۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي یو غړی وژل شوی او د څو تنو نورو پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان دي.
دغه پېښه چهارشنبه غرمه مهال د وږي پر ۲۳ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه هوټل په مخ کې شوې ده.
ځایي سرچینې وايي، چې ماین په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.
پکتیکا کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
موده مخکې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ټيټيپي غړو پر لېږدونکي موټر د چاودنې په پایله کې د پاکستاني طالبانو ۳ قوماندانان ووژل شول.