د ښوونیز نصاب بدلېدل، هغه څه چې طالبانو په عمل کې ترسره کړي

کله چې طالبان پر هېواد واکمن شول، خلک له دې یوې لویې پوښتنې سره مخ شول چې :« د پوهنې ، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو راتلونکی به څه وي؟» دا پوښتنه ځکه رامنځته شوه چې طالبان د عصري زده کړو د مخالفت مخینه لري او په څرګنده توګه د نجونو او ښځو د زده کړو مخالف دي. که څه هم طالبانو په وینا کې دې پوښتنې او د خلکو اندېښنو ته څرګند ځواب نه دی ورکړی، خو په عمل کې یې داسې اقدامات تر سره کړي چې ټولنیزې نهیلۍ ته یې لمن وهلې ده. لومړی ګام دا و چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه ونیسي. له هغې وروسته یې، د ښځینه زده کوونکو او محصلانو پر جامو محدودیت ولګاوه، د دې تر څنګ یې ښځينه ښوونکي له داسې شرایطو سره مخ کړې چې د خپلې دندې پرېښودو ته اړې شي، لکه له غزني ښاره لېرېو پرتو سیمو ته په داسې حال کې د ښځینه ښوونکو تبدېدلول چې د لارې د لېرېوالي، نا امنۍ، د شرعي محرم د لرلو د مکلفیت او د ښوونکو د معاش د کموالي له امله یې خپلې دندې پرېښې دي. طالبانو دغه راز د جنسیت پر بنسټ د پوهنتونونو ټولګي وېشلي دي او په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو ترمنځ « شرعي پرده» ځړول شوې ده. په دې لړ کې یې د پوهنتونونو درسي ساعتونه زیات کړي او ورځې یې پر ښخینه وو او نارینه وو وېشي دي.
له بلې خوا يې د ښوونځيو او پوهنتونونو د استادانو پرځای د ملايانو د ګومارلو جدي هڅې کړې دي. بله مهمه مسأله د ښوونځیو او پوهنتونونو د نصاب بدلول دي. طالبانو په پوهنتونونو کې له شریعت نه د خپلې انګېرې پر بنسټ، اساسي مضومونونه کم کړي او پرځای یې د اسلامي ثقافت د مضمون د کرېډټو شمېر زیات کړی دی. اوس ۸صبح ورځپاڼې د طالبانو د «ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د کمېټې» د ملاحظو په تړاو یو راپور ترلاسه کړی، چې ښيي دې کمېټې په تېرو دوو کلونو کې د ښوونیز نظام، په ځانګړې توګه د ښوونځيو د نصاب د بدلون لپاره طرحه جوړه کړې ده. د ښوونځيو په درسي کتابونو کې یې ډېر څه مشخص کړي څو له ښوونیز نظامه ځینې مسایل لېرې او ځیني پکې زیات شي . په دغه رپوټ کې د همدې سند له مخې هڅه شوې چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د طالبانو فعالیت ته کتنه وشي، څو څرګنده شي، چې دغې ډلې تر اوسه د زده کړو په برخه کې کوم اقدامات کړي او تر کومه بریده یې خپله طرحه عملې کړې ده.
له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز
کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، طالبان پر کابل واکمن شول، هر څه په عملي توګه له کاره ولوېدل او بند شول. د ورځني ژوند څرخ ودرېد، دولتي ادارې وتړل شوې او عامه خدمتونه ودرېدل. طالبانو ډېر ژر دولتي ادارې د خپلې ډلې د چارواکو ترمنځ ووېشلې او د دغو ادارو دروازې يې پرانېستې. په دې لړ کې د ښوونځیو د برخلیک په تړاو معلومات نه وو. څه موده وروسته، د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۷مه، یې اعلان وکړ،چې نارینه زده کونکي او نارینه ښوونکي دې ښوونځيو ته راشي. په دې اعلامیه کې د نجونو د زده کړې د مسألې په هکله څه نه وو ویل شوي. له دې وروسته د کندز، بلخ او هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نجونې هم ښوونځیو ته تللې. بالاخره په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول. طالبانو له دغې مودې راهیسې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلې دي.
