د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشت یوه توره، دردونکې او اپارتاید ته ورته پړاو په توګه ثبت شوې ده؛ هغه چې د پوهنتونونو دروازې د ټولنې د نیمایي برخې، یعنې ښځو پر مخ وتړل شوې.
دغه پرېکړه یوازې له زدهکړو څخه د ښځو د محرومولو په مانا نه وه، بلکې د ښځو د عامه او ټولنیز ژوند، د واک او ځواک د تولید او له اقتصادي فعالیتونو څخه د هغوی د سیستماتیک ایستلو لپاره یوه منظمه او ایډیالوژیکه هڅه وه.
په داسې ناهیلې کوونکي، د فشار او بېباورۍ ډک حالت کې د ښځو د انلاین پوهنتون رامنځته کېدل یو بې وسه غبرګون یا لنډمهاله پروژه نه وه؛ بلکې د ټولنې د حیاتي اړتیاوو له منځه راټوکېدلی هوښیار مدني مقاومت و.
دغه ښوونیز بنسټ تر یوه دودیز اکاډمیک جوړښت ورهاخوا، د زدهکړو د انحصار د ماتولو او د تپل شویو جغرافیایي بندیزونو د له منځه وړلو لپاره د ګډې ارادې پر یوه سیمبول بدل شو.
اوس چې ۲۰۲۶ کال دی، دغه پوهنتون د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د څه باندې ۲۰ زرو ښځینه محصلانو په جذب او مدیریت، د فکري مقاومت او د ښځو د مدني مبارزې په یو ستر مرکز بدل شوی دی.
زه د یو چا په توګه چې له دغه علمي بهیر سره د تدریس، د ټولګي د مدیریت او د محصلانو د دوامدارې ملتیا ویاړ لرم، دا لیکنه د معاصر تاریخ د بېساري ښوونیزې پدیدې د جوړښتي اړخونو، جیوپولیټیکي او تخنیکي ننګونو، ځانګړو لاسته راوړنو او راتلونکو فرصتونو د څېړلو هڅه بولم.
له زدهکړو د افغان نجونو بې برخې کول د هېواد د علمي بنسټ، دوامداره پرمختګ او بشري پانګې پر وړاندې ستر ګوزار و. میلیونونه استعدادونه د کورونو په څلورو دېوالونو کې بندیوان شول اود ښځینه ځوان نسل پر وړاندې د ژور خپګان، ځانوژنې، مطلقې ناهیلۍ او فکري زوال د پراخېدو خطر یو کلک ګواښ و.
په همدې حال کې، اکاډمیکو مخکښانو او د هېواد د برخلیک په اړه اندېښمنو استادانو په سمه توګه درک کړه چې چوپتیا او بېتفاوته پاتې کېدل له علمي بندیز سره له همکارۍ پرته بله مانا نه لري. د ښځو د انلاین پوهنتون لیدلوری هم له همدغه مهم پړاوه راوټوکید، څو د ډیجیټلي ټيکنالوژۍ له پراخو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې فزیکي او جغرافیایي بندیزونه لرې کړي.
دغه پوهنتون نړۍ ته وښوده چې درسي ټولګی یوازې د سمنټو او خښتو په څلورو دېوالونو یا د دودیزو پوهنتونونو په لوړو دېوالونو پورې محدود نه دی؛ بلکې په هر هغه ځای کې چې د زدهکړو لپاره تنده او د پوهې د رڼا بلولو لپاره لېوالتیا وي، هغه د اکاډمیک ژوند زړه دی.
دغه بدلون د ښوونیز ځای دودیز مفهوم بدل کړ او ټيکنالوژي د خلاصون او د استبداد پر وړاندې د مبارزې د یوې وسیلې په توګه میدان ته شوه.
سره له دې چې په افغانستان کې انټرنیټ له کمزورو زېربناوو او کلکو مخابراتي بندیزونو سره مخ دی، د هېواد له پولو بهر د علمي او فکري وړتیاوو او په دننه کې د زدهکړې لپاره د تږو استعدادونو ترمنځ پر یوه نښلوونکې پُل بدل شو.
له فزیکي چاپېریال څخه سایبري فضا ته دغه ستراتیژیک بدلون، د ښځو د اکاډمیک پیژندګلوۍ د ساتنې او د افغان ښځو د انساني کرامت د خوندي کولو په لاره کې لومړنی پیاوړی ګام و.
