افلاطون د بشري ټولنې ستر عالم او لوی مربي دی؛ کله چې د هغه د ژوند، نظریو، عقایدو او افکارو په اړه معلومات غواړو، نو له سقراط څخه جلا یې مطالعه کولای نشو، سقراط د افلاطون ښوونکی و.
دا ښوونکی او زدهکونکی ځکه له یو بله جلا د مطالعې وړ نه دي، چې سقراط لیکوال نه و او که افلاطون او د سقراط یو بل زدهکوونکی (گزنفون) نه وای؛ نو نن ورځ به موږ د سقراط او د هغه د علم او پوهې په اړه په هیڅ هم نه پوهېدو. سقراط قلمي او لیکلي آثار نلري؛ خو افلاطون بیا گڼ شمېر قلمي آثار لري او هر هغه څه چې افلاطون لیکلي هغه د سقراط په نامه دي له همدې امله افلاطون له سقراط څخه جلا مطالعه کولای نه شو د افلاطون آثار د یونان د حکمت او فلسفې سرچینه ده، چې د دنیا او نړۍ نننی حکمت او فلسفه هم د هغه وخت یونان د فلسفې او حکمت لاروي دي.
افلاطون په ۴۲۷ م.ز کال یعنې شاوخوا ۲۴۰۰ کاله مخکې د یونان په آتن په ښار کې زېږېدلای، اصلي نوم یې اریستوکلس (Aristocles) دی او د افلاطون، اپلاتون (Plato) په نوم یې ټول پېژني، چې په یوناني ژبه کې د پراخ په معنا دی. معلومه نده، چې ولې یې دا لقب ورکړی، په دې هکله بېلابېلې نظریې موجود دي. ځینې وایي، دلیل یې دا و، چې هغه یو چهارشانه، غټ اندام او لوړ قد لرونکی انسان و. ځینې نور بیا داسې لیکي، چې هغه پراخه او غټه ټنډه لرله. ځینې وایي، چې موخه یې د (Plato) اصلي معنا نه، بلکې هدف یې د دې کلمې دویمه او فرعي معنا ده، یعنې دا چې افلاطون په جعلي توگه وسیع الصدر و.
د افلاطون اصل او نسب
افلاطون د یونان د یوې لویې او قدرمنې کورنۍ غړی و. د پلار لخوا د هغه نسب کدروس (Codros) ته رسېږي، چې د آتن ښار وروستی پاچا و، بیا د هغه له دولته وروسته د آتن دولتي نظام جمهوري نظام شو. د افلاطون مورنی نسب هم یو بل لوی او بریالي کس ته رسېږي، چې هغه سولون (Solon) دی. سولون د هغه وخت یونان لوی علمي شخصیت، نامتو حکیم او له پوهې او حکمته برخمن انسان و. د یادونې وړ ده، چې تر افلاطون او ارسطو مخکې حکمت بیخي جلا او بېله معنا لرله؛ خو له افلاطون او په تېره بیا له ارسطو وروسته حکمت په هغې معنا کارول شوی، چې موږ یې اوس پېژنو؛ یعنې د پوهې، معرفت، ریاضیاتو، طبیعیاتو او الهیاتو په معنا. خو تر دوی دمخه بیا حکیم هغه چاته ویل کېده، چې هوښیار، ځېرک، پوه او منتقد یا نیوکې کوونکی شخصیت به و او حکیمانه خبرې به یې کولې. ښکاره ده چې دا ډول انسان له حکیم او له هغه چا سره ډېر توپیر لري، چې فلسفه یې لوستې وي او د سترو عالمانو او حکیمانو په نظریو او افکارو پوهېږي. نن ورځ هم حکمت او حکیم زموږ تر منځ په دې دواړو معناوو کارېږي.
