د ماموریت له څوکۍ نه تر سوالګرۍ پورې؛ د حقوقو نه ورکړې، متقاعدین اندېښمن کړي دي

هغو کارکوونکو چې یو عمر یې د ښې حکومتولۍ، د بنسټونو پرمختیا، د ځمکنۍ بشپړتیا نه د دفاع او له هېواد نه د حراست د ښه والي په برخو کې خپلې خولې تویې کړې دي او تجربې یې په کار اچولې دي، اوسمهال د لوږې له امله په سم ډول ساه نه شي ویستلی او په عام ځای کې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره اوښکې تویوي. د طالبانو په لاس د حکومت له سقوط نه شاوخوا ۱۸ میاشتې تېرېږي. په دې موده کې هېڅ متقاعد د خپل د تقاعد حقوق په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی. په دې موده کې د متقاعدینو ژړاوې او اندېښنې تل اورېدل کېدې. د خاورې پر سر د لوېدلو انځورونو لیدل د هر انسان زړه دردوي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، متقاعدین څو څو ځلې د تقاعد خزینې عمومي ریاست ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره تللي دي، خو تل ورته بېلابېلې پلمې شوي دي او نن او سبا ته وعدې ورکوي. تازه مورد کې هغوی د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ د دفتر مخته په یوه لاریون لاس پورې کړی او له دغه سازمان نه یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي څو له ساړه ژمي نه وژغورل شي. لږ تر لږه دوه کاله کېږي چې شاوخوا ۱۵۰ زره متقاعدین د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو نه بې برخې شوي او ځیني د هغو یې اړ شوي چې سوال ته مخه کړي.

متقاعدینو د تقاعد د حقوقو ترلاسه کولو د پرلتونو پر دوام، شنبه د سلواغې ۳۰مه نېټه، په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ تر مخه په لاریون لاس پورې کړ، په ټولنیزو رسنینو کې د هغوی انځوریز نوارونه ښيي چې متقاعدین د تقاعد د حقوقو د ترلاسه کولو غوښتونکي دي او وايي چې له دریېو کلونو راپدېخوا یې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړې.

یو له دغو اعتراض کوونکو ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «دوه کاله کېږي چې دوی [طالبان]  یو مکتوب نه لاسلیک کوي. هره ورځ پلمې کوي، نن او سبا ته یې پرېږدي. مونږ بې وزله یو، پیسې نه لرو، ژمی سوړ او هوا سړه ده. طالبان داسې چلند کوي چې ګواکې زمونږ په حق کې یې احسان کړی وي. خیرات نه راکوي، زمونږ حق دې راکړي. مونږ له هغو نه سوال نه کوو. په خدای قسم له دغه سپي ژوند چې مونږ یې لرو، په هدیره کې واوسو ښه به وي.»

محمد اسحاق ( مستعار نوم) پینځه کاله وړاندې تقاعد شوی دی. نوموړی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمندېدو وروسته مې ع د تقاعد تنخوا نه ده ترلاسه کړې. دغه متقاعد مامور وايي: «تقاعدي تنخوا، امتیازي او خیراتي نه ده، د دولت له بودیجې هم نه ده؛ د مامور له میاشتيني تنخوا نه وضع کېږي او دا یې حق دی چې باید ورکړل شي. عدالت او انصاف حکم کوي چې د متقاعد تنخوا باید ورکړل شي.»

اسحاق وړاندې وايي: «متقاعد مامور په اسمان کې بړستن او په ځمکه کې توشکه نه لري. د تقاعد له پیسو پرته بل هېڅ هم نه لري. کله چې تقاعد ته رسېږي، زوړ او کمزوری کېږي، د خوړو او د ژوند د دوام لپاره څه نه لري، بې روزګاره او خواشینی وي. خدای ج سپین ږیري او سپین سري باندې ترحم لري، خو طالبان انساني او مسلماني احساس نه لري چې د متقاعدینو حق چې هېڅ شی په لاس کې نه لري، ورکړي. یو عمر مو هڅه کړې، ټول شته مو د هېواد په خدمت کې ولګول، په رښتینولۍ سره مو خدمت وکړ، یوه حرامه روپۍ پرته له حلالې تنخوا مې نه ده اخیستې، خو پای کې پرته له مصیبت او بدبختۍ نه بل څه زمونږ په برخه نه شول. که مو بډې اخیستې وای یا مو غصب کړای وای، نن به مو ښه ژوند درلودلای.»

