۸صبح، کابل: د اروپايي ټولنې پارلمان مشرې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.
روبرټا مټسولا پنجشنبه د وري میاشتې پر ۲مه خبریالانو ته ویلي چې اروپايي ټولنه به افغانستان هېر نه کړي.
هغې همداراز زیاته کړې: «موږ د جنسیتي اپارټایډ غندنه کوو، دا د اروپا پارلمان قوي دریځ دی.»
د اروپايي پارلمان مشرې یادونه کړې چې د پرتګال په لیزبون ښار کې یې د «زړورو» افغان میرمنو له یوې ډلې سره لیدلي چې د طالبانو له منګولو تښتیدلې وې.
هغه یادونه کړې: «هغوی اوس زدهکړه کوي او په اروپا کې د یوه نوي ژوند پر جوړولو لګیا دي.ِ»
هېره دې نه وي چې په تېرو دوهنيمو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار برید کولو سره د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي هر کله یې چې د دې موضوع پر خلاف لاریون لیدلی، هغوی یې ځپلې دي.
دغې ډلې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه داسې مهال په هېواد کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان وکړ چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په هکله یوه یادونه هم نه ده کړې.