خبرونه

امریکا: غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د بندر د جوړونې کار پای ته ورسېد

امریکا: غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د بندر د جوړونې کار پای ته ورسېد

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د غزې خلکو ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یې د بندر جوړونې کار بشپړ کړی دی. پنټاګون سې‌شنبه د مې پر ۷مه د یوې بیانیې په خپرېدو سره ویلي چې د خرابې هوا له کبله په اوسني وضعیت کې د دغه بندر چې له دوو برخو جوړ شوی، لېږدول خوندي...

طالبانو په بدخشان کې څلور کسان په دُرو ووهل

۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بدخشان کې یې څلور نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. نوموړي بنسټ سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د «الکولي مشروباتو او ټابلیټ کا» په پلور تورن و او یو کس یې په یو کال بند هم محکوم شوی...

په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې په پاېله کې پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي

۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان کړي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې دا پېښه سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه د ماسپښين شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده. د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې د شهربزرګ ولسوالۍ...

ایران پر رفح د اسراییل برید غندلی

ایران پر رفح د اسراییل برید غندلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د غزې تراړې په لویدیځ کې د رفح پر سرحدي سیمې د اسراییل بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. کنعاني سه‌شنبه د مې پر ۷مه ویلي چې د ټولو نړیوالو خبرداریو او نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سربېره، پر دې سیمې د اسراییل برید د دغه هېواد د «خروړوالي» ښکارندويي کوي....

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت «په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» له پرانېستلو خبر ورکړی دی. نوموړي وزارت سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستنه د دواړو لوریو ترمنځ...

اسرائیل له غزې خپل یو شمېر ځواکونه باسي

وال‌سټریټ ژورنال: امریکا پر اسرائیل د وسلو پلور ځنډولی

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې په وروستیو میاشتو کې پر اسرائیل د زرګونو وسلو او مهماتو پلور ځنډولی دی. په دغه راپور کې چې دوشنبه د مې پر ۶مه خپور شوی راغلي، واشنګټن دا کار د دې لپاره کړی چې پر رفح د اسرائیل د برید مخه ونیسي. هاخوا د اروپايي ټولنې د...

په روزګان، هرات او هلمند کې ورښتونو، سېلابونو او توپانونو ۱۰ کسان مړه کړي

اوچا: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې وروستیو سېلابونو په هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره ځمکه ویجاړه کړې ده. اوچا دوشنبه د غويي پر ۱۷مه شپه مهال په یو راپور کې لیکلي چې دا کرنیزې ځمکې د هېواد په ختیځ او سویل ختیځ کې ویجاړې شوې دي. د ملګرو ملتونو د...

په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې

په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې

۸صبح، کندهار: په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده. د سرچینو په خبره، دا نجونې د اوبو له یو بنده د...

ملګري ملتونه: ډېری افغانان د ځان لپاره د خوړو او استوګنې په برابرولو کې بې‌وسه دي

ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په خپله اېکس‌پاڼه کې ليکلي دي. د نوموړي بنسټ په خبره، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او...

نیویارک ټایمز: داعش په افغانستان کې پر یو شمېر سفارتونو د بریدونو ګواښ کړی

اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي. دغې شبکې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه لیکلي چې...