لیکواله: اگاته سپي
سرچینه: لو تمپس
[box type=”note” align=”aligncenter” class=”” width=””]په سویس کې د ښځو د رای ورکولو حق ناوخته تصویب د ۱۹۹۱ کال د اعتصاب او د لسګونو ټولپوښتنو د ناکامۍ پایله ده. په سویس کې د برابرۍ لپاره مبارزه اوږده او سخته وه. پر دغې له لوړو او ژورو ډکې لارې، څه شي د توپیر لامل شول؟ څه شي په قوانینو کې د بدلون لامل شول؟ ایا د سویس ځانګړې نسخه شته؟ په داسې حال کې چې موږ د مارچ په ۸مه، د ښځو نړۍواله ورځ نمانځو، لو ټمپس له بریژیټ سټوډر سره چې د ښځو په مسایلو کې د تخصص له امله په نړۍواله کچه مشهوره ده، مرکه کوي. هغه په ۱۷ کلنۍ کې د ښځو د ازادۍ له غورځنګ سره یو ځای شوه او اوس په برن پوهنتون کې د تاریخ یوه وتلې استاده ده. هغې دغلته د جنډر د مطالعاتو یو مرکز جوړ کړی دی.[/box]
لو ټمپس: په ۱۹۷۱ کې له ۹۰ ټولپوښتنو وروسته، په سویس کې ښځو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ. دا په هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو له مهمو ګامونو و. فمینیستي غورځنګونه څنګه پیل شول؟
بریژیټ سټوډر: مډرن فیمینیزم د فرانسې د انقلاب او اولمپا ډگوژ سره پیل شو، هغې په ۱۷۹۱ کې د ډیموکراسۍ لپاره یو داسې پلان وړاندې کړ چې ښځې پکې شاملې وې. په راتلونکې پیړۍ کې په سویس کې کله چې په ۱۸۴۸کال کې فدرالي اساسي قانون نافذ شو، ښځې په قصدي توګه له سیاسي حقونو نه محرومې شوې. بل خوا، د ۱۹ پیړۍ په اوږدو کې، ښځو خپلې اندیښنې څرګندې کړې. دا ښځې نسبتا بورژوا او اشرافي وې. د هغوی په منځ کې جولي فون مي، د برن یوه ښځه وه چې د ښځو د حقونو د دفاع ټولنه یې جوړه کړه. په هغه وخت کې کارګرانو، د لومړۍ نړۍوالې ټولنې غړو، انارشیستانو او مارکسیستانو هم د برابرې لاسګټې(مزد) لپاره مبارزه کوله. په ۱۹۶۸ کې په جینوا کې ماري ګوخ-پوچلان په سویس کې لومړنۍ فیمنیستي ټولنه (د ښځو نړۍواله ټولنه) جوړه او د ښځو مجله چاپ کړه چې وروسته یې نوم پېوستون ته بدل شو. له همدې امله، دلته یو څو نسبتاً منزوي اومخکښ شخصیتونه او غورځنګونه وو، چې هغوی هم له پورته (اشرافي پاړکي) او هم له لاندې (د کارګرانو پاړکي ) دواړو راتلل او په صحنه کې یې حضور درلود.
لو ټمپس: ایا د سویس ښځینه فعالانو په نورو اروپايي هېوادونو کې د خپلو سیالانو په پرتله بېل چلند درلود؟
بریژیټ سټوډر: ښځو ته د رایې د حق له ورکولو مخکې، په سويس کې بې ساری وضعيت رامنځته شو، د ښځو دوه نسلونه په هممهالي توګه سره راټول شول چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي: لومړی نسل یې د رایې د حق غوښتونکې فمینیسټانې او د « ۶۸ کال» د نوي فیمینیسټي غورځنګ غړې وې. دویم یې د ښځو د ازادۍ غورځنګ تر مشرۍ لاندې وې، چې بېلابېلې ډلې پکې شاملې وې او سیاسي بنسټپالنه یې ګډ ټکی و. هغوی د اعتراض لپاره نوې لارې چارې کارولې، چې پکې سړکونو ته راوتل، پرلت او پارونکي اقدامات شامل وو. له ۱۹۶۸ کاله وروسته، د ښځو غورځنګ او سیاسي بنسټونو له یو بل سره اړیکې ټینګې کړې. موږ دغه راز ولیدل چې د ښځینه فعالانو او د ښځو د دودیزو اتحادیو تر منځ یو ځانګړی درز رامنځته شوی دی. د هغوی ترمنځ سیالي او همکاري وه. د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې بنسټیز (راډيکال) فیمینیزم په چټکۍ سره د ولسي نوښتونو له لارې پراختیا موندلې وه، چې دا هم د دغه هېواد یوه ځانګړنه ده.
