لکه څنګه چې څرګنده ده، کله چې د طالبانو رژيم بیا واک ته ورسېد، د افغانستان نوې زېږېدلې ټولنې ته يې سخت ګوزار ورکړ، چې پايلې يې د اټکل وړ نه وی. خبره د ټولنې په هکله ده چې د نسبي ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره، دوی شل کاله پرله پسې هڅه وکړه چې د پام وړ لاسته راوړنې درلودي، مګر دا دوره په کیسه کې د خوښۍ شیبې ته ورته وه، چې ډېره ژر تیره شوه. که ښوونځي په همدې ډول د نجونو پر مخ تړلي پاتې شي، دا به زموږ د هېواد پر بدن يو سخت ګوزار وي، چې ښايي د اوس لپاره يې درد نه احساسېږي، خو د افغانستان راتلونکي نسلونه به خامخا يوې داسې مرګونې پايلې ته ورسېږي، چې ښايي د تاوان جبرانول یې ډېر ناوخته وي.
د افغانستان ځوانانو دا خبره په ذهن کې هم نه راتلله چې یوه ورځ به د خپلو لومړنیو حقونو لپاره چې د نورو لپاره یوه عادي خبره ده، د ناموس حیثیت ولري چې د لاس ته راوړلو لپاره به یې مبارزه د مرګ سره جنګیدل وي.
ټول پوهان پدې پوهېږي چې ښځه د دوو ټولنو ستنه ده: یوه کورنۍ ټولنه او بله د هېواد په کچه ملي ټولنه ده. نو هغه ښځه چې سواد لري کولی شي دواړه ټولنې با ثباته وساتي.
تصور وکړئ چې د زده کړې څخه د نجونو د محرومیت کیسه په بهر کې بل چا ته کوی. هغه کس به فکر کوي چې موږ هغوي ته د پخوانیو پیړیو خبرې کوو، مګر هغه به نه پوهیږي چې بلکې موږ د نوې پیړۍ په هکله خبرې کوو.
د ځان سره فکر کوم چې په داسې ټولنه کې ژوند کول څه مانا لري چې نیم بدن یې له لومړنیو حقونو څخه بې برخې وي؟ زه پوهیږم چې طالبان نه بدلیدونکي دي او د دې ډلې د بدلیدو هیله یو خیال دی. د طالبانو له تروريستي رژيم سره زموږ ستونزه يوازې له زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول نه دي، بلکې دغه رژيم له خپلې تروريستي کابينې سره يوه بشپړه ستونزه ده. د یوې برخې په اصلاح سره د «حمارت» ټول نواقص او عیبونه له پامه نشو غورځولی. لکه څنګه چې ویل شوي دي د خره د غوږونو په پرې کولو سره د خر څخه آس نه جوړېږي:
گوش خر را گر بریدی اسب شد آیا مگر ذاتی است بعضی ویژهگیهای بشر
د داسې یوې ډلې د اصلاح هیله چې ځانوژنه ویاړ ګڼي او جهاد ورته د خلکو وژل ښکاري، خپل ځان ته له دوکې ورکولو پرته بل څه ندي.