د څه باندې ۲۰ زرو محصلانو لرونکي د یوه پراخ بنسټ اداره او رهبري، هغه هم په بشپړ ډول انلاین، غیرمتمرکز چاپېریال کې او له لویو دولتي بودیجو یا مستقیم نړیوال مالي ملاتړ پرته، د لوړو زدهکړو په نظام کې د مدیریت یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.
د ښځو انلاین پوهنتون پر دوو اخلاقي او ستراتیژیکو بنسټونو ولاړ دی: «په بشپړه توګه وړیا زدهکړې او رضاکاره او مسلکي علمي کادر.»
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونو استادانو، ډاکترانو، څېړونکو او لوړپوړو متخصصانو چې د هېواد دننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه د خپلو دندو له لاسه ورکولو او له څنډې ته کېدو وروسته، مټې راونغاړلې او په افتخاري توګه یې د ورځې او شپې تدریس ته دوام ورکړی دی.
د دغه پوهنتون ښوونیز جوړښت اوس په ۱۶ تحصیلي څانګو او څو مهمو پوهنځیو کې تنظیم شوی دی. په دغو کې د روغتیایې طب او لوړو قابلهګۍ پوهنځي شامل دي چې د ښځو او ماشومانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د ځوابولو لپاره فعالیت کوي.
همداراز، د حقوقو، سیاسي علومو، اقتصاد او ژورنالېزم پوهنځي د راتلونکي نسل د رهبرانو او د حقایقو د رښتینو روایت کوونکو د روزنې لپاره جوړ شوي دي. سربېره پر دې، د ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، کرنې، ژبې او ادبیاتو او ښکلو هنرونو پوهنځي هم د دغه پوهنتون د تحصیلي جوړښت برخه دي.
د تحصیلي څانګو دغه پراخوالی ښيي چې د ښځو د انلاین پوهنتون اساسي موخه یوازې د نجونو بوخت ساتل یا د هغوی د وزګارتیا لرې کول نه دي؛ بلکې اصلي موخه یې د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه ده، څو سبا د هېواد د بیارغونې، ادارې او عصري کولو دروند مسوولیت پر خپلو اوږو واخلي.
د ښځو په انلاین پوهنتون کې د یوې استادې په توګه مو د ټولګیو تجربه له نورو تدریسي تجربو سره توپیر لري. کله چې د استاد په توګه مجازي ټولګي ته ننوځم، د نومونو له یوه لېست سره مخ کېږم چې د هر نوم تر شا د استعداد، حسرت، ځپنې، سرکښه او نه تسلیمېدونکې هیلې له دردونو ډکه کیسه پرته ده.
په دغه چاپېریال کې تدریس یوازې د ریاضي د فورمولونو، پېچلو اقتصادي نظریو، حقوقي متونو یا روغتیايي سپارښتنو لېږدول نه دي؛ دا یوازې یوه مسلکي دنده هم نه ده، بلکې یو سپېڅلی مدني عمل دی.
موږ په دغو ټولګیو کې د یوه نسل په رګونو کې د وینې په څېر هیله ورپاشو او محصلانو ته ورپه یادوو چې د یوه متفکر انسان په توګه د هغوی د وجود ارزښت هېڅکله د موقتي فرمانونو او بندیزونو له امله له منځه نه شي تللی.
د دغه پوهنتون استادان/استادانې بېوسلې مبارزان/مبارزانې دي چې قلم، لپټاپ او د زوم، سکایپ او ګوګل مېټ پلاټ فورمونه یې د ناپوهۍ پر وړاندې د مبارزې وسایل دي.
موږ ته د استادانو په توګه ننګونې کمې نه دي. د نړۍ د بېلابېلو وخت زونونو له مخې د درسي ساعتونو همغږي، د دوامداره برېښنا نشتوالی، په افغانستان کې د انټرنېټ ټیټ سرعت، د بهرني چاپېریال له امله رامنځته کېدونکی رواني فشار او د محصلانو د امنیت ساتنې اړتیا، د تدریس بهیر له سختو ستړیاوو او فشارونو سره مخ کوي.
