۸صبح، کاپیسا: کاپیسا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې یو دوولس ورځنی ماشوم د لوږې او سړې هوا له امله مړ شوی دی.
دغه پېښه چهارشنبه شپه د سلواغې پر ۱۲ د کاپیسا ولایت د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ په ملا خېل کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا دغه ماشوم د سینهوبغل پر ناروغۍ اخته و، خو کورنۍ یې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د هغه د درملني وس نه درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان کې لوږه او بېوزلي زیاته شوې ده. نړیوالو بنسټونو تل په دغه هېواد کې د بشري ناورین له سختېدو خبرداری ورکړی دی.