دغې ډلې په دې تړاو بېلابېل او کله ناکله متضاد توجیهات وړاندې کړي دي. د دې ډلې وياند، ذبيح الله مجاهد وايي، طالبان د نجونو له زده کړو سره مخالف نه دي، خو پر ځينو مسايلو لکه د جلا ټولګيو پرجوړېدو او د ښځينه زده کوونکو د جامو پرڅرنګوالي بايد غور وشي. دا څرګندونې هغو خبرو ته ورته دي، چې طالبانو په خپلې لومړۍ دوره کې د ښځو د زده کړو په تړاو کړې وې. له هغه وروسته دوی «د افغانسنان کلتور» د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ وګاڼه، چې دا خبره په ټول هېواد کې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه. يو ځل يې وويل چې ديني عالمان بايد په دې هکله پرېکړه وکړي او يو ځل يې هم د یوبل پر وړندې پر دې خبرې وکړې چې زده کړه مباح ده او که فرض.
طالبانو تېر کال اعلان وکړ، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې به د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي او پر دې بنسټ، ټاکل شوې وه، چې د ۱۴۰۱ کال د وري پر دریمه له شپږم ټولګي پورته نجونې ټولګیو ته ولاړې شي. خو په هغې ورځ هغه نجونې، چې له اوو میاشتو راهیسې له زده کړو بې برخې وې، په خورا لېوالتیا سره ښوونځيو ته ولاړې، خو له تړلو دروازو سره مخ شوې. طالبانو هغوی ته اجازه ورنه کړه چې ښوونځیو ته دننه شي او ویې ویل، چې د هغوی برخلیک لانه دی څرګند شوی. د طالبانو د پوهنې وزارت وویل چې دا ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلي وي او پرانېستل یې هم له «افغاني دود» او « اسلامي شریعت» سره د سمې زمینې په برابرېدو پورې مشروط دي. تر هغې وروسته، د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې رسنیو په پکتیا ولایت کې د خلکو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو خبرخپور کړ. دا خبر په دغه ولایت کې د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستو څو ورځې وروسته خپور شو. د دې خبر له خپرېدو وروسته، طالبانو یو ځل بیا د دغو ښوونځیو دروازې وتړلې. تر دې مهاله له کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره، طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کوم مهال وېش نه دی ټاکلی او دا هم څرګنده نه ده چې د دغې ډلې بله خبرتیا «امرثاني» به کله صادریږي.
د طالبانو «د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمېټې» راپور په دوو برخو وېشل شوی، چې لومړۍ برخه یې په ۲۶ بندونوکې عمومي راپور دی. په ۲۳ بند کې یې د ښځو د زده کړو په برخه کې د ښوونځیو د کتابونو پر لید لوري نیوکه کړې او ویلي یې دي چې:« په نصاب کې د ښځو د زده کړې موضوع هم د تبلیغاتو په بڼه کارول شوې ده او په دې برخه کې پر یو شمېر احادیثو هم استناد شوی چې ګواکې ښځې د زده کړې مطلق حق لري او ورته د هېڅ ډول شرایطو او محدودیتونو یادونه نه ده شوې.» د دغه بند په لړ کې راغلي، چې ښوونکي باید زده کوونکو ته د ښځو لپاره د روا زده کړو د ډول په تړاو معلومات ورکړي. په عمل کې، یو شمیر طالبان د ښځو زده کړه مباح ګڼي او ځيني نوریې فرض ګڼي، خو هیڅوک یې د حق په توګه نه پیژني. خو کابل ته د دې ډلې د راتلو له ورځې راهیسې له شپږم ټولګي د پورته نحونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي او د انجینرۍ، زراعت، اقتصاد، ژورنالیزم او وټرنرۍ په ګډون ځینې څانګې د کانکور په ازموینه کې د نجونو د غوراوي له پاڼې اېستل شوي دي. دغه راز د ۸صبح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، طالبان له ۱۵ میاشتو سلا مشورو وروسته، دې پایلې ته رسېدلي، چې له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځی به د تل لپاره تړلي وي. له بلې خوا، د یو جلا رپوټ له مخې، طالبانو پریکړه کړې چې د روان سمسټر له پای ته رسیدو وروسته، ښځینه محصلانو ته هم د زده کړو اجازه ورنه کړي. د طالبانو د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې په یوه عجیب اقدام کې اعلان کړی دی، چې د دولسم ټولګي نجونې دې ان له یوې ورځې زده کړو پرته، په یوه ورځ د ښوونځي د ټولو ۱۴ مضمونونو ازموینه ورکړي.
