د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان د وضعيت په هکله خپله لومړنۍ پرېکړه صادره کړې ده. د دغه سازمان په پرېکړه ليک کې په هېواد کې د ترهګرو ډلو پر حضور او د تاوتريخوالي پر دوام اندېښنه ښودل شوې ده. په دغه پرېکړه ليک کې په افغانستان او سيمه کې د القاعدې او د داعش د خراسان په څېر د خطرناکو ډلو د ګواښ يادونه شوې او په هېواد کې سولې او ټيکاو ته د زيان رسولو خبرداری ورکړل شوی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست د هېواد وضعيت خطرناک بللی او ويلي يې دي، چې پر هېواد د طالبانو واکمنېدل د تېرو دوو لسيزو د لاسته راوړنو د بشپړ له منځه تلو او په افغانستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د زياتېدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د پنچشنبې پر ورځ، د لړم پر نولسمه د افغانستان د وضعيت په تړاو غونډه وکړه. دغه غونډه په دغه سازمان کې د جرمني د دايمي استازي د همغږۍ او زمينې برابرولو په پايله کې جوړه شوه.
د دغه سازمان غړو د نړۍ د ۱۱۶هیوادونو په ملاتړ د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د اقتصادي وضعيت د خرابېدو، د تاوتريخوالي د دوام او د ترهګرو ډلو د فعاليت په تړاو خپل نظروته څرګند کړي او پرېکړه لیک يې صادر کړی دی.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د اوه اویایمې عمومي اسامبلې مشر چابا کوریشي د افغانستان وضعيت کړکېچن بللی او ويلي يې دي، چې دغه هېواد له پېچلو ستونزو سره مخ دی. د ده په وينا، طالبان نه شي کولای او يا نه غواړي چې دغه ستونزې حل کړي. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشر په افغانستان کی د ترهګرو ډلو پر حضور د اندیښنې پر څرګندولو سربېره، ټينګار کړی چې دغه ډلې د ودې په حال کې دي او طالبان بايد لاس په کار شي.
ښاغلي کوريشي زياته کړې ده:« په افغانستان کې ترهګر او جنايت کار سازمانونه يو ځل بيا د ودې په حال کې دي.» هغه حقانې او القاعده شبکې په افغانستان کې د فعالو ترهګريزو سازمانونو د يوې برخې په توګه يادې کړې دي.
ښاغلي کوريشي دغه راز په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي، چې طالبان بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې پر وړاندې خپله ژمنه نندارې ته وړاندې کړي او افغانستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونيسي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپلې دوه اويايمی غونډه کې د افغانستان د وضعيت په هکله يو پرېکړه ليک هم صادر کړی دي. په دغه پرېکړه ليک د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې په څېر د ترهګرو ډلو او په هغو پورې تړلو هغو ډلو ته اشاره شوې چې په افغانستان پراخ حضوړ او فعاليت لري.
د دغه پرېکړه ليک د مادو له مخې، ترهګرې ډلې نه يوازې افغانستان ته ګواښ بلل کيږي، بلکې د سيمې لپاره هم ګواښ دی. په دغه پرېکړه لیک کې راغلي دي، چې دغه ډلې هڅه کوي په افغانستان کې سوله او ټيکاو محدود او له منځه يوسي.
په پرېکړه ليک کې دغه راز يادونه شوې ده، چې افغانستان بايد د هېڅ يوې ترهګرې ډلې له لوري د امن پناه ځای په توګه ونه کارول شي. د دغه سازمان په وينا، باید ډلو او کسانو ته د دې موکه برابره نه شي چې د دغه هېواد په خاوره کې خپل پلانونه جوړ او د سيمې لپاره ګواښ رامنځته کړی. د دغه پرېکړه ليک له مخې، ترهګرو ډلو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې خپلو کسانو ته مالي سرچينې پيدا او روزنه ورکړي. په دغه پرېکړه ليک کې له طالبانو هم غوښتل شوي دي چې د ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه، د القاعده شبکې، داعش ډلې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر وړاندې مشخص ګامونه پورته کړي. پرېکړه ليک ټينګار کړی دی، چې د ترهګرۍ ورانوونکی عواقب درک کړي. ملګرو ملتونو په ټينګار سره ويلي دي چې په افغانستان کې د مخدره توکو کرکيله او قاچاق د ترهګرو ډلو مالي اړتياوې پوره کوي او بايد پر وړاندې يې مباړزه وشي.
پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو په دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې پر« نازک اقتصادي او بشري وضعيت»اندېښنه ښودل شوې او د خوراکي نه خونديتوب په تړاو خبرداری ورکړی شوی دی. په دغه پرېکړه ليک کې په څرګندو ټکو راغلي چې بايد د بانکي او مالي احيا، د افغانستان بانک ځنډول شويو شتمنو ته د لاسرسي د امکان او د بشري مرستو په برخه کې د هڅو د پياوړتيا لپاره ډير کار وشي. خو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غړو څرګنده کړې نه ده، چې کوم او څه ډول ګامونه بايد واخيستل شي.
د دغه پرېکړه لیک په يوه برخه کې راغلي دي، چې نړيواله ټولنه يوځل بيا تمه لري چې طالبان له ترهګرې سره د مبارزې او د مخدره توکو له کرکېلې، پروسس او قاچاق سره د مقابلې په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
پر دې سربېره، ملګرو ملتونو ټينګار کړی دی،چې طالبان دې هغو ټولو کسانو ته د خوندي وتلو لار اواره کړي چې غواړي افغانستان پرېږدي او دغه راز ټولو بهرنيو وګړو ته چې غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي، د سفر اجازه ورکړي. د پرېکړه لیک له مخې، د افغانستان د امنيت د ټينګښت په برخه کې د خپلو تضمينونو پر بنسټ عمل وکړي او بشري حقونو او د افغانستان د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې غړو ټينګار کړی دی، چې طالبان بايد د ډيپلوماټيکو ځايونو،د بشري چارو د وړاندې کوونکو او د نورو نړيوالو بنسټونو د کارکوونکو امنيت وساتي.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک يادونه شوې ده، چې طالبان، بشري حقونه،د ښځو او نجونو حقونه او د قومي او مذهبي لږکيو حقونه خوندي نه کړي، په رسميت به ونه پېژندل شي، خو دغه اقدام د چين او روسيې له لوري «نامتعادل» بللی شوی دی. د رپوټونو له مخې، د چين او روسيې استازو د دغه پرېکړه ليک ژبه نامتعادله بللې ده.
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازي انټجي لیندارټس د دغې غونډې د آسانچاري په توګه ويلي دي:« دغه پرېکړه ليک د بشري حقونو د درناوي، ساتلو او رعايت، د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يوه څرګنده بلنه ده. د دغه پرېکړه ليک څرګند پيغام دا دی چې د بشري او ښځو د حقونو له خوندیتوب پرته اړیکې نه عادي کيږي او د طالبانو اداره په رسميت نه پېژندل کيږي، له طالبانو سره تعامل د ارزښتونو پر بنسټ محدود پاتې کيږي.»
د دغه سازمان په پرېکړه ليک کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو پر نقض ژوره اندیښنه څرګنده شوې ده. په دغه پرېکړه لیک کې ويل شوي چې د ښځو او لږکيو پر وړاندې تاوتريخوالی دوام لري. د دغه پرېکړه ليک پر بنسټ، د هېوادوالو بنسټيزې آزادۍ د طالبانو له لوري په زیاتیدونکې توګه محدوديږي. د دې غوندې غړو ټينګار کړی دی، چې طالبان دې د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې د ښوونځيو د نه پرانېستو پر پرېکړه بيا کتنه وکړي او د بشري حقونو او د ښځو د آزاديو محدودوونکي سياستونه او تګلارې دې پرېږدي. خو دا چاره طالبانو ته سره کرښه ده او په تېرو څه باندې ۱۵مياشتو کې يې اجازه نه ده ورکړې چې د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.
په دغه پرېکړه لیک دغه راز راغلي دي، چې د خبريالانو د ځورولو او پر هغوی د بريد عاملان دې د ملي او نړيوالو قوانيو له مخې عدالت ته وسپارل شي او د عقېدې او بيان آزادۍ ته دې د درناوي تضمينونه ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل د خبريالانو د ځاني او کاری امنيت د ساتلو خبره کړې ده او ويلي يې دي،چې د بيان آزادۍ ته درناوي لري، خو په تېر څه باندې يو کال کې تل د دې ډلې له لوري د خبريالانو د نيولو او ربړولو او ورسره ناوړه چلند رپوټونه ورکړل شوي او اطلاعاتو ته د خبريالانو او رسنيو لاسرسی خورا کم شوی دی.
