په کندهار او هلمند کې طالبانو د کورونو تلاشي پیل کړې ده. خو خلک وايي چې طالبان عامو خلکو ته د دښمن په سترګه ګوري او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.
په هلمند کې د طالبانو د تلاشۍ پر مهال څلور مېرمنې وژل شوې او څلور نورو کسان هغه مهال ټپیان شوي چې د پېښې قربانیان یې روغتون ته لیږدول.
دغه پېښه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د بست کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، طالبان عامو خلکو ته د دښمن فکر کوي او د تلاشۍ پر مهال داسې چلند کوي لکه د یوې لويې ترهګرې ډلې غړي چي په لاس ورغلي وي.
نوموړي وویل: «په هلمند کې د کورونو د تلاشۍ پر مهال پر هره سیمه کې تلاشۍ له پاره پوستې جوړې شوې وې او ټول ښار کې په کورونو کې تلاشي روان وه. له غرمې وروسته تلاشي د بست کلا سیمې د اڅکزیو کورونو ته راورسېده ، په دې وخت کې د یوه کور تلاشي چې نارینه یې نه و کیده او د کور یوې مېرمنې له طالبانو سره لفظي شخړه وکړه، د طالبانو له لوري ورباندې ډزې وشوي او یاده مېرمن یې ټپي کړه.»
خلکو او د کورنۍ نورو غړو یې غوښتل چي ټپی شوې مېرمن روغتون ته انتقال کړي چې د طالبانو له لوري یې مخه و نیول شوه او پر موټر يې ډزې وکړې چې له امله یې څلور مېرمنې ووژل شوې او څلور کسان ټپیان شول.»
نوموړی وايي چې طالبان د کورونو تلاشي په داسې ډول کوي لکه د وسله والو پټنځای چې ګوري.
له هلمند یوه ورځ وروسته په کندهار کې د کورونو تلاشي پیل شوه. د تلاشي له پیل سره سم د طالبانو ځينو مسولو چارواکو د کندهار د والي په حواله لیکلي و چې تلاشي د تېر نظام د سرتېرو د ځپلو او د هغوی له کورونو د مهماتو د را ایستلو له پاره پیل شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې ځايي طالبانو د تېر نظام سرتېرو او مامورینو ته د باغیانو خطاب کړی دی.
په کندهار کي د تلاشۍ پر مهال د ښار او ولسوالیو خلکو د طالبانو د چلند په اړه شکایتونه پیل کړي، خو هېڅ یوه مسول یې شکایت ته غوږ نه دی نیولی.
د کندهار د عینو مېنې ښار ګوټي یوه اوسېدونکي عبدالعلي( مستعار نوم) وویل: «طالبانو زموږ مېرمنې بې حجابه کړې او د تلاشۍ په پلمه یې د کور ټول لوازم ګډوډ کړل.»
عبدالعلي وویل:«زه له کوره بهر وم چي ټلیفون ته مې زنګ راغی او ښځې ژاړي په تلوار کورته راغلم و مې کتل چې د کور ټول لوازم ګډوډ دي او طالبان وايي چي ښځې دې بغیر د حجاب څخه زموږ مخته تېرې شي، حال دا چي کندهارۍ مېرمنې تر اوسه هېڅ کس بې حجابه نه دي لیدلې.»
نوموړی وايي، په تېر نظام کې هم د کورونو تلاشي کیده، خو هغه وخت به د کور ښځې په یوه اطاق کې وې او پولیسو به تلاشي کوله ولې طالبان هېڅ قانون ته پابنده نه دي.
د کندهار یو بل اوسېدونکی ګل محمد بیا وايي، نه پوهیږي چې د کورونو تلاشي وه او که د کندهار د خلکو پر کورونو چاپې وهل کیدې؟
ګل محمد زیاتوي چې له طالبانو سره نه کوم عالم و، نه قومي مشر او نه هم ښځينه پولیسې، بلکې هر کور ته د شپږو څخه تر اوو کسانو پورې ننوتل او ټولو په یو ځل په اطاقونو کې تلاشي کوله.
نوموړی وايي، د کورونو د تلاشۍ هېڅ اصول نه و معلوم او نه هم د کورو د ماشومانو او ښځو په فکر کې څوک و.
ګل محمد وویل:« زموږ کور ته اووه کسان داخل شول چې هېڅ یونیفورم یې هم نه درلود، نه هم د سیمې مشران او نه هم ملاامام ورسره و ، ټولو په یوه وخت تلاشي پیل کړه. زموږ د ښځو شخصي لوازم چې باید هېڅ کس نه وای لیدلي ټول یې و پلټل او ټول کور یې ګډوډ کړ.»
هغه د قران کریم د یوه ایات په لوستلو سره وویل چې تیرو وختونو کې بهرنیو ځواکونو لا د خلکو په کورونو کې دغه ډول تلاشي نه وه کړي او نه یې هم مېرمنو ته دومره په سپک نظر کتلي و.
د طالبانو یوې امنیتي سرچینې وویل چې د تلاشۍ پر مهال یې زیات شمېر کسان نیولي، خو د کره شمیر په اړه یې څه و نه ویل .
د یادونې وړ ده چې په کندهار کې د تلاشۍ پر مهال د یوې چاودنې له امله چي د تېر نظام د یوه قوماندان په کور کې شوې، یو ماشوم وژل شوی او د یوې مېرمني په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.