د مسکو په ناسته کې د سیمې د قدرتونو بندون

لیکنه: خ. خاکسار

د سیمې د مهمو قدرتونو په ګډون د مسکو ناسته، که له یوې خوا د «واقعیت په توګه» له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو د عادي کولو په لټه کې وه، له بلې خوا یې دا واقعیت روښانه کړ چې طالبان له بنسټیزو سیاسي بدلونونو او اصلاحاتو پرته، دې موخې ته نه شي رسېدای. په لومړي سر کې، روسیه د دې ناستې په ترسره کولو نه یوازې دا ښیي چې غواړي په سیمه ییزو مسایلو کې، له دې جملې د منځنۍ آسیا د امنیت په تړاو، ټاکونکی رول ولري، بلکې د امریکا پر ضد، دې کړکیچ ته ستونزې راولاړوونکې او نه حل کېدونکې، یوې حل لارې په لټه کې ده.

روسان د افغانستان کړکېچ د حل لپاره د سیمه ییزې تګلارې او د نه انکارېدونکي سیاسي او پوځي واقعیت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لیواله دي؛ په داسې حال کې چې امریکا دغو دوو مسلو دومره علاقه نلري. خو روسیه د چینایانو په ملاتړ، وتوانېده چې په دې ناسته کې د چين او هند په ګډون د سیمې ټول مهم هېوادونه، راټول کړي او له طالبانو سره د عادي اړیکو پر سر همغږي هم موجوده وه. په دې ناسته کې د نوي ډیلي ګډون، دا پیغام لري چې د افغانستان راتلونکی د سیمې د دولتونو لپاره، له طالبانو سره له سیاسي اختلافونو او ګټو مهم دی او دوی له هغه څه وېره لري چې ویني يې.

مسکو په تېرو څو اوونیو کې د شته وضعیت او په هېواد کې د کړکېچ د لرلید په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. روسیه تر هر څه مخکې په افغانستان کې د ترهګرو او جنجال جوړوونکو ډلو له فعالېدو زیاتېدو اندېښنه لري چې په آسانۍ د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ پېښولی شي. د تاجکستان او ازبکستان په شان د منځنۍ آسیا هېوادونو، پخوا د اسلام پالو په وړاندې خپل زیانمنیدل لېدلي دي.

روسیه او د سیمې نور هېوادونه په رسمي توګه د طالبانو لخوا د جنجال جوړونکو ډلو د فعالیت په کنټرولولو کې شک لري؛ هغه موضوع چې د طالبانو چارواکي یې ردوي. په داسې حال کې چې روسیې د داعش خطر په اړه خبرداری ورکوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د داعش خطر د رسنیو لخوا لوی ښودل بولي. په دې لړ کې، د سیمې هېوادونه داسې انګېري چې کورني کړکېچونه، د داعش په شان افراطي ډلو د ځواکمنېدو لپاره زمینه برابروي.

د سیمې هېوادونه داسې فکر کوي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې او د مشرعیت کړکېچ، په دې هېواد کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینې دي او طالبان یې په یوازې د لیرې کولو وس نلري. د افغانستان د دولت مشروعیت، د نړیوالې ټولنې له خوا منل کېدو ته اړتیا لري چې طالبانو په دې برخه کې ډېره هڅه نه ده کړې. کله چې د نجونو ښوونځي تړلي وي، د ښځو د کارکولو مخه نیول کېږي او سیاسي واکمني غلبې او انحصار له لارې ټاکل کېږ، د نړۍ هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره هيڅ دلیل نه ویني. داسې ښکاري چې طالبان امتیاز ورکولو ته لېوالتیا نلري او فکر کوي چې د افغانستان کورني کړکېچونه بسنه کوي چې لوېدیځ هېوادونه یې له وېرې، طالبانو ته د همکارۍ لاس اوږد کړي؛ هغه څه چې اوسمهال یې رامنځته کېدل ناشوني دي.