خو دا ټولې ستړیاوې هغه مهال په ویاړ او لا ډېرې انګېزې بدلېږي، چې ووینو د افغانستان په تر ټولو لرې او محرومو کلیو کې یوه نجلۍ د خپلې کوټې په تیاره کې، د موبایل د کمزورې رڼا تر څنګ، درس ته غوږ نیسي، یادښتونه اخلي او د نړۍ وروستیو علمي سرچینو ته په ځیر او ژور فکر ځواب وايي.
د ښځو د انلاین پوهنتون په اړه لیکل، پرته له دې چې د هغه پر وړاندې پراته تریخ واقعیتونه، ستړې کوونکي خنډونه او لوژستیکي ننګونې له پامه وغورځول شي، له انصافه لرې کار دی.
په افغانستان کې مخابراتي زېربناوې زیانمنې، ګرانې او تر ډېره بېباوره دي. د انټرنېټ د کڅوړو لوړ لګښت او ټیټ سرعت د هېواد په روانو کړکېچونو شرایطو کې له اقتصادي پلوه پر کمزورو کورنیو دروند او ملا ماتوونکۍ پیټی دی.
زموږ ډېری محصلانې په رښتینې مانا اړې دي چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ اخیستو او په ټولګي کې د ګډون لپاره د انټرنېټ د کڅوړې د اخیستو ترمنځ سخته پرېکړه وکړي.
دویمه ستونزه سایبري امنیت او د اوسني ناڅرګند حالت له امله رامنځته شوی رواني فشار دی. محصلانې په دوامداره وېره کې ژوند کوي. د انلاین ازموینو پر مهال د برېښنا د پرې کېدو اندېښنه، په ګڼو کورونو کې د مطالعې لپاره د ارام ځای نشتوالی او تر ټولو مهمه دا چې د تحصیلي اسنادو د برخلیک او په اوسني حاکم حالت کې د هېواد دننه په رسمی توګه ددغو اسنادو نه منل کېدو په اړه اندېښنه، د هغوی پر رواني حالت ژور فشار اچوي.
سربېره پر دې، د معالجوي طب، قابلهګۍ او کرنې په څېر څانګې عملي، کلینیکي او لابراتواري زدهکړو ته اړتیا لري؛ هغه برخې چې په بشپړ انلاین سیستم کې له کلکو بندیزونو سره مخ دي.
پوهنتون هڅه کړې چې د مجازي تمثیل، عملي ویډیوګانو او بډایه انځوریزو موادو له لارې دغه تشه تر یو بریده ډکه کړي؛ خو د دغو ننګونو د حل لپاره یوې لا پراخې او هر اړخیزې نړیوالې ستراتیژۍ ته اړتیا په جدی توګه لیدل کیږی.
د ټولو خنډونو، ګواښونو او ناهیلۍ سربېره، د ښځو د انلاین پوهنتون لاسته راوړنې روښانه، محسوسې او له هیلو ډکې دي.
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې په هممهاله توګه د محصلانو د درېیمې دورې فراغتغونډې په بریالیتوب ترسراوی یوه تاریخي بریا وه. دغه زړور اقدام هغو کسانو ته څرګند او قاطع ځواب و چې ادعا یې کوله، د افغان نجونو ترمنځ د زدهکړو انګېزه له منځه تللې یا ځپل شوې ده.
دغه فارغانې زموږ د معاصر تاریخ په تر ټولو تیاره پړاو کې د رڼا او پوهې سفیرانې دي.
دا پوهنتون توانېدلی چې خپل علمي او مسلکي معیارونه وساتي. زموږ فارغانې اوس منظمې علمي مقالې لیکي، په نړیوالو انلاین څېړنیزو پروژو کې د کارې روزنې په توګه ونډه اخلي او د انتقادي فکر، ډیجیټلي سواد، کوډنګ او بهرنیو ژبو په څېر مهمې نرمې او مسلکي وړتیاوې په لوړه کچه زده کوي.
دغه بنسټ نړیوالې ټولنې ته ثابته کړه چې افغان ښځه یوه بې وسه، یوازې قرباني او تسلیمېدونکی وجود نه دی؛ بلکې هغه د خپلې ازادۍ او پوهاوي لپاره خپلې لارې جوړوي او که لاره نه وي، خپله یې رامنځته کوي.