په دغه رپوټ کې د قانون پر خلاف د افغانستان د مخکنيو امنيتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو مجازات کېدل او دغچ اخيستنې په لړ کې د هغوی اعدامول هم غندل شوي دي او ملګرو ملتونو له طالبانو د افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان غړو ټينګار کړی دی چې طالبان بايد له نړېوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد لايق د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان وضعيت خطرناک بللی دی.دهغه په وينا، پر هېواد د طالبانو واکمنېدل د تېرو دوو لسيزو د لاسته راوړنو د بشپړ له منځه تلو لامل شوي دي. ښاغلي فايق د خپلې وينا په متن کې چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خپور کړی او يوه کاپي يې د ۸صبح ورځپانې په واک کې ورکړې ده، ويلي دي چې افغانستان له بيلابيلو ګواښونو لکه پر ملکي وګړو، مشخصو قومي او مذهبي لږکيو په تېره بيا،شعيه ګانو، هزاره وګړو ،صوفيانو،هندوانو او سيکانو باندې له ترهګريزو بريدونو سره مخ دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مخکنيو امنيتي ځواکونو، خبريالانو او اعتراض کوونکو د وژنې او صحرايي محاکمې، د مشخصو قومونو د اجباري کډوالولو، ناوړه چلند، د بشري حقونو د نقض او په خپل سر نيونو يادونه کړې ده.
فايق ويلي دي، چې طالبانو د هېوادوالو بشري حقونه نقض کړي او ښځې، نجونې، د بشري حقونو فعالان او خبريالان يې په زياتېدونکي توګه ځپلي دي. د ده په وينا، د افغانستان ښځې او نجونې په پلان شوي توګه د حذف کېدو په حال کې دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست زياته کړې ده چې د يوه پراخ بنسټه، مشروع او ځواب ورکوونکي بهير په جوړېدو کې د طالبانو ناکامۍ د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند اغېز من کړې دی او په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د نورې انزوا لامل شوې ده.
ښاغلي فايق دغه راز څرګنده کړې ده چې په تېر څه باندې يو کال کې د ترياکو په کښت کې ۳۲ سلنه زياتوالی راغلی دی. هغه دغه راز د دې غونډې غړو نه په خاطاب کې ويلي دي، چې په افغانستان کې د ترهګرو له امله مخ پر زياتېدونکي امنيتي ګواښونه شته. د هغه په وينا، د ښځو او نجونو په ګډون په ښوونيزو مرکزونو کې لږکي امن او خوندي نه دي. فايق ټينګار کړی دی چې د ترهکرۍ د خطر کابو کول ټوليزو هڅو او د ټولو ښکېلو لورو رښتينو همکاريو او او د يوه مشروع، پياوړي او د باور وړ دولت اقداماتو ته اړتيا لري.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر دوام او د ترهګرو ډلو د خطرونو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده چې تر دې وړاندې روسيې او د شانګهای د همکاريو سازمان هم په افغانستان کې د بهرنيو جنګياليو په تېره داعشيانو د حضور په تړاو خبر داری ورکړی دی. روسیې د طالبانو رژيم د سيمه ييزې همکارې په توګه اوس په افغانستان کې د بد امنيتي وضعيت او د هېواد له خاورې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د ورپېښو ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسيې جګپوړو چارواکو په افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو او د هغوی د شل زه جنګياليو د حضور خبر ورکړی او ادعا يې کړې ده چې د افغانستان کړکېچن وضعيت د ترهګرو د جذب او په سيمه کې د افراط پالنې لپاره د امن ځای د برابرېدو لامل شوی دی.
د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک، په داسې حال کې د جرمني دولت په همکارۍ صادر شوی دی چې پر هېواد د طالبانو له بيا واکمنېد ۱۵ میاشتې تېرېږي. طالبانو د تېرکال د زمري پر ۲۴ افغانستان ونيوه. په دې موده کې د نجونو له شپږم ټولګې پورته ښوونځی تړل شوي ، فردي حقونه او آزادۍ محدودې شوې او د خبريالانو، مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو، مخکنيو نطامیانو او د تېر حکومت د جګپوړو چارواکو ژوند له خطر سره مخ شوی دی . طالبانو تر اوسه دغه پرېکړه لیک ته غبرګون نه دی ښودلی.