تېره ورځ په خپله خوښه له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو نېټه پای ته ورسېده. پاکستاني حکومت ویلي که دا کډوال په خپله خوښه له دغه هېواده د روان میلادي کال د اپریل له ۱۵مې وروسته ونه وځي، په زور به وشړل شي. د پاکستاني حکومت د اعلان له مخې، په دغه هېواد کې مېشت شاوخوا یو میلیون کسان چې د اېسيسي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، وېستل کېږي. ورته مهال، زرګونه کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یې دغه هېواد ته پناه وړې، اندېښمن دي او وايي که په زور وویستل شي، ښايي د طالبانو له غچاخیستنې سره مخ شي. پر دې سربېره، زرګونه افغان کډوال چې په پاکستان کې پر زدهکړو بوخت دي، له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
څه موده وړاندې د پاکستان نوي حکومت اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل له ۱۵مې وروسته د کډوالو د شړلو دویمه لړۍ پېلوي. د دغه بهیر لومړی هغه یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ پېل او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې یې دوام وکړ. په دې بهیر کې شاوخوا ۵۲۰ زره افغان کډوال وویستل شول.
پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند رفعت خان له قوله راپور ورکړی چې د کډوالو د ايستلو پرېکړه وروستی شوې ده او د دغه هېواد پولیس به د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو وروسته په جبري توګه د کډوالو د شړلو لړۍ پېل کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «د ویستلو لپاره ټولې چارې وروستۍ شوې دي چې په دې کې په خپله خوښه وتل او دغه راز د بې اسناده کډوالو شړل راځي.»
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون رسنۍ راپور ورکړی چې دوه ځایونه یو یې په پېښور او بل یې په «لنډي کوتل» کې د کارت لرونکو افغان کډوالو راټولولو او لېږد ته تیار شوي دي او دغه راز، د بېرته ستندېدونکو د تګراتګ، مېشتېدو او خوړو بندوبست هم پکې شوی دی.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قېصر اپريدي ویلي: «داسې چې موږ د قوانینو د پلي کولو لپاره د پاکستان حاکمیت درک کوو، له دغه دولته مو غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه حالت ته پام وکړي او موږ لا هم له پاکستاني دولت سره د افغان کډوالو پرمخ پرتو ننګونو ته د رسېدنې لپاره پر مذاکرې او خبرو اترو بوخت یو.»
د پاکستاني دولت له دغه اعلان وروسته، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو وېره ډېره شوې ده. هغوی د دغه هېواد د پولیسو له خوا جبري ستنولو ته اندېښمن دي. دا کډوال وايي چې له دغه اعلان وروسته به پاکستاني پولیسو ته د باج اخیستلو او ناسم چلند پلمه برابره شي.
په کوټه کې مېشت یو افغان کډوال ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې له دغه ښاره په جبري توګه د کډوالو د شړلو بهیر پېل شوی دی. نوموړی زیاتوي: «له څلورو میاشتو راهیسې پاکستاني پولیس په شخصي جامو کې کور په کور ګرځېدل او د کورونو په دروازو یې نښې لګولې. تر اوسه کورونو ته دننه شوي نه دي، خو په بازار کې مې لیدل چې د پولیسو موټر ډېر و او خلک یې درول او بایومټریک کول یې. موټرونو ته یې خلک پورته کول او نه پوهېږم چېرته یې وړل.»
علاوالدین (مستعار نوم) یو خبریال دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پاکستان ته تللی، ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې په دغه هېواد کې د کډوالو لپاره ژوند ډېر تنګ شوی او په وینا یې، هره شېبه د جبري شړلو له وېرې سره مخ دي. دا جلاوطنه خبریال زیاتوي: «بده یې دا ده چې وچ او لامده دواړه سوځي. دا چاره له کډوالو څخه پولیسو ته د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد لار هواروي. لومړی وار چې د کډوالو جبري شړل پېل شول، خلکو خپل ټول شته پولیسو ته ورکړل څو د شړلو له شره خلاص شي؛ خو دا هم کوم درد نه دوا کوي. د کډوالو له بېوسۍ یې د شیدو غوا جوړه کړې ده. هر وخت چې بې خرڅه شي، د کډوالو کورونو تلاشي کوي.»
