۸صبح، کابل: په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د ځنډولو په اړه له نړیوالو غبرګونونو وروسته دا ځل د ملګرو ملتونو د ۲۰ کمېټو مدیرانو د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بنديز د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۷ مه د دغه سازمان د ۲۰ کمېټو ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي د ښځو پر کار بندیز د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولنې په زیان منونکو برخو باندې سترې اغیزې لري.
د ملګرو ملتونو د ۲۰ کمیټو ګډه اعلامیه وايي چې ښځې د ښوونکو، د تغذیې د متخصصینو، د ټیمونو د مشرانو، روغتیایی کارکونکو، واکسیناتورانو، نرسانو او ډاکټرانو په توګه د رول لوبولو سره کولی شي د ټولنې هغه نفوس ته لاس رسۍ ولري چې نارینه یې نشي کولای.
په اعلاميه کې راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې په کورنیو او نړيوالو نادولتي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو د کمښت له امله ځينې بشري پروګرامونه په ټپه ولاړ دي، دا په داسې حال کې ده چې ٢٨ ميليونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د ۲۰ کمېټو مدیرانو ویلي چې افغانستان د قحطۍ، اقتصادي زوال، د بې وزلۍ او د سخت ژمي سره لاس او ګریوان دی.
د دغو کمېټو مدیرانو وړاندوینه کړې چې ښايي په افغانستان کې د دوی ډېر فعالیتونه ودرول شي، ځکه له ښځینه مرستندویه کارکوونکو پرته د بشري مرستو رسول ممکن نه دي.
د ملګرو ملتونو د شلو کمېټو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې هېڅ هېواد نشي کولای خپله نیمه ټولنه په سوکالۍ کې له ګډون څخه محرومه کړي.