۸صبح یوه معتبره او مخکښه ورځپاڼه ده چی تل د ازادۍ غوښتنې، عدالتغوښتنې او ولسواکي د اصلي غږ په توګه پېژندل شوې؛ هغه چې د ټولنې د ګوښه شویو قشرونو او روڼاندو غږ یې منعکس کړی دی.
په دغه رسنیز بنسټ کې د دې شننې خپرېدل یوازې د پوهنتون د فعالیتونو روښانه کول نه دي، بلکې یوه ملي او ډیپلوماټیکه غوښتنه هم ده.
موږ د دغه پوهنتون د علمي کادر او استادانو په توګه، له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو، د ښځو د حقونو له ملاتړو هېوادونو، د نړۍ له سترو ښوونیزو بنسټونو، په ځانګړې توګه یونیسکو او نړیوالو سوداګرو او متشبثینو غواړو چې د تکراري اعلامیو او بېاغېزې ډیپلوماټیکې اندېښنو له څرګندولو څخه تېر شي.
د ښځو انلاین پوهنتون نن د خپلې سترې علمي او ټولنیزې دندې د دوام لپاره جوړښتي او عملي ملاتړ ته اړتیا لري.
موږ یوازې د لوړو زدهکړو د بورسونو، ډیجیټلي کتابتونونو ته د وړیا لاسرسي، سایبري امنیت په برخه کې د تخنیکي مرستو او ارزانه انټرنېټ غوښتنه نه کوو؛ بلکې زموږ تر ټولو مهمه غوښتنه له نړیوالو بنسټونو او نړیوالو شرکتونو دا ده چې د دغه پوهنتون فارغانو ته د انلاین دندو او له لرې کار کولو (Remote Work) لاره چاره برابره کړي.
له کار پرته زدهکړه د پیاوړتیا بهیر نیمګړی پرېږدي. نړیواله ټولنه دې د خوندي کاري پلاټ فورمونو په رامنځته کولو، د ډیجیټلي پروژو، ژباړې، څېړنې، پروګرامجوړونې او انلاین روغتیايي مشورتي دندو په سپارلو سره دغو مسلکي نجونو ته فرصت ورکړي چې په خپلو کورونو کې دننه د اقتصادي خپلواکۍ او د پر ځان د بسیا کار خوند وڅکي.
د دغه بنسټ ملاتړ او د فارغو محصلانو لپاره د کار زمینې برابرول یوازې د یوه عادي پوهنتون ملاتړ نه دی؛ بلکې د ښځو د سیستماتیک لرېوالې پر وړاندې د هغوی د اقتصادي او فکري مقاومت له اصلي سنګر څخه ملاتړ دی.
د ښځو انلاین پوهنتون د بحران د دورې لپاره یو لنډمهاله، تېرېدونکی او غبرګوني جوړښت نه دی؛ بلکې د افغانستان د لوړو زدهکړو په تاریخ کې د ډیموکراتیکو، ټولشموله، له پولو هاخوا او نه حذف کېدونکو زدهکړو د یوه نوي ماډل بنسټ اېښودونکی دی.
هغه فکر، پوهاوی او پوهه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې شلو زرو پیغلو نجونو په ذهنونو او روحونو کې خپره شوې، داسې پدیده نه ده چې په فرمان، وسلې، انحصار یا زور پرې بندیز ولګېږي او وځپل شي.
دا پوهاوی خپور شوی، ریښې یې غځولې او په یوې پیاوړې ونې بدل شوی دی.
زه د یوې استادې په توګه چې هره ورځ د مجازي ټولګیو په کمزورې رڼا کې د خپلو محصلانو د هیله مندو زړونو درزا وینم، د خپل وطن د نجونو حتمي او روښانه راتلونکي ته په بشپړ باور اعلانوم چې قلمونه به مو مات نه شي، فکرونه به مو سانسور نه شي او درسي ټولګي به د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فزیکي توګه تر بیا پرانیستل کېدو پورې او له هغې وروسته هم په پوره ځواک او ټینګې ارادې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د ښځو انلاین پوهنتون د دغه تاریخي حقیقت ژوندی او تلپاتې ثبوت دی چې رڼا پر تیارو بریالۍ کېږي او پوهه د انسان تر ټولو بی پایه او تلپاتې شتمني ده.