اصفه یوه له هغو ښوونکې څخه ده چې د ځوانۍ له لومړۍ د جمهوریت تر سقوط پورې یې له تباشیر او تختې سره ژوند کړی دی. نوموړې چې یو عمر یې د هېواد د اولادونو په زده کړه او ښوونې لګولی دی وايي: «د جمهوریت په وروستیو کې مې تقاعد وکړ. د تقاعد مکتوب مې پوهنې وزارت ته تللی و لا مې اکرامیه نه وه ترلاسه کړې چې حکومت سقوط وکړ. لږ تر لږه دوه کاله کېږي چې هېڅ احوال یې نه لرم، یوه متقاعده ښوونکې له تقاعدي تنخوا نه بل څه لري؟ زما په شان زرګونو  ښوونکو چې تقاعد یې کړی دی، اکرامیه یې نه ده اخیستې او تقاعد یې نه دی ورکړل شوی.»

شمسیه (مستعار نوم) د پخواني دفاع وزارت د یوه سرتیري مېرمن ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې مېړه یې درې کاله پخوا مړ شو. نوموړې د خپل مېړه د تقاعد د سندونو د طی مراحل بهیر د متقاعدینو تر ریاست پورې رسولی، خو د جمهوریت له سقوط وروسته د هغه له برخلیک نه هېڅ مالومات نه شته او خپله هم بې روزګاره ده.

شمسیه وايي: «مېړه یې ګردېز کې په هوايي مفرزه کې د بریدمل په توګه دنده ترسره کوله، ۱۰ کاله یې په نظام کې کار وکړ، کله چې مړ شو، قوماندان یې ویلي و چې د تقاعد کارونو لپاره یې باید اقدام وکړو. وروسته مې وثیقه او وکالت لیک او د انځور «کتنګ» ورته چمتو کړ ۱۰ نه تر ۱۱ میاشتو پورې یې وخت ونیوه. له پېژنتون نه خلاص شو د تقاعد ریاست ته ولېږل شو. له هغه ځای نه طی مراحل شو او زما لپاره کارت جوړ شو چې د ولایتونو سقوط کېدلو وضعیت پېچلی کړ او له بده مرغه ورپسې کابل سقوط وکړ . له سقوط وروسته درې میاشتې له وېرې نه راتللم، وروسته له هغه یو وار راغلم، ویل یې، کېدای شي نوروز کې پیل شي.»

محمد شکران، یو بل متقاعد مامور دی. نوموړی ۶۵ کاله عمر لري. ښاغلی شکران له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي لږ تر لږه دوه کاله کېږي چې خپل د تقاعد حقوق یې نه دي ترلاسه کړي او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دغه متقاعد مامور وړاندې وايي: «مونږ په سیاست کې هم نه وو، په هر ډول شرایطو او د هر رژیم تر سیوري لاندې مو هېواد ته خدمت کړی دی. ډېرې اقتصادي ستونزې لرم. د شپږ کسیزه کورنۍ مسوولیت لرم. نه پوهېږم دغه سوړ او له واورو ډک ژمی او قیمتي څنګه وزغمم. د مامور او بې وزلو خوراک کچالو او پیاز و چې د هغوی قیمت هم اوس له غوښې نه لوړ شوی دی. د یو کیلو پیازو اخیستلو توان نه لرو. حیران پاتې یو څه وکړو. چاته شکایت وکړو او لومړی له څه نه شکایت وکړو.»

دغه متقاعد مامور زیاتوي: څو څو ځلې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره د متقاعدینو ریاست ته راغلی یم، خو چارواکي وخت ضایع کوي او هېڅ اقدام نه کوي. داسې لیدل کېږي چې دوی [طالبان] متقاعد مامورینو ته د دښمن په سترګه ګوري. کله چې خبرې کوي، ګواکې پر مونږ یې احسان کړی دی چې ژوندي ګرځو. وه وروره! مونږ یو عمر خپل هېواد ته خدمت کړی، یا ښوونکي وو یا مامور وو، څوک مو نه دي ویلي. له تاسو غوښتنه کوو چې زمونږ غږ ملګرو ملتونو ته ورسوئ.»

جنیدالله بلخي (مستعار نوم) یو له متقاعدو مامورینو څخه دی چې په خپله خبره یې یو عمر د کرنیزو خدمتونو د ښه والي په برخه کې خدمت کړی دی. ښاغلی بلخي وايي چې هویت دې یې نه افشا کېږي، ځکه تر اوسه هیله من دی چې غیبي لاس د متقاعدینو مرستې ته راورسېږي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د کور یو څه سامان وو، هغه مې ټول په نیمه بیعه وپلورل. څو منه سکاره مې پرې راونیول چې له یخنۍ نه ونه مرو، څه وکړو، د هغه کس چې په دې هېواد کې یې خدمت کړی، همداسې حال دی. خو بیا هم خوشحاله یم چې غلا مو نه ده کړې، لاس مو د چا په وینو نه دی سور شوی. که طالبان غواړي حکومت وکړي، حکومتولي په ټاکنیز چلند نه کېږي، متقاعد مامورین حق لري، باید حق یې ورکړل شي.»

ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې له متقاعدینو نه انځوریز نوارونه هم خپاره شوي دي چې هغوی له اقتصادي ستونزو او بد روزګار نه شکایت لري. هغه ستونزې چې د دغو متقاعدینو زړونه یې له کینو او سترګې یې له اوښکو ډکې کړې دي. په ټولنیزو رسنیو کې د دغو متقاعدینو یو انځوریز نوار لاس په لاس کېږي چې ښيي دغه سړی په خپله خبره یې «سوال ټولوي» يوه يوټيوبر له هغه پوښتي دي: «دلته څه کوې؟ وايي له کله نه چې ملایان [طالبان] راغلي، سوال کوم. په کوټې سنګي کې ژوند کوم. د سوداګرۍ په وزارت کې پیاده [خدماتي کارکوونکی] وم، په کلني ډول مې ۲۷ زره افغانۍ تنخوا اخیستله، ښه وه یوه بوجۍ اوړه او غوړي ورباندې کېدل.» دغه راز د یو بل کس انځوریز نوار خپور شوی چې په خپله خبره یې یو له متقاعدو سرتېرو څخه دی. په انځور کې لیدل کېږي چې د دغه سړي لاسونه په وینو سره دي. له سترګو یې اوښکې راځې او په خواشینۍ سره وايي: «متقاعد منصب دار یم. ۳۰ کاله مې خدمت وکړ، خیانت مې ونه وکړ، که مې خیانت کړی وای، اوس به مې خځلې نه ټولولې. همدغه خلک چې نوي راغلي، طالبان [د تقاعد تنخوا مې نه ده راکړې] شل افغانۍ موندم، ځم د تقاعد د خزینې ریاست ته، نن او سبا ته ژمنې راکوي مالومه نه ده چې څه کوي.»

د متقاعدینو د یوه اعتراض کوونکي یو بل انځوریز نوار هم په رسنیو کې ډېر ځلې خپور شوی چې ښيي یو متقاعد سړی اوښکې تویوي. د نوموړي د اوښکو تویولو په وخت کې ساه بندېږي او وروسته په ژړغوني غږ وايي: «مزدوري کوم، کله ځم، کورنۍ مې هېڅ نه خبرېږي، سوال کوم. ۱۰ افغانۍ، ۲۰ افغانۍ. ناروغ یم.» نوموړی محمد داوود نومېږی، شاوخوا ۳۰ کاله د کابل په ښاروالۍ کې ډرېور و، محمد داوود چې د خبرو پر مهال یې له سترګو اوښکې راځي او ساه یې بندېږي له طالبانو غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي.

د طالبانو له واکمندېدو وروسته متقاعدینو په وار وار کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په لاریونونو لاس پورې کړ او د خپل تقاعد د حقوقو غوښتونکي شول، خو طالبانو تل د لاریونونو او د هغوی د غوښتنو په ځواب کې ویلي دي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مکتوب یې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته لېږلی دی خو تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو مشر په دې برخه کې څه پرېکړه کړې ده او متقاعد مامورین کندهار ته سترګې په لاره دي او ځینو یې د بې وزلۍ، لوږې او د ژمي د سړې هوا له شدت نه په سوال کولو لاس پورې کړی دی. د هغوی په خبره متقاعدین سپین ږیري شوي، درمند دي. ناروغان دي او د هغو یو۰ شمېر لا اوس هم د خپلو کورنیو مسوولیتونه په غاړه لري. دغه متقاعدین ټینګار کوي چې له طالبانو خیرات نه غواړي او دغه ډله باید د هغوی حق چې له خپلو تنخواوو یې د تقاعد په خزینه کې ذخیره شوي دي، ورکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت په وار وار ویلي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې طرحه چمتو او د امر ورکولو په موخه کندهار ته لېږل شوې ده او د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده امر ته په تمه دي. دغه وزارت دغه راز ویلي دي چې په بودجه کې یې څلور میلیارده افغانۍ متقاعدینو ته په پام کې نیولې دي او هر مهال چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې بهیر پیل شو، متقاعدین به د بانک له لارې خپل حقوق ترلاسه کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي دي چې اوسمهال ۱۵۰ زره متقاعد مامورین په دې وزارت کې ثبت دي چې په دغې ډلې کې ۱۰ زره او ۵۸۶ یې ښځې دي. د دغه وزارت په خبره، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې طرحه د دغې ډلې د کابینې له لوري هم تصویب او کندهار ته د طالبانو د مشر د تایید لپاره لېږل شوې ده؛ خو تر اوسه لا روښانه نه ده چې د دغې ډلې مشر څه مهال د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې یا نه ورکړې امر وکړي څو د متقاعدینو تمه د تقاعد له خزینې پرې او د ژوند د دوام لپاره بله لاره ولټوي.

ورته لیکنې

Back to top button