۸صبح، کابل: نړیوالو رسنیو د امریکا د پولیسو له قوله رپوټ ورکړی، یوه ځوان د نوي میلادي کال په شپه ددغه هېواد په نیویارک ښار کې درې د پولیسو افسران په چاقو سره ټپیان کړي دي.
سي ان ان د یکشنبې د مرغومي د ۱۱مې په راپور کې، د نیویارک د پولیسو چارواکو له قوله ددې پېښې عامل نولس کلن ځوان اعلان کړی چې په بند کې دی.
د نیویارک پولیسو ویلي چې ددغه ځوان د یادداشت کتابچې ارزونه په افغانستان کې له طالبانو سره د نوموړي د یو ځای ښودنه کوي. په دغه یادداشت کې لیکل شوي: «شهادت، شهادت»
د خپرو شویو مالوماتو له مخې، دغه ځوان د نوي کال په شپه په ټایمز میدان کې پر هغو درېیو پولیس افسرانو په چاقو سره برید وکړ چې د نوموړي د بکسونو په تلاشي کولو بوخت وو.
تراوسه ددې ځوان د هویت په اړه لازیات جزیات نه دي ورکړل شوي.
د ویلو ده، که دا پېښه د ترهګريز برید په توګه ثابت شي، په ټایمز میدان کې چې د نوي کال په شپه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده به دا لومړنی برید وي.