۸صبح، کابل: د افغانستان د برېښنا رسونې شرکت (برېښنا) وایي، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.
برېښنا یکشنبه د لیندۍ پر دریارلسمه ویلي، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې هڅه کوي ترڅو دغه ستونزه ژرترژره هواره کړي.
د دغې ادارې په وینا د کابل ښار د برېښنا ستونزې د حل لپاره یې د ترکمنستان وارداتي برېښنا یو لین نښلولی دی.
برېښنا جوته کړې، چې تخنیکي ستونزه د بلخ او ازبکستان په نایب اباد سټیشن کې رامنځته شوې او د برېښنا د پرې کېدو لامل ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه شرکت دوې ورځې مخکې هم د تخنیکي ستونزې له امله د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو خبر ورکړی و.