۸صبح، کابل: د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو دویم پړاو له پېلېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ سهشنبه د وري پر ۲۸مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې له دغو کسانو ډېرو یې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کړی دی.
په ویناپاڼه کې راغلي: «ډېرو افغانانو ته دا بېرته ستنېدنه په دې مانا ده چې خپل توکي راټول او په اس، ګاډۍ، موټر او بس کې یې ولېږدوي او په ډلهييزه توګه داسې هېواد ته لاړ شي چې له وړاندې له پراخې بېوزلۍ او لږو روغتیايي چوپړونو سره مخ دی او پر ښځو ګڼ محدویتونه لګول شوې دي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړوا د روان میلادي کال د اپریل له ۱۵مې وروسته پېل شوی دی.
د دغه بنسټ په خبره، د اټکل له مخې ۸۰۰ زره افغانان چې پاکستان ورته (ACC) یا د افغان وګړو کارټ په نوم اسناد ورکړي، د «شړلو له ګواښ» سره مخ دي.
د راپورونو په حواله، په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه افغانان په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لري چې له دې ډلې ۱.۳ میلیونه یې د راجېسټر کارټونه او څه باندې ۸۸۰ زره نور بیا په پاکستان کې د اوسېدو لنډمهالي کارټونه لري.