سولون د حکمت او حکیم په لومړنۍ معنا حکیم او عالم و، هغه حکیمانه طبیعت درلود. د مخکنیو یونانیانو ترمنځ د علماوو اووه کسیزه ډله ډېره معروفه وه، هغو به د دنیوي چارو په اړه ښه نظر درلود او تل به یې حکیمانه خبرې او نصیحتونه کول. سولون هم د دې اووه کسیزه عالمانو له ډلې څخه و. هر هغه څوک چې په نړۍ کې لویۍ ته رسېږي؛ بیا د هغه په اړه بېلابېلې افسانې او داستانونه جوړېږي. د افلاطون په اړه هم ډېرې زیاتې افسانې موجود دي، چې یوه یې په دې ډول ده:
آتن چې د افلاطون د زېږېدنې ځای دی، دې ځای ته څېرمه د هیمت په نامه یو غر دی، چې د دې غره مچۍ او شات ډېر معروف او مشهور دي. ویل کېږي؛ کله چې افلاطون وړوکی شیرخوره ماشوم و، نو د هیمت د غرونو د شاتو مچۍ راغلې او د افلاطون په شونډو یې خپل شات وموښل. دا حکایت او داستان د افلاطون د خوږې ژبې ښکارندوینه کوي، چې له همدې امله ډېر خوږ ژبی عالم بلل کېږي.
افلاطون دوه ورونه درلودل چې د هغه اصلي او مورني ورونه و او یوه خور یې هم لرله؛ خو د افلاطون د اولادونو په هکله څه ندي ویل شوي، داسې ښکاري چې هغه هیڅ ښځه نه لرله. د افلاطون ورونه له دې امله پېژندل شوي، چې افلاطون په خپلو لیکنو او رسالو کې د هغو یادونه کړې. یو یې گلاوکون (Glaucon) او بل یې ادیمانت (Adimante) نومېده. خور یې هم یو زوی درلود چې اسپوزیپوس نومېده. د افلاطون دا یواځينی خوریی تر افلاطون وروسته د هغه علمي ځای ناستی گرځېدلی دی.
افلاطون یو محترم او شریف النسبه سړی و. چې مالي ستونزې یې هم نلرلې او دنیوي کارونو او شغلونو ته یې هم اړتیا نلرله. له همدې امله په بشپړ ډول په حکمت او زدهکړو بوخت شو. په ناڅاپي ډول له سقراط سره یوځای شو او د هغه له روزنې برخمن شو. افلاطون له سقراط سره د یوځای کېدو په وخت ۲۹ کلن و. چې بیا د سقراط تر شهادته پورې د لسو کلونو لپاره هغه سره و او له هغه ستر لارښوده یې ډېر څه زده کړل.
کله چې د هغه وخت حاکم دولت سقراط په مرگ محکوم کړ، بیا سقراط هم سره له دې چې پاک او بې گناه و، بیا یې هم د قانون د احترام لپار دا حکم ومانه، د مرگ جام (شوکرانو جام) په سر واړاوه او شهید شو.
د افلاطون سفرونه
د سقراط تر شهادت وروسته افلاطون هم مهاجر شو. دا د هغه لومړنی سفر و. آتن یو کوچنی دولت و، نو ځکه خو له دې دولته وتل ډېر آسانه و. افلاطون چې له آتنه ووت بیا د مگار (Megare) په نامه یو ځای ته ورسېد. هغه ځای د آتنیانو په ولکه کې نه و. افلاطون په مگار کې له یو شمېر نورو پوهانو سره یوځای شو. له هغو یې ډېر څه زدهکړل او بیا نورو سفرونو ته یې مخه وکړه. مصر ته لاړ او له مصري پوهانو سره یې هم وکتل ځینې څېړونکي بیا په دې باور دي، چې د ځمکې مشرقي برخې آسیا ته یعنې تر هندوستانه یې هم سفر وکړ او له دې ځایه یې علمي معلومات ټول کړل. دغه راز نور سفرونه یې هم کړي دي چې ځینې اړینې برخې یې په لاندې ډول دي.
کله چې عام خلک د افلاطون نوم اوري، نو ذهن کې یې د یو لوی طبیب یا ډاکتر انځور راگرځي حتي مولانا جلاالدین محمد بلخي بیا افلاطون او جالینوس په یو کتار کې راولي او د جالینوس په څېر یو طبیب یې بولي؛ خو افلاطون یو حکیم او فیلسوف و. چې حکمت یې تر سیاسته مخکې راوستی و. دا چې هغه د سقراط شاگرد و، نو هغه هم طبیعات او ریاضیات پرېښودل او په سیاست او اخلاقیاتو کې غرق شو.
