د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې له ایران سره تر دې ډېر کړکېچ د واشنګټن او اسراییل په ګټه نه دی.
بلېنکن سهشنبه د اپریل پر ۱۶مه یو شمېر یهودي – امریکايي مشرانو ته ویلي چې هېڅکله هم اسراییل ته نه وايي چې څه وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د بایډن ادارې یوازې اسراییلو ته سپارښتنه کړې ده.
پر اسراییلو د ایران ډرون او توغندیز بریدونه له پراخو نړیوالو غندنو سره مخ شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنې بیا پر ایران د نورو بندیزونو له لګولو خبر ورکړی دی.
له دې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پر اسراییلو برید یو «تادیبي او محدود ګام» بللی و.