حجاب
د ښځو جامې هغه مورد دی چې طالبانو پر هېواد د خپلې واکمنۍ په لومړۍ او دویمه دوره کې پرې سخت محدودیتونه ولګول. دا ځل یې کابل ته له ننوتو سره سم، په بیلابیلو برخو کې ښځې د جامو له امله له امله له پوښنتنو او ګروېږنو سره مخ کړي دي او هېوادوالو د هغو ښځو پر وړاندې د دې ډلې د ځواکونو د ناوړه چلند خبر ورکړی چې د طالبانو د خوښې وړحجاب یې نه درلود. بل خوا، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۱۷مه، اعلان وکړ چې پربالغو ښځو حجاب اغوستل جبري دي. د دغه وزارت له لوري د حجاب د شوي تعریف له مخې د «چادري» په سر کول جبري شول. دغه وزارت تر نیوکو وروسته لږ په شا شو او ویاند یې وویل چې «ښځې پړونی هم په سرکولای شي» خو بیا یې هم ټینګار وکړ، چې د چادرۍ/برقع اغوستل غوره دي. په دغه فرمان کې طالبانو د تور حجاب اغوستل هم په دې شرط منلي چې چسپ او تنګ نه وي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید له نارینه وو سره د مخامخ کیدو پر مهال له سترګو پرته خپل ټول بدن پټ کړي. هغوی دغه حجاب د هغو ښځو لپاره هم جبري کړی چې په دولتي ادارو کې کار کوي او د نه پاملرنې په تړاو یې خبرداری ورکړی دی. د هغو ښځینه کارکونکو لپاره ټاکل شوې سزا چې د طالبانو له لوري اعلان شوي حجاب ته پام ونه کړي، منکف کېدل او ګوښه کېدل دي او د پاتې ښځو سزا د هغوی د کورنۍ د سرپرست یا مشر احضارول او وروسته د دریو ورځو لپاره زنداني کول دي. د طالبانو ډلې د ښځو د جامود ازادوالی او تنګوالی او رنګ هم غوره کړی او پر ښځو او نجونو یې تحمیل کړی دی. د جامو رنګ باید تور وي او اندازه یې اوږده، ازاده او پراخه وي.
د هیواد په ټولو برخو کې نارینه او ښځینه زده کوونکو د زده کړې د حق د ساتلو په پار خپلې جامې د طالبانو له خوښې او ذوق سره سمې کړې. بلخوا، مقاومت هم وشو؛ د بېلګې په توګه، د اجباري حجاب د فرمان له صادرېدو درې ورځې وروسته، د غويي پر ۲۰مه، په کابل کې ښځې واټونو ته راووتې او د دغه فرمان پر وړاندې يې اعتراض وکړ. هغوی د « افغان ښځې د طالبانو په یرغمل کې»، «د ښځو مخالفت برنامه ده، جامې بهانه ده» او «عدالت، عدالت، له اسارته ستړې یو، مرګ پر جهالت» د شعارونو په ورکولو سره د طالبانو له لوري د اجباري حجاب د لېرې کېدو او د ښځو پروړاندې د تبعیض د له منځه تلو غوښتنه وکړه . سبا (د غويي پر ۲۱مه) یوه ډله ښځې یو ځل بیا د کابل واټونو ته راووتلې او دا ځل یې د «عدالت، عدالت، چادري زموږ حجاب نه دی» شعار له ځان سره لېږداوه. دغه اعتراضونه هم لکه نور لاریونونه د طالبانو له خوا وځپل شول. له هغې وروسته د ښځو کوچنیو ډلو په سرپټو ځایونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.
د دغه فرمان تطبیق د طالبانو محستبانو او ښځینه محصلانو ته سرخوږی لرلی دی. طالبان د خپلې خوښې وړ حجاب د پلي کېدو لپاره هره ورځ خپل محتسبان د پوهنونونو دروازو ته لېږي، څو د ښځینه محصلانو د جامو څرنګوالی وګوري او پوهنتون ته د هغو نجونو د ننوتو مخه ونیسي چې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب ته پام نه کوي. د طالبانو محستبان قمچنینه په لاس دغه ماموریت ته راځي. په دې لړ کې یې څو ځلي نجونو ته د حجاب د څرنګوالي په تېره بیا ( له تور حجاب پرته) نورو جامو له امله پوهنتون ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده. د دغو پېښو خبر په کابل پوهنتون، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، د بامیان پوهنتون او د بدخشان پوهنتون کې ورکړل شوی دی.
