غور کې معلولانو د معاشونو د نه ورکولو پروړاندې اعتراض وکړ

۸صبح، غور: غور کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د معلولو کسانو د اعتراض خبر ورکوي.
سرچینې شنبه د لیندۍ پر نولسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې یو شمېر معلولانو په دغه ولایت کې د خپلو معاشونو د کمېدو او نه ورکول کېدو په تړاو اعتراض کړی دی.
دغه کسان وایي، چې د ژمي له رارسېدو او د هغوی د معاشونو له نه ورکول کېدو سره ژوند ورته ستونزمن شوی دی.
هغوی وایي، چې له یوه کال راهیسې د هغوی حقونه او امتیازونه په بشپړ ډول نه دي ورکړل شوي.
غور کې معلولانو چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېږي زیاته کړې ده، چې په تېر یوه کال کې یې یوازې یو ځل خپل معاشونه ترلاسه کړي او د نورو معاشونو په اړه یې معلومات نشته.
دغه کسان له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې سختو شرایطو او راروان ژمي ته په پام دې له هغوی ملاتړ او مرسته ورسره وکړي.