۸صبح، سمنګان: د سمنګان ولایت سیمهییزې سرچینې په مرموز ډول د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ځوان د ايبک ښار د «دره زندان» په کلي کې وژل شوی دی.
دا ځوان نصيراحمد نومېده او د چړې پر ګوزارونو وژل شوی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نصيراحمد «ازاد کاروبار» کاوه.
د سمنګان ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دا پېښه منلې ده.
تر اوسه د دې ځوان د وژنې لامل او عاملان نه دي په ګوته شوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په سمنګان کې د مرموز وژنو پېښې ډېرې شوې دي.
د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، روانه اوونۍ په ايبک ښار کې د مرموزو وژنو دوه پېښې ثبت شوې دي.