د غويي پر ۲۸ممه، طالبانو هغو نجونو ته چې رنګه پړوني یې لرل، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ته د تګ اجازه ورنه کړه. د وږي پر ۶مه، له بدخشانه خبر ورکړل شو، چې هغو نجونو ته یې هم د بدخشان پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنه کړه، چې تور ټيکری او تورې اوږدې جامې یې اغوستې وې او ماسک یې تړلی و او هغوی ته یې وویل چې باید نقاب وتړي. نجونو هلته د اعتراض په ډول تړلې دروازه ټکوله خو د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې، په خپرو شویو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې یو طالب هغه نجونې چې پوهنتون ته د ننوتو هڅه کوي، په قمچینه وهي. تر هغې وروسته په بدخشان کې ښځینه محصلانو وویل، چې ان په لیلیه کې هم د طالبانو له لوري ګواښل شوې دي. د وږي پر ۱۳مه، بیا د بامیان له پوهنتونه خبر ورکړل شو، چې د طالبانو د امربالمعروف کسانو د دې ډلې له لوري دغه پوهنتون ته له نوي ګمارل شوي رییس سالم فیضي سره په همغږۍ د جامو د څرنګوالي له امله پوهنتون ته د نجونو د ننوتو مخه نیولې ده. یوې نجلۍ دوچه ویله ته ویلي چې هغو نجونو هم پوهنتون ته د تګ اجازه ترلاسه نه کړه چې پتلون یې اغوستی و او کرمیچ یې په پښو وو.
له ښځینه محصلانو سره د طالبان چلند ډير ناوړه او غیر اخلاقي بلل شوی دی. د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنتون یوې محصلې د پوهنتون د وضعیت په تړاو خپله کیسه د ۸ صبح ورځپاڼې له لارې خپره کړه. د هغې په وینا، هغه ښځې چې د طالبانو له لوري د حجاب د کتلو مسوولیت لري، ډير تاوتریخجن، ناوړه او غیر انساني چلند کوي. بل خوا، د «رخشانه» رسنۍ د لړم پر ۲۵مه، یو رپوټ خپور کړ، چې د طالبانو محتسبان د انګلیسي ژبې یوه کورس ته تللي او نجونې ته یې ویلي، چې خپلې لمنې پورته کړي، چې وګوري تر لمنې لاندې یې پتلون نه وي اغوستي.د سپوږمۍ په نوم یوې نجلۍ «رخشانه» ته ویلي دي:« طالبان کورس ته راغلي وو، په ډير تاوتریخوالي سره یې نجونو ته وویل چې خپلې لمنې پورته کړئ چې وګورو تر لمنو لاندې مو کوبای او جسپ پتلون نه وي اغوستی، موږ ټولو ټکان خوړلی و.» سپوږمۍ تر هغې وروسته نور د انګلیسي ژبې کورس ته نه ولاړه.
د کابل په لوېديځ کې د يوه خصوصي ښوونځي مسوول حسام رونقي (مستعار نوم ) ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو د څېړنيزو پلاوو چلند ډېر تاوتریخجن او نامناسب دى. هغه وویل، چې تر اوسه پورې د طالبانود امربالمعروف او نهي عن المنکر او پوهنې وزارت پلاوي درې ځلې د دوى ښوونځي ته ورغلي او په وروستي ځل يې تر ټولو ناوړه چلند کړى دى. هغه د جامو په تړاو د طالبانو د سپارښتنو په هکله وويل: «د طالبانو محتسبانو وویل چې موږ هم په جامو اوهم په صورت او هم په علم او فکر کې یوه بېلګه یو. زده کونکي باید وهڅول شي چې همداسې وي.» خو رونقي زیاته کړه، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو د دې ډلې د پوهنې وزارت تر پلاوي ښه چلند درلود.
د کابل د شکردرې ولسوالۍ یوې ښوونکې کلثوم استاني (مستعار نو) ۸صبح ته وویل، طالبانو په ځلونو ښوونځیو ته د رسمی مکتوبونو په استولو سره د نارینه او ښځینه ښوونکو او زده کوونکو پر جامو سخت محدودیتونه لګولي دي.هغې وويل: «د پوهنې له وزارته مکتوبونه راغلي چې زده کوونکي دې لونګۍ يا خولۍ په سرکړي « افغاني» جامې دې واغوندي او له بلوز، پتلانه او یخن قاقه دې استفاده نه کوي.» مېرمن استاني زیاته کړه، چې ان په حضوري توګه هم د طالبانو کسانو د ښځینه استادانو د جامو پر لنډوالي یا رنګ نیوکه کړې ده او نارینه استادانو ته یې د لونګۍ یا خولۍ لارښوونه کړې ده. د دغې ښوونکې په وینا، د طالبانو د خوښې وړ جامو ته د نه پاملرنې په صورت کې به له تبدیلۍ، معاش نه ورکول کېدو او یا منفک کېدو سره مخ شي.
