۸صبح، غور: په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۲مه، سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه د محمد قدم په کلا کې، چې د دې ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ یوه برخه ده، شوې ده.
تر اوسه د دې ځانوژنې انګېزه او لامل نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د مرکز فيروزکوه ښار په جرتیلک سيمه کې يوې ځوانې نجلۍ هم د ټوپک په ډزو ځانوژنه کړې وه.
له یوې اونۍ په کمه موده کې دا د ښځو د ځانوژنې څوومه پېښه ده چې له غور، کاپیسا او سمنګان ولایتونو په رسنیو کې خپرېږي.