تازه د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېست، د دغه هېواد د ستیمسون د فکر په خونه کې خبرې کړي او لکه د جو بایډن د دولت د نورو چارواکو په څېر یې، هڅه کړې پر افغانستان د طالبانو واکمني بده ونه ښيي. نوموړي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د داعش او القاعدې پر وړاندې د طالبانو د ګټورې مبارزې په اړه خبرې کړي دي: « طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لږترلږه د داعش اته قوماندانان لمینځه وړي دي او پر ملکي خلکو په تېره هزاره ګانو د دغې ډلې بریدونه کم شوي دي. دغه راز، د متحده ایالتونو پر وړاندې له افغانستان او پاکستان نه د القاعدې ګواښ خپلې ټیټې کچې ته رسیدلی دی.»
پوښتنه دا ده چې د ډېریو هېوادونو د اندېښنو سربېره، ولې د جو بایډن دولت په تېره د هغه ملکي چارواکي، هڅه کوي په افغانستان کې روان وضعیت آرامه او عادي وښيي؟
ټولټاکنې
د جو بایډن د دولت لپاره د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې اړینې او برخلیک ټاکوونکې دي. مهم لامل چې جو بایډن یې له افغانستان نه وتلو ته اړ کړ، ټولټاکنې وې؛ ځکه په امریکا کې ډیری د ولسمشرۍ نوماندان د اوږدو او لګښت لرونکو جګړو د پای ته رسولو په شعار د ټولټاکنو کمپاین ته چمتوالی نیسي او له دې لارې عامه افکار د خپل ځان په لوري هڅوي. د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما چې د دوهم ځل لپاره د ټولټاکنو کمپاین ته راننوت، له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د تدریجي وتلو پروګرام یې ترلاس لاندې ونیوه او همدا ډول یې په عراق کې د امریکا د پوځیانو شتون ته د پای ټکی کېښود. له هغه وروسته، دونالډ ټرمپ د افغانستان جګړې ته د پای ورکولو په شعار او دا چې امریکايي ځواکونه نړیوال پولیس نه دي، ډګر ته راغی او ویې کړای شول د بریا رایه خپله کړي. یا هم تازه نوموړی مدعي شوی چې که چېرې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بریالی شي، لومړنی ماموریت یې د اوکراین د جګړې پای ته رسول دي. په دې مانا چې د اوکراین د جګړې د اوږدېدو په اړه د جو بایډن له ملاتړ نه غواړي د خپل ځان په ګټه او د بایدن په زیان کار واخلي. له افغانستان نه د جو بایدن له ژر وتلو نه موخه، هم د ټولټاکنو د کمپاین لپاره و چې پایله یې برعکس وه.
د جو بایډن د دولت چارواکي ښه پوهیږي چې له افغانستان نه په بېړه وتل یې تېروتنه وه او د نړۍ په کچه یې د امریکا حیثیت او عزت ته زیان ورساوه، خو نه شي کولای په دغې موضوع اعتراف وکړي؛ ځکه په دې توګه کېدای شي ټولټاکڼې وبایلې. له همدې امله، ان د دې خبرو په کولو چې افغانستان د تروریسم په پټنځای بدلشوی دی، ډډه کوي.
ټام وېسټ په داسې حال کې د داعش پر وړاندې د طالبانو د مبارزې د ګټورتیا په اړه خبرې کوي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سنتکام رییس جنرال مایکل کوریلا، د روان کال د مارچ په نیمايي کې، ادعا وکړه چې داعش به تر راتلونکو شپږو مېاشتو پورې وکړای شي ترڅو د امریکا د ګټو پر وړاندې د بهرني برید په اړه چمتوالی ونیسي. د تروریستي ډلو د فعالیت د ګواښ په اړه د ملکي چارواکو له خبرې وړاندې، د پوځي چارواکو خبرې ډېرې د پام وړ دي. دغه راز، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي، په روانه میلادي مېاشت کې وویل چې له شلو کلونو وروسته په افغانستان کې د امریکا جګړه له ماتې وخوړله. همدا ډول، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني رییس جنرال فرانک مکنزي، په روانه میلادي میاشت کې وویل چې له افغانستان نه د وتلو د ځنډ په برخه کې، د امریکا د غرور نښه وه؛ په دې مانا چې په بېړې سره له افغانستان نه د امریکا وتل، ددغه هېواد غرور ته یې زیان ورساوه.