د سیمې هېوادونو په مسکو کې له طالبانو وغوښتل چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي ترڅو په افغانستان کې د دولت د مشروعیت موضوع تر یوه بریده حل کړي. خو د طالبانو ستونزه دا ده چې هغوی د ټول ګډونه حکومت بحث په اصولي توګه نه مني؛ ځکه ډیموکراسي د حکومت ټاکلو د طریقې په توګه د لوېدیځ د سیاسي بېلګې په توګه نه مني. له بلې خوا، له نورو سره د ایتلاف له لارې سیاسي مشارکت په خپله ګټه نه بولي. د هغوی په اند، سیاسي او جهادي مشران له اویایمې لمریزې لسیزې راهیسې د کابل د دولت پرخلاف ددغې ډلې د مخالفت اصلي لامل دی.

دا سیاسي بندون ددې لامل شوی چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په خپل حال پاتې شي. افغانستان په اوسني پړاو کې د نړیوالو بیړنو مرستو، پورونو، بهرنۍ پانګونې، سوداګریزې پراختیاو او د کاري زمینې برابرولو ته اړتیا لري چې د غیر مشروع او د نړۍ د منلو وړ دولت پرته، ناشونې ده. طالبان د سیاسي مشروعیت ستونزې په نه حل کولو سره، د اقتصادي کړکېچ د اواري مخه هم نیولې ده.

روسیه پوهېږي چې طالبان په اوسنۍ بڼه نه شي کولای وضعیت په خپله ګټه بدل کړي. د سیمې قدرتونو منلې چې له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې له یو لړ نړیوالو بنسټیزو اصولو پرته ناشونې ده؛ خو هغوی اوس په داسې موقعیت کې نه دي چې یوه ایډیولوژیکه ډله لکه طالبان تعامل، روغې او عمل ته اړ کړي؛ ځکه دا کار د هغوی ترمنځ داخلي سیاسي او ایډیولوژیک اختلافات زیاتوي. له همدې امله، طالبانو د مسکو په ناسته کې د سیمې هېوادونو د غوښتنو منلو ته هېڅ ژمنه نه ده کړې.

د سیمې ځواکونه د طالبانو واقعیت سره د یوې مخالفې ډلې په توګه ستونزه نلري؛ خو له دې ډلې سره د لوېدیځو هېوادونو له ملګرتیا پرته د افغانستان د کړکېچ له اواري سره مرسته نشي کولی. چین سره له دې په نړۍ کې لوی اقتصادي او پوځي ځواک دی، خو له محدودو بشر دوستانه مرستو پرته، له طالبانو سره مرستو ته حاضر ندي. دا ښيي چې چین غواړي په کمو مالي او تکنیکي لګښتونو سره په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي. په مقابل کې، هغوی له لوېدیځوالو تمه لري چې په خپلو اقتصادي مرستو سره په دې هېواد کې د اقتصادي او انساني ناورین مخه ونیسي چې له منطقي پلوه د درک وړ نده؛ ځکه د لویدیځوالو مرستې مشروطې دي او چینایان او روسان چې په تر ډېره د هېوادونو په کورنیو چارو کې په نه لاسوهنې باور لری، نه غواړي طالبانو ته له شرط پرته مالي او تخنیکي مرستې په واک کې ورکړي.

د مسکو ناستې توپ د طالبانو میدان ته اچولی، خو په عین حال کې د سیمې قدرتونه باید دا درک کړي چې دیپلوماتیکې هڅې یې د مسکو ناستې د پرېکړو په لړ کې ددغې غونډې د پایلو د عملي کولو لپاره وي.

د سیمې قدرتونه باید درک کړي چې طالبان غواړي د ډېر کم امتیاز او د ریښتینو بدلونونو او اصلاحاتو له منلو پرته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. له دې امله، که روسان او چینایان د افغانستان له راتلونکو اقتصادي او امنیتي کړکېچونو وېره لري، پر دغې ډلې دې زیات فشار راولي. د سیمې هېوادونه په اوسني وخت کې تر ډېره د بدلولو پر ځای ددغې ډلې د مساعد نظر د جلبولو په لټه کې دي.

ورته لیکنې

Back to top button