بغلان کې یو شمېر نجونو «د هزاره وو نسل وژنه» غندلې ده

۸صبح، بغلان: پر کاج ښوونیز مرکز د برید د اعتراضونو په دوام کې بغلان ولایت کې یوه ډله نجونو هم دغه برید غندلی دی او د هزاره وو د نسل وژنې د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغو نجونو سه شنبه د تلې پر دوولسمه په یوه سرپټي ځای کې «د هزاره وو نسل وژنه دې ودرول شي»، «زده کړې زموږ حق دی» او «ښځې، کار، ازادي» شعارونه ورکړي دي.

دغو اعتراض کوونکو نجونو زده کړې د نجونو حق ګڼلی او د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې کړې ده.

د ویلو ده، چې کاج ښوونیز مرکز کې د ترهګریزې پېښې په تړاو هېواد کې دننه او بهر پراخ اعتراضونه شوي دي.

له دې مخکې ځینې نورې ښځې هم په سرپټو ځایونو کې سره غونډې شوي او د نجونو د زده کړو له حق څخه پر ملاتړ او د هزاره وګړو د وژلو پر درېدو یې ټینګار کړی دی. همداراز د هېواد په ګڼو ښارونو کې د نجونو زده کړیالانو له خوا لاریونونه شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button