زه څوک یم؟
زه ذکیه یم؛ په افغانستان کې د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ. همالته زېږېدلې یم. پنځه کاله کېږي چې له مور سره د افغانستان په پلازمېنې کابل کې ژوند کوم. زما او د مور لګښتونه مې ماما ورکوي او موږ د هغه په کور کې ژوند کوو. زه ګوښې نجلۍ یم. د شور ماشور او لویو ټولیو پرتله مې یوازیتوب خوښ دی؛ خو دا له انسانانو د بېزارۍ مانا نه لري. برعکس، خوښېږي مې له مثبت اندېشو کسانو سره کېنم او خبرې ورسره وکړم؛ هغوی چې خبرو...
زما نیمګړی ارمان
ما تل د راتلونکې لپاره هیلې لرلې؛ هغه هیلې چې د رسېدو لپاره مې ورته زدهکړې او هڅې کولې. غوښتل مې یو ورځ څارنواله شم او په کابل کې دنده ولرم؛ د خلکو ترڅنګ اوسم، له حقه دفاع وکړم او داسې څوک واوسم چې تل د عدالت په خوا کې ولاړه وي. د راتلونکې انځور مې روښانه و: غوښتل مې کار وکړم، زیار وباسم او په خپل مټ خپلواک ژوند جوړ کړم. ان د یوه «سپین فورنر» موټر د لرلو هیله مې هم لرله. تصور مې کاوه...
د کتاب لوستلو حلقې؛ پر زدهکړو د محدودیتونو پر مهال د نجونو پناهځای
پر زدهکړو او په ښوونیز چاپېریال کې د نجونو پر حضور د محدودیتونو په لړ کې ځينو نجونو د مطالعې او زدهکړو د دوام لپاره د کتاب لوستلو حلقو ته مخه کړې ده. دا کړۍ چې تر ډېره په کوچنیو ډلو کې جوړېږي، د کتابونو د لوستلو، د ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په اړه د خبرو او د نجونو ترمنځ د نظرونو د تبادلې فرصت برابروي. په دغو کړیو کې ځينې ګډون کوونکې نجونې وايي، د کتابونو لوستل ورته یوازې بوختیا نه ده، بلکې د زدهکړو د...
د نجلۍ نړیواله ورځ؛ له نړۍ د پاتې شویو قربانیانو روایت
د اکتوبر ۱۱مه د نجلۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نجونو د حقونو، زدهکړو، برابرو فرصتونو او د غوره راتلونکې د رامنځته کولو په موخه نمانځل کېږي. د دغې ورځې په مناسبت ټاکل شوي شعارونه پر یوې ځانګړې موخې ټینګار کوي: د نجونو له حقونو او ازادۍ ملاتړ. په ۲۰۲۶ کال کې د ملګرو ملتونو او یونیسف له لوري ټاکل شوی شعار «په کم عمرۍ کې د نجونو د ودونو پای ته رسول» دی؛ هغه چې په تېرو پنځو کالو کې په افغانستان کې د طالبانو...
د ښځينه سینګارځایونو تړل کېدل؛ له بېکارۍ او د ژوند د دوام لپاره د ښځينه سینګارونکو روایت
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلې دي. دغو محدودیتونو، له زدهکړو او ګڼو کاري فرصتونو څخه د محرومیت ترڅنګ، ګڼې کارکوونکې ښځې له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. د ښځینه سینګارځایونو تړل کېدل یوه له هغو پرېکړو وه چې زرګونه ښځې یې له کارځای او د عاید له سرچینې محرومې کړې. د ډېرو دغو ښځو لپاره دا یوازې یو مسلک نه و، بلکې د ژوند د لګښتونو برابرولو، له کورنۍ سره د مرستې...
(۹) د پښتو ازموینې نیمګړې پاڼې؛ هغه نجلۍ چې دوه وارې له زدهکړو پاتې شوه
تبسم چې کله د پښتو ازموینې په هکله غږېږي، یوه شېبه چوپېږي. لرې یو ټکي ته ګوري؛ داسې لکه په هماغه ټولګي کې چې وي، د میز تر شا ناسته او د ازموینې پاڼې ته ګوري؛ هغه چې تمه وه خپل ځوابونه پکې ولیکي، خو وخت یې ونه موند چې تر پایه یې ډکه کړي. هغه مهال تبسم په افغانستان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه. زدهکوونکې د پښتو ازموینې لپاره چمتو وې. پاڼې د میزونو پر سر ایښې وې او ټولې د ځوابونو په لیکلو بوختې...
(۴) د تورو میلو تر شا کیسه؛ د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو څه تېرېږي؟
یادښت: پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او په دغو پنځو کالو کې طالبانو سلګونه ښځې اختطاف، نیولې او زنداني کړې دي؛ هغه ښځې چې ډېرې یې د جرم له اثبات پرته او د مبهمو تورونو، یا د کورنیو او ټولنیزو مسایلو له امله زندان ته اچول شوې دي. هغه څه چې د زندان د میلو تر شا پر دغو ښځو تېر شوي او لا تېرېږي، په تېرو پنځو کالو کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یوه برخه ده. دا کیسه د کابل...
هغه نسل چې له ښوونځي پاتې شو
بهار د یوې تنکۍ پیغلې نجلۍ مستعار نوم دی او د هغې کیسه په افغانستان کې له زدهکړو د محرومو زرګونو نجونو د ورته تجربو پر بنسټ لیکل شوې ده. بهار هر سهار په ناهیلۍ خپل ورور ته ګوري چې کتابونه ټولوي او بکس پر اوږه اچوي، څو ښوونځي ته لاړ شي. هغه د خپلو ټولګیوالو، ښوونکو او ټولګي د چاپېریال له نشتونه خپه ده. نوموړې په یوازېتوب کې اوښکې تویوي او مور یې پوهېږي چې هېڅ مرسته ورسره نه شي کولی؛ ان دومره زړه هم نه...
هغه ماشومه چې ۲۰ کلنه شوه
یوازې ۱۵ کلنه وه؛ سهار به چې مور پرې غږ کاوه، لا به خوبولې وه، کله به په غوسه له ځایه پاڅېده او کله به مخکې له دې چې مور پرې بیا غږ وکړي، ویښه شوې به وه. تورې جامې به یې واغوستې او سپین ټيکری به یې پر سر کړ، کتابونه به یې په بکس کې کېښودل او ښوونځي ته به روانه شوه، بې له دې چې وپوهېږي همدا عادي تګ راتګ به یې یو وخت د ژوند لوی ارمان شي. د سحر لپاره ښوونځی د...
انلاین کار؛ په افغانستان کې د ښځو لپاره د عاید د ترلاسه کولو یوه لار
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه محدود شوي، ځينو ښځو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو او مسلکي فعالیتونو د دوام لپاره انلاین کار ته مخه کړې ده. د خواله شبکو له لارې د محصولاتو پلور، انلاین تدریس، د محتوا تولیدول، د مجازي پاڼو مدیریت، ژباړه او ټایپ هغه کارونه دي چې ځينې ښځې یې له کوره کوي. انلاین کار ځينو ښځو ته چانس برابر کړی چې په کاري چاپېریال کې له حضور پرته د خپلو وړتیاوو په کارولو...









