۸صبح، کابل: سرپرستې کابینې په کندهار کې له درې ورځنۍ غونډې وروسته، د رییس الوزرا ملا حسن اخوند مرستیال، ملا عبدالغني برادر د هغه پرځای وټاکه.
یوې مصري رسنۍ بوابه الاهرام نن پنجشنبه د وري پر ۴ ادعا کړې، چې د کندهار په ناستې سره په سرپرست حکومت کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.
د بوابه الاهرام په راپور کې راغلي، چې په بدلونونو کې د رییس الوزرا ملا حسن اخوند پرځای د ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني د ملا برادر د مرستیال په توګه ټاکل شوی.
سراج الدین حقاني پر نوې دندې سربېره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي هم پر غاړه لري.
دغې مصري رسنۍ زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت نور چارواکي به د نویو وزیرانو په سر هوکړې ته تر رسېدو، په موقته توګه خپلو دندو ته دوام ورکوي.
سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.