طالبان له دریشۍ او نیکټايۍ سره مخالف دي او غیر اسلامي یې بولي. دغې ډلې تېرکال کابل ته له راننوتو راهیسې یو شمېر هغه نارینه چې پتلون او دریشي یې اغوستې، وهلې ډبولي دي او سږکال یې دوه ځلي په غزني کې د یوه پوهنتون او انېسټېټیوټ استادان د دریشۍ د اغوستو او د نیکټایي د تړلو له امله ونیول. د دې ډلې د ښوونې او وروزنې او لوړو زده کړوو د کمېټې په راپور کې د اووم ټولګي د ریاضي په تړاو ملاحظو کې راغلي دي.« په ۵۱ مخ کې د نیکټایي لرونکي کس عکس دی، چې ماشومان ته د نیکټایي مفکوره ورکوي باید دا عکس لېرې او زده کوونکو ته د نیکټایۍ اوتصویرونو بدګڼې بیان شي.»
د کابل ښار د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکي بهزاد (مستعار نوم) ۸صبح ته وويل، چې د جمهوريت پر مهال د دوى په يونيفورم کې دریشي او نیکټایي شامله وه، خو اوس يې له طالبانو نه د وېرې له امله نيکټایي لېرې کړې ده. هغه وويل، کله چې طالبان ښوونځيو ته راځي، هغوی د دې ډلې له خوښې سره سم خپله ظاهري بڼه بدلوي. هغه زیاته کړه: «څو ځلي دوی په مستقیم او غیر مستقیم ډول ټینګار کړی چې موږ باید افغاني جامې چې د افغاني کلتورسمبول دي واغوندو – د هغوی موخه کمېس او پرتوګ دی – خو تراوسه یې له موږ سره جدي چلند نه دی کړی.» هغه وايي چې د دوی په ښوونځي کې ښځينه ښوونکې هم د طالبانو د خوښې جامې اغوندي او د نيوکې لپاره يې هيڅ دليل نه دی پرېښي.
د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د ښوونځي یوه زده کوونکي ۸صبح ته وویل، چې طالبانو ورته ویلي چې شنې جامې واغوندي او سپینې خولۍ په سر کړي. هغه له ما وغوښتل چې په رپوټ کې یې نوم یاد نه کړم.
پر پوځي مرکزونو د ښوونځيو بدلیدل
د هېواد په ځینو برخو کې طالبانو ښوونځي او کتابتونونه په پوځي مرکزونو بدل کړي او هلته یې خپل جنګیالي ځای پر ځای کړي دي. د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۳۰مه ۸صبح ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د یوه معتبر نړیوال څېړنیز سازمان د موندنو پر بنسټ په تېر کال کې طالبانو په پنجشیر کې ۳۲ ښوونځي په پوځي مرکزونو بدل کړي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، چې ۸صبح یې له نوم اخیستو ډډه کړې، طالبان له درسي ټولګیو د وسلو د زېرمه کولو، لیلیې او پخلنځي په توګه کار اخلي. دغه راز يوې ښځينه زده کوونکې هم رسنيو ته د يوې ويډيو په لېږلو سره ادعا کړې چې د هغې د ويډيو د ثبتولو پر مهال طالبان د پنجشېر په بي بي امنه لېسه کې دېره دي او د ښوونځي له څوکیو نه د سون د لرګيو په توګه کار اخلي . تېر کال په جدي میاشت کې هم خبر ورکړل شوی و، چې طالبانو د پنجشیر پوهنتون سوځولی دی. د دغه پوهنتون د سوځول شویو څوکیو انځورونه خپاره شول.
له ښوونځیو نه د پوځي مرکزونو جوړول یوازې د پنجشیر په جغرافیه پورې محدود نه دي. له نورو سیمو هم په بېلابېلو وختونو کې ورته راپورونه خپاره شوي دي. د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۳مه نېټه ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې طالبانو د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته د مولوي مهدي د احتمالي بريد د مخنيوي په موخه زيات پوځي ځواکونه لېږلي دي. دغو سرچینو وویل، چې طالبانو جوماتونه، د خلکو شخصي کورونه، تکیه خانې ، کلینیکونه او ښوونځي په پوځي مرکزونو بدل کړي دي.