یو وخت افلاطون د سیاسي چارو او د مملکت د اداره کولو په برخه کې یو شمېر ځانگړي عقاید او نظریات لرل. چې خپلو عقایدو او افکارو ته ډېر ژمن و. افلاطون په قطعي ډول په دې باور و، چې یو مملکت باید په داسې توگه اداره شي چې د هغه په نظر کې و، هغه ډېر دېته لېوال و، چې خپل اصول په مناسب وخت عملي یا لږ تر لږه تجربه کړي، دا چې په آتن ښار کې د هغه سیاسي اصول د عملي کېدو مجال پیدا نکړ؛ نو هغه هم د سیسیل جزیرې ته مخه وکړه چې د اروپا تر ټولو لویه جزیره وه. د سیسیل جزیرې داسې یو پاچا و، چې د افلاطون تعلیماتو ته یې لېوالتیا لرله، په دې توگه افلاطون ته هم دا هیلې پیدا شوې وې، چې د هغه پاچا په مرسته خپل د سیاست اصول عملي کړي. خو څه موده وروسته د دواړو ترمنځ اختلافات پیدا شول. چې حتی د افلاطون د وژلو هوډ یې وکړ. بیا وروسته افلاطون د خپل یو مرید په مرسته له هغه ځایه خلاص او بېرته آتن ښار ته راوگرځېد. افلاطون بیا هم څو ځله هلته ورغی او هر ځل خالي لاس بېرته راوگرځېد. چې بالاخره بیا افلاطون د خپل سیاست له عملي کولو ناهیلی شو.
د افلاطون اکاډمي
تقریباً په ۴۲ یا ۴۳ کلنۍ کې افلاطون دې نتیجې ته ورسېد، چې یوه اکاډمي یا پوهنتون جوړ کړي. د آتن له ښاره لږ څه لرې یې یو ښکلی بڼ درلود او هغه یې د همدې اکاډمۍ لپاره مناسب ځای وټاکه بیا څو چې ژوندی و، په همدې اکاډمۍ کې یې تدریس کاوه، د هغه بڼ نوم آکادیموس و. لومړی افلاطون او بیا د هغه لارویان پکې استادان وو، چې تر افلاطون وروسته بیا د هغه بڼ نوم له اکادیموس څخه په اکادمۍ بدل شو او بیا تر ننه د اروپا علمي او ادبي مجلسونه د اکادمۍ په نامه یادېږي.
د افلاطون دا علمي مرکز یعنې اکادمي تقریباً ۸۰۰ کاله فعاله وه. تر دې چې د ژوستین په نامه د روم یو پاچا له فیلسوفانو سره د مخالفت له امله یې د خپل باور په اساس ټولې سیاسي غونډې او علمي او ادبي محفلونه بند کړل او دا اکاډمي هم بنده شوه. خپله د افلاطون په وخت کې دې اکادمۍ ډېر شهرت او تازهگي لرله او دا چې د هغه وخت په یونان کې د ننني یونان په څېر ښځې ډېرې آزادې نه وې، نو د افلاطون د اکاډمۍ غونډو ته به ښځې د نارینه وو په جامو کې ورتللې.
افلاطون او ارسطو
د افلاطون له مړینې شل کاله دمخه ارسطو د افلاطون اکاډمۍ ته ورغی. ارسطو هغه مهال ځوان و، تقریباً اووه یا اته لس کلن و، چې بیا د افلاطون تر مړینې پورې په اکاډمۍ کې د هغه له نږدې مریدانو څخه و او ډېره گټه یې ترې واخیسته.
د افلاطون او ارسطو تر منځ د اختلافاتو په اړه بېلابېلې خبرې شوې دي. تر دې چې ویل کېږي ارسطو له خپل استاد سره په ضد شوی و. خو حقیقت دا نه دی. ارسطو تل افلاطون ته ډېر احترام لرلی او په افلاطون هم هغه ډېر گران و. ان تر دې چې افلاطون ارسطو ته “د علمي حوزې عقل” لقب ورکړی و. خو د دې تر څنگ د هغو ترمنځ ځینې نظري اختلافات و، چې د ارسطو په کتابونوکې لیدل کېږي.
افلاطون د ځینو سفرونو د وخت پرته نور تل د خپل ټول عمر په لړ کې تل په زدهکړو، ښوونو، روزنو او لیکنو بوخت و. داسې ښکاري چې هغه لیکل او کتابت په دېرش کلنۍ کې پیل کړل، له همدې امله د لیکوالۍ موده یې پنځوس کاله ویل شوې ده او دا چې په اکاډمۍ کې یې خلکو ته د ښوونې او درسونو چارې په څلوېښت کلنۍ کې پیل کړې، نو د زدهکړو او تعلیم ښودلو موده یې هم څلوېښت کاله ښودل شوې ده.
