د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعيت؛ محکمې د طالبانو د سفارت مکتوبونه ان لولې هم نه

۸صبح، کابل: په پاکستان کې سرچینې د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان کډوالو د ناوړه او بد وضعیت خبر ورکوي.

د پاکستان په زندانونو کې د افغان بنديانو خپلوان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې پر لومړۍ نېټه، ۸صبح ورځپاڼې ته د غږيزو پيغامونو په رالېږلو سره وايي، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون زندانيان په داسې وضعيت کې دي چې بدبوی او ککړ چاپېريال يې روغتيا ته زيان رسولی دی.

د هغوی په وینا د پاکستان په زندانونو کې روغتیايي ټکو ته پاملرنه نه کيږي.

په پاکستان کې د افغان بندیان خپلوان وايي، د بندیانو د دوسیو د څېړلو او د ستونزو د اورېدو څوک نشته او واسطه، پیسې او زور لومړۍ خبره کوي.

د هغوی په وينا،د پاکستان دولتي ادارې په ځانګړې توګه د دغه هېواد محکمې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت مکتوبونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او نه ان لولي يی هم نه.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي د پاکستان لومړي وزیر ته د یوه لیک په لېږلو سره، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

ورته لیکنې

Back to top button