د ۱۴۰۱ کال د لړم پر دریمه د غزني له جاغوريو ولسوالۍ نه هم خبر ورکړل شو چې طالبانو د دې ولسوالۍ په «المیتو» کلي کې یو جومات او د «داوود» په کلي کې یو کتابتون په نظامي مرکز بدل کړی دی.
د اطلاعاتو پر خپراوي د محدودیت له امله ښايي په ټول هېواد کې داسې ډېرې پېښې شوې وې چې رسنۍ نه دي توانیدلي لاس رسی ورته پیدا کړي.
د ښوونیز نصاب اېډیولوژيک کول
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي اعلان وکړ، چې دغه ډلې د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بدلون په موخه یو ریاست جوړکړی دی، څو د ده په وینا، د تدریس په وخت او د مضامونونو په محتوا کې بدلون راولي. د دغه ریاست د کار پایله لا معلومه نه ده. له بلې خوا، د ۱۴۰۰ کال په منځنۍ موده کې، راپور ورکړل شو چې طالبانو د پوهنځیو د ځینو اساسي او اصلي مضومونونو په لېرې کولو سره د اسلامي ثقافت د کرېډېټو شمیر له اتو نه ۲۴ ته لوړ کړی دی. هغه مهال د پوهنتون یوه استاد د د افغانستان انټرنېشنال ټلویزیون ته وویل: «طالبان خپل ایډیالوژیکي نصاب، چې د وچوعقایدو په تکرار او تقلید ولاړ دی، د پوهنتون پر نصاب تحمیلوي.»
خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغې طرحې د نیمګړتیا له امله نه دی توانېدلی چې په پوهنتونونو کې د ثقافت د ۲۴ واحدونو تدریسي بهیر پلی کړي. د کابل پوهنتون يوه استاد چې نه يې غوښتل په رپوټ کې يې نوم واخيستل شي راته وويل: « دثقافت کرېډټونه زيات شوي، خو درس نه ورکوي. پر ځای یې په ځینو څانګو کې د تجوید درس ورکوي او همدارنګه د آیتونو د حفظ او د احادیثو د حذف درس ورکوي،ځکه چې ثقافت د هغومره کریډټو د درس ورکولو وړیتا نه لري.»
د پوهنتون د نصاب تر څنګ، طالبانو تل له رسنیو سره په خبرو او خپلو ویناوو کې او دغه له ښوونځيو نه د کتنې پر مهال د ښوونځیو د ښوونیز نصاب د بدلون خبره کړې ده. د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو کمېټې د راپور له مخې، چې ۸صبح ته رسېدلی، دغې کمېټې د دوه کلن کار په ترڅ کې له لومړي تر دوولسم ټولګیو پورې د ښوونځیو ډېری مضمونونه کرښه پر کرښه کتلي دي او ستونزې یې په ګوته کړې دي. دې کمیټې ډیرداسې څه مشخص کړي چې له نصابه باید لېرې او پر ځای یې نورمسایل په نصاب کې شامل کړای شي ، لکه د مشهورو غیر مسلمانو شخصیتونو پر ځای دې مسلمانو شخصیتونه معرفي شي او یا د جګړې او جهاد تعریف دې بدل شي. بل خوا یې تر اوسه پورې ښايي د وخت د کموالي او د مالي سرچینو د نشتوالي له امله د ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې ډير بدلونونه نه دي راوستي.
کله چې تېر کال طالبان واک ته ورسېدل، له ښوونیز نصابه یې د ځینو مضامینو لرې کول په کاري لومړیتوبونو کې وو. خو د کال په وروستیو کې یې خپله پریکړه بیرته واخیسته. د هرات د فارسي ولسوالۍ د يوه دولتي ښوونځي ښوونکي محمد رحيم (مستعار) ۸صبح ته وويل: « تېر کال چې کله په لومړي سره کې دوی راغلل، نو د مدني زده کړو، فرهنګ او د رسامۍ د هنر مضمونونه يې لرې کړل او ويې ويل، چې د دې پرځای تاسو باید د تفسیر او نورو دیني مضمونونو درس ورکړئ او د دغو (حذف شويو) مضمونونو ازموینه مه اخلئ خو د ازموينې پر مهال يې خپله پرېکړه بدله کړه. سږ کال نصاب د جمهوريت د وخت په څېر عملي کیږي.»