د امریکا د اوسنیو او پخوانیو پوځي چارواکو د روښانه څرګندونو سربېره، د جو بایدن د دولت ملکي چارواکي له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو نه دفاع کوي او هغه یې د امریکا د خلکو په ګټه بللی دی. د بېلګې په توګه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د سپتامبر د ۱۱مې پېښې له امله، له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د جو بایډن له پرېکړې دفاع وکړه: « پوهېږم چې ولسمشر جو بایدن د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود. په تېر کې مې ویلي و چې مونږ بل نسل هلته نه لېږو ترڅو هلته جګړه وکړي او ووژل شي.»
همدا ډول، د جو بایډن له دولت سره د جمهوري غوښتونکو مخالفت، د ټولټاکنو رنګ او بوی لري نه دا چې په رښتیا هم د طالبانو د حاکمیت پر وړاندې د افغانستان د خلکو د ګټو د دفاع په موخه وي. جمهوري غوښتونکي پوهېږي چې له افغانستان نه د امریکا وتل ناورین راوړونکې وه او دغې موضوع ته د وزرو په ورکولو غواړي د ټولټاکنو له ډګر نه جو بایډن لیرې کړي چې روښانه بېلګه یې، د ځواب ورکولو په موخه د استازو مجلس ته د بایډن د ټیم د یو شمېر غړو راغوښتل دي. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان نه د ناورین راوړونکي وتلو ته همدغو جمهوري غوښتونکو له طالبانو سره د تړون په لاسلیک کولو زمینه برابره کړه کوم تړون چې د جمهوریت لمینځه وړل او د طالب امارت د بېرته راتګ یې له ځان سره درلود. جو بایډن هم د جمهوري غوښتونکو د فشار پر وړاندې، بله چاره نلري پرته د خپلې پرېکړې توجیه حتی په افغانستان کې د روان وضعیت د آرامه ښودلو په قیمت.
تروریسم
د نړۍ لپاره روښانه ده چې پر افغانستان د طالبانو دوه کاله او څو مېاشتې واکمني له بې وزلي، د زده کړو درېدل، د تروریسم ودې، بې شمېره کډوالي او…. بل څه حاصل نه درلود د طالبانو امارت نه یوازې په هېڅ برخه کې لاسته راوړنه نه درلوده، بلکې ویجاړونکی شاتګ یې درلود. طالبانو و نشوای کړای نړۍ ته خپل ځان د مسووله دولت په توګه معرفي کړي. پر افغانستان د طالبانو واکمني، ان د پاکستان کام چې ددې ډلې ملاتړی دی، هم تریخ کړی دی. ختیځ او لویدیځ که چېرې په افغانستان کې په نورو برخو کې د نظر اختلاف ولري، د تروریسم د لمینځه وړلو د اړتیا په برخه کې یو نظر دي. د بېلګې په ډول، ټول هېوادونه په افغانستان کې د بشر د حقونو د ټینګښت په هکله یوه تګلاره نلري، خو ټول غواړي چې د افغانستان له خاورې د خپلو ګټو پر وړاندې یې کار وانخیستل شي.
