هندي سبک، یو سرسري نظر
«میان اهل سخن امتیاز من صائب، همین بس است که با «طرز» آشنا شده ام» صائب اصفهانی پر سبکونو د پوهېدو لپاره اړینه ده، چې هم د سبک پر ذاتي یا ساختماني جوړښت وپوهېږو او هم پر هغو عواملو چې د یو سبک د را منځته کېدو سبب کېږي. سیاسي، اقتصادي، ذوقي، او ټولنیز حالات د ادبي او هنري سبکونو...