بهزاد هم وايي چې څو ځله د طالبانو پلاوي د دوی د خصوصي ښوونځي د کتنې پر مهال ویلي چې راتلونکی کال به ښوونیز نصاب بدل او «اسلامي» شي. هغه زیاتوي چې که طالبان پوښتنه هم کوي، نو اسلامي او شرعي وي. بهزاد وايي: «کله چې «طالبان» زموږ ټولګي ارزوي، هغه پوښتنې چې په ټولیزه توګه په اسلامي او دیني ډګر کې مطرح کیږي کوي. هڅه کوي چې استادان قانع کړي چې ښوونیزه تګلاره یې دیني- مذهبي تګلاره وي.
د ملایانو ګمارل او دیني ازموينه
یو هغه مورد چې تل د استادانو، زده کوونکو او محصلانو له لوري پرې نيوکې شوې دي، د مسلکي استادانو ګوښه کول او د هغوي پرځای د ملایاتو ګمارل دي. دغه ګمارنې هم د پوهنتونونو او ښوونځیو په اداري څانګو او هم د تدریس په برخو کې شوې دي. یو ځل د کابل پوهنتون یوه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه،چې پکې ليدل کېدل، په دغه پوهنتون کې د تدریس لپاره يو نوی ګمارل شوی ملا د ساده فارسي متن د لوستلو سواد نه لري.
پر طالبانو یو لګول شوی تور اداري فساد او قوم پالنه ده. طالبانو هڅه کړې چې په ټولو ښوونيزو مرکزونو کې ځینې قومونه حذف کړي، په دې لړ کې يې د باميان د پوهنې ریاست او د بامیان پوهنتون له مشرتابه نه هزاره وګړي په بشپړه توګه لیرې کړي دي. په داسې حال کې چې د دغه ولایت ډيری اوسيدونکي هزاره دي. د ۱۴۰۱ کال لړم په ۱۷ مه ۸صبح ورځپاڼې له بامیانه خبر ورکړ، چې د بامیان لپاره د طالبانو د پوهنې رئیس مولوي اسلام الدین عثماني د خپل ماموریت په څو میاشتو کې له دغه ریاسته هزاره وګړي لېرې کړي او پر ځای یې د خپل تره، خسر، د تره زوی، د ماما زوی، خوريي، کاکا خسر او ښي او نورو په ګډون خپل ۳۱ خپلوان استخدام کړي دي. له غور ولایته هم خبر ورکړل شوی چې طالبانو د غیر طالب مسسولانو د لیرې کولو په موخه د دغه ولایت د پوهنې په ریاست کې چاڼ پېل کړی دی.
د ۱۴۰۱ کال د ليندۍ په ۸مه، ۸صبح له غوره خبر ورکړ چې طالبانو په تېر کال کې د پوهنې ریاست شاوخوا اتیا سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل ځواکونه ګمارلي دي. د دغه راپور له مخې، له پسرلي راهیسې د دې ولایت د والي مولوي احمدشاه دین دوست او د طالبانو د پوهنې د مشر حفیظ الله محفوظ ۵۱ خپلوان د پوهنې په ریاست کې پر دندو ګومارل شوي دي. د سرچینو په وینا، د نویو ګومارل شویو کسانو لویه برخه ملایان دي، چې سخت مذهبي تمایل لري. له همدې امله په استخدام او منفکيو کې ، د زده کړو د ایډیالوژیک کولو ترڅنګ، فساد او خپلوي پالنه هم پراخه ده.
