د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د اټومي ګواښ د لېرې کولو یوازینۍ لاره په نړۍ کې د دغو وسلو له مینځه وړل دي.
ګوترېش دا څرګندونې د سې شنبې ورځ د (سپتمبر په ۲۶مه) د «اټومي وسلو د بشپړ له مینځه وړلو نړۍوالې ورځې» په مناسبت په اېکس ټولنیزه پاڼه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «لکه څنګه چې موږ د اټومي وسلو د بشپړې له مینځه وړلو نړۍواله ورځ لمانځو، موږ باید په ګډه کار وکړو، ترڅو دا ویجاړونکي وسایل په یو وار د تل لپاره له منځه یوسو.»
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش تېر کال خبرداری ورکړی و چې یوازې ناسمه یا غلطه محاسبه کولای شي انسانیت د «اټومي تخریب» په څنډه کې واچوي.
ګوتریش په نیویارک کې د «اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون» د بیاکتنې په لسم کنفرانس کې، د نړۍ بحرانونو ته په اشارې سره چې د کرونا ناروغۍ وروسته ناوړه اقتصادي وضعیت، د اقلیم او جګړې بحران او د بشري حقونو د سرغړونو په ګډون، خبرداری ورکړی و چې نړۍ له یوې داسې اټومي جګړې سره مخ ده چې د سړې جګړې له اوج نه وروسته یې ساری نه دی لیدل شوی.