نړیوالو رسنیو په نوي ډیلي کې د بيبيسي دفتر ته د هند د مالیې ادارې د مامورين د ننوتو خبر ورکړی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس سه شنبه د فبرورۍ پر څوارلسمه نېټه نوي ډیلي کې د بيبيسي د یوه خبریال له قوله راپور ورکړی، چې د هند د مالیاتو د ادارې مامورينو د بيبيسي د دفتر تلیفونونه ضبط کړي دي.
تر اوسه د هند د مالیې ادارې د دغه کار لامل نه دی روښانه شوی.
دا پېښه څو اونۍ وروسته له هغې کېږي، چې د هند حکومت د دغه هېواد د لومړي وزیر په اړه د بيبيسي مستند فلم ته د خپرېدو اجازه ورنهکړه.
د بيبيسي مستند ښيي، چې د هند اوسني لومړي وزیر او په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات ایالت اعلی وزیر نریندرا مودي د پراخو بریدونو مخه ونهنیوله چې، لږترلږه زر تنه مسلمانان پکې ووژل شول.