هغه ښوونکي چې د جمهوریت له سقوط وروسته استخدام شوي هم اکثره افراطي ملایان دي. د طالبانو د پوهنې وزارت په عملي توګه د پوښتنو او د کار موندنې د ازموینې د طریقې په بدلولو سره، ښوونځيو ته له ملا او طالب پرته د نورو د ورتګ مخه نيولې ده. له بلې خوا د تخار په ګډون په ځينو ځايونو کې زرګونو ملايانو ته د ازموينې په اخيستو سره د دولسم، څوارلسم او ليسانس سندونه ورکړل شوي، څو د مامورينو او ښوونکو په توګه وګمارل شي. کلثوم استاني ۸صبح ته وویل، د ښوونکو د استخدام لپاره په رقابتی ازموینه کې چې تېر کال د طالبانو له خوا پیل شوې وه، «د استخدام لومړی شرط دا و، چې له دیني څانګو او یا دیني مراجعو فارغ وي او یا هم له دیني مراجعو نه د اعتبار وړ اسناد ولري.» هغې زياته کړه چې دغه ازموينه په عربي ژبه واخيستل شوه او له همدې امله د هغو کسانو چې شرعيات يې نه وو لوستي او عربي ژبه يې زده نه وه، د درسي پوستونو د ترلاسه کولو مخه ونيول شوه. د آغلې استاني په وینا، طالبان هغه کسان استخداموی چې ملایان وي او له طالبانو سره اوږدې او پراخې اړیکې ولري.
د هرات د فارسۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم وويل، ډېرى نوي ګومارل شوي ښوونکي پخوا يا طالب وو او يا يې له طالبانو سره کار کاوه. هغه زياته کړه، چې په کلنۍ ارزونه کې طالب او د دې ډلې همکارانو ښوونکو لوړې نمرې واخيستې او ستاينليکونه يې ترلاسه کړل، خو د ده په وينا، وړ او په کار پوه استادان له پامه وغورځول شول. عبدالرحيم وويل: «هغه ښوونکى چې ډېر وړ و، خو طالب نه و او يا يې له طالبانو سره اړيکې نه درلودې، ٥٥ يا ٦٠ نمرې يې ترلاسه کړي، خو د ښوونځي هغه ښوونکي چې له يوه طالب سره يې اړيکې درلودې، ٨٥ يا ٩٠ نمرې يې ترلاسه کړې.»
د زابل ولايت د سيوري ولسوالۍ يوه زده کوونکي تاييد کړه چې يو ملا په هغه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه ګومارل شوى چې دی پکې زده کړې کوي. هغه وويل: «هو، زموږ په ښوونځي کې د ديني مضمونونو لپاره يو عالم ټاکل شوى دى.»
طالبان د نویو ښوونکو په ګمارلو کې پردې سربېره چې هڅه کوي چې هغه ملایان چې طالباني فکر لري جذب کړي، له شته استادانو یې د دیني ازموینو د اخیستلو لړۍ هم پیل کړې ده. دا پروسه د کابل په ځینو سیمو کې پلې شوې ده. ښوونکي وايي، دا یو پلان دی چې مسلکي ښوونکي لېرې کړي او د طالبانو پلوي ملایان وګوماري. رونقي وویل، «زما په نظر، دا بهیرونه د دې لپاره طرحه شوي چې د غير طالب ښوونکي لېرې کړي څو هغه طالبان او ملایان وګماري چې د هغوی ملاتړ کوي.»
یو شمېر نور ښوونکي دغه بهیر له سپکاوي ډک بولي. د کابل ښار د قلعه بختيار د لېسې یوه ښوونکي په دې وروستیو کې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبان له موږه د لمانځه او اوداسه ازموینه اخلي. دا د هغه استاد سپکاوی دی چې کلونه یې د افغانستان ماشومانو ته خدمت کړی دی.که موږ ازموینه ورنه کړو یا ناکامه شو، ممکن له دندې مو ګوښه کړي.»
رونقي وویل، چې طالبانو د یوه هندي لیکوال له خوا ليکل شوی یو دیني کتاب ښوونکو ته ورکړی چې ويې لولي او دیني ازموینې ته چمتو شي. د رونقي په وینا، دا کتاب د حنفي فقهې او دیوبندي عقیدې پربنسټ لیکل شوی او مسایل یې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه وړاندې شوي دي.
د دیني ازموینو یو شمیر پوښتنې د ښوونکو لخوا د تمسخر وړ او د هېوادوالو د خندا سوژه ګرځيدلي دي، لکه دا پوښتنه چې د حوزې د آمر نوم څه دی. په کابل ښار کې یوې بلې ښوونکې مهسا (مستعار نوم) په دې وروستیو کې ۸صبح ته وویل: «طالبان په دې پوښتنو کې سورې او د هغو مانا پوښتي. شپږ کلمې، د قنوت دعا، التحيات، د لمونځه او اودسه فرايض او دحوزې د آمر نوم، د ښوونځي د مدیر نوم، د پوهنې د وزیر نوم، او د ښار د پوهنې د رئیس نوم په دغو پوښتنو کې راځي.»