له طالبانو نه د نورو هېوادونو په څېر د امریکا غوښتنه داده چې ګټې یې د افغانستان له خاورې تر ګواښ لاندې رانه شي چې تر دې مهاله داسې نه دي شوي. نو له همدې امله د جو بایډن د دولت چارواکي، په عمدي ډول په دې حساس ټکي ګوته ږدي؛ ځکه بله لاسته راوړنه نلري چې پر هغې حساب وکړي. د همدې لپاره ده چې جو بایډن، د القاعدې د مشر وژل د طالبانو د استخباراتي همکاریو محصول اعلان کړ او له تروریسم سره د مبارزې په امر کې ددغې ډلې د ژمنتیا په اړه یې خبرې وکړې. د القاعدې د مشر د وژل کېدو پټ رازونه لا روښانه نه دي. طالبان د جو بایدن له نظره ځکه د ملاتړ وړ دي چې لا تر اوسه یې د د سپتامبر په ۱۱مه پېښه نه ده ترسره کړې. دغه راز، د ځانمرګو بریدونو د شمېرنو او د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت د جبهې د سنګر په سنګر د جګړو کمېدل، د جو بایډن د دولت د چارواکو لپاره یوه لاسته راوړنه شوې ترڅو په افغانستان کې روان وضعیت ارام وښيي. د بېلګې په توګه، زلمي خلیلزاد د طالبانو د دوه کلنۍ واکمنۍ پر مهال، له رسنیو سره په خبرو کې، ادعا وکړه چې د طالب د امارت له ښو کارونو نه یو دادی چې د تېر په پرتله افغانان ډېر لږ وژل کیږي.
اوس، ټام وېسټ د جو بایډن له دولت نه په استازیتوب، په افغانستان کې د داعش د فعالیت پیکه ښودوله سره غواړي وښيي چې له افغانستان ته د امریکا وتل، نه یوازې دا هېواد د تروریسم په پټنځای بدل کړی، بلکې د پخواني دولت پر پرتله د داعش پر وړاندې مبارزه ډېره شدیده شوې او ګټوره هم وه. د بېلګې په توګه، نوموړي وویل: « نه غواړي د داعش پر فعالیتونو د طالبانو د مبارزې د اغېز په اړه ډېر ټینګار وکړي، خو پر ملکي کسانو د داعش بریدونه د تېر په څېر ندي.» په دې مانا چې طالبان حتی د پخواني پر پرتله د داعش پر وړاندې په مبارزه کې بریالي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې هېوادونه په تېره روسیه، د منځنۍ اسیا جمهوریتونه ایران، پاکستان او… په افغانستان کې له روان وضعیت نه شکایت لري او د تروریستي ډلو فعالیت او حضور تر پخوا زیات بولي. د بېلګې په توګه، د ټولیز امنیت د تړون سازمان رییس اناتولي سیدوروف، د روان کال د فبروروي په نیمايي کې، ادعا وکړه چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر شپږ زره او ۵۰۰ تنو ته رسېدلی او له دې ډلې، څلور زره تنه یې د تاجیکستان او افغانستان په ګډو پولو کې ځای پرځای شوي دي. همدا ډول، د ایران د اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبدالهیان، څو موده وړاندې ادعا وکړه چې د داعش تکړه ځواکونه او قوماندانان له سوریې او عراق نه افغانستان ته راغلي دي.
د جو بایډن دولت، په افغانستانن کې د تروریستم د پراختیا له اړخه د سیمې د هېوادونو د اندېښنو پروا نه لري؛ ځکه وړاندې تر دې چې د امریکا په زیان وي، د سیمې په زیان ده. د بېلګې په توګه، زلمي خلیلزاد چې د سې شنبې په ورځ د سپتامبر په ۱۹مه، د متحده ایالتونو په پوځي پوهنتون کې خبرې کولې، وویل چې د تروریسم مسله د امریکا لپاره ارزښت لري، خو د هغه په مرکز کې ندی؛ ځکه د نوموړي په باور، په اوسنیو شرایطو کې، د چین او د نورو ځبرځواکو کنټرول د تروریسم د کنټرول نه ډېر احساس کیږي. دغه راز یې ادعا وکړه چې امریکا پرمختللې تکنالوجي په واک کې لري او کولای شي له لیرې لارې تروریسم کنترول کړي. په دې حساب، د تروریسم په پټنځای د افغانستان تبدیلېدل، کېدای شي د جو بایدن دولت سره چې د د چین او روسیې په شان د لویو ځبرځواکو کنټرولول دي، ورسره مرسته وکړي. له همدې امله، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان له اړخ نه د جو بایدن د دولت فکر د اوس لپاره ارامه دی.