مژده (مستعار نوم) په پاکستان کې مېشته معترضه نجلۍ ده. هغه وايي چې د شاوخوا یو میلیون کډوالو د شړلو له اعلان وروسته یې حالت ناوړه شوی دی. نوموړې ټينګار کوي چې که دا کسان په جبري ډول وشړل شي، ښايي یو شمېر یې طالبان ونیسي. دا معترضه نجلۍ وايي: «له کومې ورځې چې د جبري شړلو اعلان وشو، له وېرې مو یوه ورځ هم په سم ډول ډوډۍ له ستونې نه ده تېره شوې. شپه او ورځ له وېرې رېږدو. وېره او رواني فشار مو ډېر شوی. نه د بېرته تګ لار لرو، نه د مخته تګ. حېران پاتې یو چې څه وکړو او که وشړل شو له کوم تیاره او تریخ برخلیک سره به مخ شو.»
بل پلوه، د پخواني حکومت یو شمېر پوځيان چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې پاکستان ته تللي وايي چې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او که پاملرنه ورته ونه شي، ښايي طالبان یې ونیسي. یو پخوانی پوځي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي چې حالت یې دومره ناوړه دی چې په خبره یې، تمرکز یې له لاسه ورکړی دی. نوموړی زیاتوي: «څه ووایم؟ دوه کاله مې په داسې حالت کې ژوند کړی چې ویل یې راته ستونزمن دي. ماشومان مې ښوونځي ته نه شي تللی او خپله ازاد تګراتګ نه شم کولی. پیسې نه لرم او اقتصادي حالت مې ناوړه دی. اوس وېرېږم چې هسې نه وشړل شم. که وشړل شوم، په همدې تورخم کې مې نیسي، کابل ته د تګ لپاره اړتیا نه شته.»
دا کډوال داسې مهال د پاکستاني دولت له دغه اعلانه اندېښمن دي چې یو شمېر کورنۍ وايي، ماشومانو یې د پولیسو له وېرې ترهېدلي دي. یوه کورنۍ چې په اسلاماباد کې ژوند کوي، ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «لور مې هره شېبه پوښتنه کوي چې پلاره پولیس راځي؟ ویزه لرو؟ اوس نو تاسې فکر وکړئ چې یوه درې کلنه نجلۍ هم له ویزې او پولیسه اندېښمنه ده.»
اخوا، په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان بیا د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده. دوی وايي، هغه کسان چې د طالبانو له وېرې له هېواده تښتېدلي، اوس د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي. د هغوی په خبره، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو جبري شړل یو داسې چاپېریال ته چې د بنسټیزو بشري حقونو لکه تعلیم، کار او تګراتګ ازادي پکې نه شته، په ښکاره له بشري اصولو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
رسنیو راپور ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، سلګونه زرو کسانو پاکستان ته پناه وړې ده. د دولت له پرځېدو شاوخوا درې کاله وروسته، ډېری کسان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او دغه راز ۲۰ زره افغانان بیا د امریکا بشردوستانه ویزو ته په تمه دي.
طالبان د خبریالانو، مدني او د بشري حقونو فعالانو په نښه کولو سربېره، د هغوی کسانو په لټه هم دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره کار کړی دی.
امریکا د تېر کال په نومبر کې د P1 او P2 قضیو لرونکو ته د ملاتړ لیکونه استولي و؛ خو پاکستاني پولیس بیا دغو لیکونو ته ارزښت نه ورکوي او لرونکي یې افغانستان ته شړل شوي دي. دغه راز، د لوېديځو هېوادونو سفارتونو، د کډوالو چارو ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره د هغو کډوالو د شړلو د مخنيوي په موخه چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، هراړخيزې خبرې اترې کړې دي؛ خو تر اوسه یې څرګنده پاېله ورکړې نه ده.
د یادونې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې پاکستاني دولت له تېر افغان حکومت سره په همکارۍ کډوالو ته ACC یا د افغان وګړو کارټ په نوم اسناد ورکړل. دا کارټونه پر هغو کسانو چې نه یې شوای کولای، POR کارټونه ترلاسه کړي، وېشل شوې و.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په پاکستان کې شاوخوا ۸۴۰ زره افغان کډوالو اېسيسي کارټونه ترلاسه کړي و.