۸صبح، کابل: د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې د څلورمې کلیزې له رارسېدو سره هممهاله د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پيير ویلي چې دې هوکړې طالبان ځواکمن او افغان دولت یې کمزوری کړ.
نوموړې دا څرګندونې چهارشنبه د کب پر ۹مه په یوې خبري غونډه کې کړې دي.
هغې زیاته کړې: «څنګه چې تاسې پوهېږئ په ۲۰۲۰ کال کې یعنې څلور کاله وړاندې د امریکا پخوانۍ ادارې له طالبانو سره د دوحې هوکړه لاسلیک کړه او ژمنه یې وکړه چې خپل ځواکونه به د ولسمشر بایډن د لوړې له مراسمو څو میاشتې وروسته وباسي، پرته له دې چې د راتلونکي لپاره کومه روښانه لار یا څرګند پلان وي.»
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو.
که څه هم طالبانو په دې هوکړه کې ژمنه کړې وه چې د یو پراخبنسټه حکومت د جوړېدو لپاره به له نورو افغان لوریو سره خبرې کوي؛ خو د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی نه دی.
سپینې ماڼۍ ویلي چې هلې ځلې کوي، څو په تړون کې کړې ژمنې عملي شي او طالبان په خپلو کړیو ژمنو ټينګ ونیسي.
د دوحې هوکړې له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې اجازه نه ورکوي په افغانستان کې یو ځل اورپکې ډلې فعالې شي؛ خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو اوونۍ وړاندې راپور ورکړی و چې طالبان له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، القاعده په افغانستان کې اته نوي مرکزونه جوړ کړي؛ خو هغه مهال طالبانو بیا د امنیت شورا دا راپور رد کړی و.