۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې افغانستان کې د امریکا د سیمهییزو همکارانو او ژباړونکو د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام د دغه هېواد د دفاعي بودیجې له لایحې ایستل شوی دی.
«سټار انډ سټریپ» رسنۍ شنبه د لیندۍ پر نولسمه راپور ورکړی، چې جمهوري غوښتونکو استازو د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام (اېسایوي) د دغه هېواد د دفاع وزارت د قوانینو له لایحې ایستلی دی.
د دغه راپور له مخې هغه غوښتنې، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لپاره وړاندې کېږي په پام کې به ونیول شي.
په همدې حال کې د امریکا د استازو او سنا جرګې یو شمېر ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو غړو او د دغو ژباړونکو د حقونو مدافع ډلو له دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ویلو ده، چې د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې د دغه هېواد د افغان ځایي همکارانو او د هغوی د کورنیو لپاره په پام کې نیول شوی و.