د افلاطون اکاډمي د ډېرو ښځینه او نارینه عالمانو او د نظر خاوندانو د ناستې پاستې ډگر و. ویل کېږي چې تقریباً ۲۸۰۰۰ کسان پکې ځایېدل او د اکاډمۍ د دروازې پر سر لیکل شوي و: “څوک چې په هندسه نپوهېږي، نو دلته ته دې نه راځي” دا اخطار د خلکو د یو ډول تنبیې رټلو او تشویقولو لپاره لیکل شوی و، ځکه هغه خبرې او بحثونه چې په دې اکاډمۍ کې کېدل یو ډول پرمختللي او جدي بحثونه و، چې ځینو لومړنیو علمي او په تېره بیا ریاضیکي پوهو ته یې اړتیا لرله. کنه اصلاً داسې و، چې هر څوک به په آزادانه ډول دې اکاډمۍ ته تلل.
همدارنگه داسې ښکاري چې د افلاطون تعلیمات او زدهکړیزې چارې تر ډېره په مباحثوي او مناظره یې ډول وې. یعنې اصلاً د هغه اکاډمي یوه علمي او ادبي ټولنه وه، چې د علم او پوهې خاوندان به هلته راټولېدل او علمي بحثونه به یې کول.
د افلاطون آثار او مړینه
له افلاطونه تقریباً (۴۱) غټ او واړه کتابونه یا رسالې او د تعریفونو یوه ټولگه او همدارنگه تقریباً (۱۸) لیکونه راپاتې دي، چې دا لیکونه یې بېلابېلو خلکو ته یې لیکلي دي.
دا چې د دې آثارو په برخه کې کوم یې اصلي دي او کوم یې هغه ته منسوب شوي، په دې هکله د عالمانو او حکیمانو تر منځ ډېر اختلاف دي او د ټولو نورو برخو په څېر په دې برخه کې هم ډېر افراط او تفریط شوی. ځینو یې دا ټول آثار اصلي او افلاطون پورې اړوند بللي دي؛ خو ځینو نورو بیا د دې آثارو لویه برخه جعلي او افلاطون پورې منسوب شوي آثار بللي دي. که څه هم اروپایي پوهانو د دې ټولو آثارو په اړه ډېرې څېړنې او بحثونه کړي، خو بیا هم یو عمومي نظر او هوکړې ته نه دي رسېدلي؛ په ټولیز ډول له څو سوه کاله څېړنو او ارزونو وروسته نن ورځ گڼ شمېر پوهان او د نظر خاوندان دې نتیجې ته رسېدلي چې تقریباً (۳۰) کتابونه او کتابگوټي یا رسالې او څو لیکونه په قطعي ډول خپله د افلاطون دي.
د افلاطون په لیکونو ډېر ټینگار نه کېږي، ځکه هغه په ځانگړو مواردو کې بېلابېلو خلکو ته لیکل شوي؛ خو کتابونه او رسالې یې ډېر ارزښت لري چې د حکمت او ادب د برخې شهکار او گټور آثار دي. دا رسالې او کتابونه سره له دې چې ټول یې ارزښتمن او گټور دي؛ خو ټول یې په یوه اندازه او یوه درجه کې نه دي. ځینې رسالې یې داسې دي، چې د معمولي کتابونو تقریباً دېرش تر څلوېښتو پاڼو راځي او داسې رسالې او کتابونه یې هم شته، چې که ترجمه شي، نو اندازه به یې تر څلور یا پینځه سوه پاڼو ورسېږي او داسې آثار یې هم شته چې د دې دواړو ترمنځ یعنې تر دوه یا درې سوه پاڼو به ورسېږي. افلاطون کابو ۸۱ کاله عمر وکړ، چې په حکمت او فلسفه کې غرق و. د هغه نوم په ټوله نړۍ کې خپور شو. هغه یو مفکر انسان و، چې بالاخره په ۳۴۷ م.ز کال کې یې د ژوندانه ډېوه خاموشه شوه او له دې نړۍ یې سترگې پټې کړې.