۸صبح، ننګرهار: د طالبانو د چارسمبالي حکومت سیمه ییزو امنیتی ځواکونو د چهارشنبې د شپې په درېیو بجو د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند زنګویي سیمه کې د وسلوالو سړي تښتوونکو او غلو پر یوه پټنځای عملیات وکړل چې په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه او ټپیان شول.
دغه کسان چې په جلال آباد ښار او نورو سیمو کې به یې وران کاري فعالیتونه کول او له دې وړاندې یې زیات شمېر وګړي په نښه کړي و د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو په وینا تر څارنې لاندې وو او تېره شپه یې پر خلاف عملیات ترسره کړل.
د رپوټونو له مخې، په دغو عملیاتو کې یوه ښځه او د عطاء الرحمان او طارق جمیل په نومونو دوه نارینه وژل شوي او یو بل کس په ټپي حالت کې د طالبانو له خوا ونیول شو چې له لومړیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
په ننګرهار کې د طالبانو د ملي امنیت رییس ډاګټر بشیر له هشت صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «وژل شویو کسانو شا و خوا شپږ ساعته زموږ له ځواکونو سره مقاومت وکړ چې په پای کې درې تنه مړه او یو تن یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.»
ویل کېږي چې وژل شویو کسانو څو ورځې مخکې په یوه رېکشا کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې هدف ته له رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې وه او یو تن په کې وژل شوی و او بل یې په ټپي حالت کې د امنیتي مسوولینو له خوا د پېښې په ځای کې نیول شوی و.
ډاکټر بشیر زیاته کړه: «له دغو کسانو سره مو د اړیکو په تور څو تنه نیولي او څېړنې ترې روانې دي او له څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارو.»
په ننګرهار کې په دې وروستیو کې د چاودنو، مرموزو وژنو او هدفي بریدونو ترڅنګ غلاوې او سړي تښتونې د خلکو ژوند ګواښي چې په دې وروستیو کې دا پېښې زیاتې شوې دي.
خو د طالبانو سیمه ییز مسولین وایي، دوی ددغه راز پېښو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کوي او د ولایت په هره برخه کې چې دا ډول ګواښونه موجود وي په وړاندې به یې جدي اقدامات کوي.