۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې ځايي مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې زلزلې ۲۵۷ کسان مړه او تر ۱۷۵ نور یې ټپيان کړي دي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس امین حذیفه چهارشنبه د چنګاښ پر لومړۍ ویلي، چې زلزلې ډېر کورونه ړنګ کړي دي.
د حذیفه په خبره، د لومړنیو شمېرو له مخې تر اوسه د زلزلې له کبله ۵۰ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.
ورته مهال بیا پکتیکا کې روغتیايي سرچینې وايي، چې تر اوسه ۲۵۷ مړي او ۱۷۵ ټپيان د ړنګ شویو کورونو له خاورو راکښل شوي دي.
بېګانۍ زلزلې د پکتیکا ګیان، برمل، نکه او ژیروک ولسوالۍ ډېرې ځپلي دي.
له بلې خوا خوست کې هم دې زلزلې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې یې تر اوسه ۲۵ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر ټپيان کړي دي.