لو ټمپس: ایا په سویس کې د ښځینه فعالانو تحرک د دغه هېواد له ګاونډیانو الهام اخیستی و؟ ایا دا الګو له هېواد نه بهر هم ګړندۍ شوه؟
بریژیټ سټوډر: په دواړو غورځنګونو کې د نظرونو تبادله او تعاملات نړۍوال وو. د رایې د حق د نړۍوال غورځنګ چټکتیا په ۱۹۰۹ کال کې د (سویس اتحادیې) جوړېدو ته الهام بښوونکې وه. له لومړۍ نړۍوالې جګړې مخکې، ان د رایې حق غوښتونکو بهرنیانو فکر کاوه چې په سویس کې د ډیموکراسۍ اصلاح کول اسانه دي، ځکه چې هلته د نارینه وو د رایې ورکولو حق لا د مخه موجود و! البته، د سویس په اړه دغه نظر په چټکۍ سره بدل شو. کله چې حکومت بالاخره په ۱۹۷۱ کال کې د رایې حق تصویب کړ، تر یوه بریده یې دغه کار د هېواد د نړۍوال انځور د ښه کولو په پار وکړ. د 68 کال فیمینیسټ غورځنګ له امریکایي، جرمني، فرانسوي او ایټالوي غورځنګونو نه تر ډېره د شخصي اړیکو له لارې الهام اخیستی و، د بېلګې په توګه، د زوریخ د یوې ښځې له برکته په اتریش کې لومړنۍ فمینیسټي ډله جوړه شوه.
لوټمپس: څه د دې لامل شول چې په ۱۹۹۱ کال کې د ښځو ملي اعتصاب رامنځته شي او ۵۰۰ زره سويسۍ سره راټولې کړي، په داسې حال کې چې دا اعتصاب ډېر غیر سویسي و؟
بریژیټ سټوډر: دا یوه ملي افسانه ده چې اعتصاب «ډېر سویسي» نه و. دا خبره له تاریخي پلوه ناسمه ده، خو دا بله مسأله ده. په ۱۹۹۱ کال کې د برابرو حقونو لپاره د اساسي قانون له تصویب لس کاله تېرشوي وو، خو د عملي کولو لپاره یې هېڅ قانون نه و جوړ شوی. ښځو د نارامۍ او غوسې احساس کاوه. دغه اعتصاب د ساعت د صنعت په کارګرانو سره پیل شو، چې د سویس د اقتصاد اصلي بنسټ دی او لوړ ارزښت لري، او دغه راز د سویس د هویت په تړاو د لوړ سمبولیک ارزښت لرونکی دی. اتحادیو د کارګرانو د غوښتنو ملاتړ وکړ او حرکت په داسې وخت کې پیل شو، چې په ټولنه کې فیمینزم هم په خپرېدو و. هغه څه چې ګرم شوي وو، په جوش کې راغلل، تنظیم کوونکي، رسنۍ او نور یې حیران کړل. بالاخره، د اعتصاب اغېزې غیر مستقیمې او په عمده توګه بنسټیزې وې. زه فکر کوم که داسې نه وای شوي، نو د برابرۍ قانون به نه و، یا لږترلږه تر راتلونکو څو کلونوپورې به دغه ایډیال نه پلې کېده.
لو ټمپس: په ټوله کې، د دغو مبارزو په لړ کې تر ټولو اغېزناکه وسیله څه وه؟
بریژیټ سټوډر: د سپیڅلي جام په توګه د ځانګړي سیاسي اقدام ټاکل تل ستونزمن وي. ښځو ته د رایې د حق له ورکولو مخکې، د رایې د حق غوښتونکو په سیاسي کچه د پام راخپلولو او په عين حال کې ټولنیزو نورمونو، اداري قواعدو، او د ښځمنتوب کوډونو ته د درناوي لپاره پراخ اقدامات ترسره کړل. خو دا ارامه اور په ۱۹۶۹
کال کې هغه وخت ژبغړاند شو چې د ښځو د راې د حق لپاره لومړۍ ملي مظاهره وشوه. په هغې ورځ، ښځې سړکونو ته راووتلې او په یوه سیاسي ځواک بدلې شوې. هغوی وښودله چې فشار اچولای شي. ځینو ان هغه یو ګواښ وګڼلې. په سویس کې په مستقیمې ډیموکراسۍ سره د ځایي او ملي فعالیت ترکیب ډیر اغېزناک تمامېدای شي.
