغتیايي وضعیت په بشپړه توګه ګډوډ شوی دی. لکه څنګه چې ځايي خلک وايي، طالبان هره ورځ په دغه ولايت کې ملکي وګړي بندي کوي، ربړوي او وژني يې او تر اوسه یې لسګونه تنه په بیلابیلو وژلي دي.

بلخوا، د پنجشېر د اوسېدونکو روحي سکون په تېر يو نيم کال کې له منځه تللى دى. ځکه طالبان تل د دې ولایت اوسېدونکو ته د دښمن په سترګه ګوري. ان د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي د خپل سرو او پرلپسې  تلاشیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي. سږ کال د ملي مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د وسله والو نښتو له امله په پنجشیر کې ۹۰ سلنه زده کوونکي ښوونځیو ته له تګه پاتي شوي دي. طالبانو د دغه ولایت ډېری دولتي ښوونځي په پوځي مرکزونو بدل کړي دي. په دغه ولايت کې روغتيايي خدمات هم نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک کلیو ته د تګ لپاره هم اړ دي، چې اجازه واخلي او د دغه ولایت په ځینو برخو کې مرستندویه ادارې له هر ډول مرستو ډډه کوي. پنجشیر د کابل په شمال کې پروت هغه ولایت دی چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې دسولې او امنیت له پلوه د افغانانو او سیلانیانو په منځ کې شهرت درلود. خو په تېرو ۱۶ میاشتو کې دغه ولایت ته د طالبانو په ورتګ سره په افغانستان کې یو له تر ټولو کرارو ځایونو بلل کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button