لوټمپس: په سویس کې د وخت په اوږدو کې پر فیمینیزم نیوکې څنګه بدلې شوې؟
بریژیټ سټوډر: د برابرۍ مخالفت معمولا د ښي اړخو ډلو یا ګوندونو، په ځانګړي توګه د محافظه کار عیسوي کړیو له لوري کېده. په ۱۹۹۹ کال کې، د ښځو د رايې په اړه د لومړنۍ ټولپوښتنې په پایله کې، متقابل حرکتونه پېل شول. د دغو حرکتونو په سر کې ښي اړخې ښځې وې چې غوښتل یې د دودیز ټولنیز نظم ساتنه وکړي. په واقعیت کې، د ښځو د حقونو د تاریخ په هره مهمه شیبه کې کوچنیو ډلو چې معمولا له منځنۍ، او بډایه پاړکیو او پوهنتوني او واده شویو مېرمنو نه جوړه شوې وي، د هغو شیانو ملاتړ کاوه چې پخپله یې تجربه کړي نه وو. هغوی په سیاست کې د ښځو له ادغام ډډه کوله، په داسې حال کې چې خپله په ټاکنیزو کمپاینونو بوختې وې، ویناوې یې کولې او مقالې یې لیکلي او د هغو محافظه کارو نارینه سیاستوالو ملاتړ ورسره و، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د رایې ورکوونکو اکثریت جوړاوه.
لوټمپس: ننني اپوزیسیون پر څه تمرکز کړی دی؟
بریژیټ سټوډر: په ټوله کې زه ویلای شم چې نن ورځ د ښځې ضد غږ لا لوړ شوی دی. اوسنۍ شخړه د ښځو د بدنونو پر کنټرول متمرکزه ده. د بیلګې په توګه په متحده ایالتونو د جنین د سقط کولو په مسأله کې د وخت د راګرځولو لپاره بریالۍ هڅې شوې دي. د کرکې او نفیې د بېلابېلو ډولونو تر منځ ټکر د جګړې نوی ډګر پرانیستی دی.
لوټمپس: دا په څه مانا ده؟
بریژیټ سټوډر: د ښځو دودیز ضدیت بېرته راګرځېدلی دی.«LGBTQIA + فوبیاګانې» د زیاتوالي په حال کې دي، او دغه راز د ښي اړخو یا انجیلي مذهبي غورځنګونوپه ملاتړ توکم پالنه، په ځانګړې توګه په امریکا متحده ایالتونو کې د زیاتېدو په حال کې ده. دغه راز آنلاین کوچني خوځښتونه شته چې د ښځو سیاسي ضدیت او کرکه ترکیبوي، لکه د ښځو د ښکاره ضدیت پدېده یا « غیر ارادي تجرد» خو د یوې تاریخپوهې په توګه، هغه څه چې زه یې اندیښمنه کړم دا دي چې دودیز سیاسي سازمانونه، لکه د سویس د خلکو ګوند د «ووکیزم ضد» لپاره د هڅوونکي په توګه عمل کوي. زه فکر کوم چې د انفلاسیون او جګړې په دې دوره کې د سویس د خلکو اصلي اندیښنه نه ده. خو په سیاست کې کله چې د رایې ګټلو لپاره د لارو موندلو خبره کیږي، اخلاقو ته لږ پام کیږي. هغوی د زړو شیطانانو وېښول د کمپاین مسأله ګرځولې ده.
لوټمپس: ځینې د برعکس اغیز خبرداری ورکوي، په سیاست او رسنیو کې د جنسیتي مسایلو پراخ شتوالی ښايي د نهیلۍ احساس رامنځته کړي چې دا ښی افراطي اړخ پیاوړی کولای شي. ایا دا خطر رښتیا دی که خیالي؟
بریژیټ سټوډر: زه فکر کوم چې چوپ پاتې کیدل او پټ پاتې کیدل هېڅکله حل لاره نه ده. ځکه چې که موږ د هغې په اړه خبرې بندې کړو، د فیمینیزم سیاسي ځواک له منځه وړو. #MeToo د خبرو کولو لپاره یو محرک و، چې په ټولو ټولنیزو غورځنګونو کې مهم دی؛ ځکه چې د مهمو احساساتو او تجربو بیانولو امکان برابروي. هغه د لیدو وړ، عمومي او د خبرو اترو یوه برخه کیږي. له دې وېرې چې د افراطي ښي اړخ په ګټه پرېوځي، داسې تظاهر کول چې ګواکې فیمینیزم نشته، هغه ترټولو بد کار دی چې موږ یې کولای شو. د ښځو او نارینه وو ترمنځ نابرابري اوس هم شته. LGBTQ او توکمیز تبعیض اوس هم شته. ښکاره ده چې، متقابل حرکتونه رامنځته کولای شي؛ خو چوپتیا د شته وضعیت د منلو او ان دشاتګ د خطر په مانا ده.