پاکستان کابل کې پر خپل سفیر د برید د عاملانو پروړاندې د چټک غبرګون غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف کابل کې د دغه هېواد پر سفارت برید غندلی او د دغې پېښې له عاملانو سره د «چلند او بېړنۍ رسېدنې» غوښتنه کړې ده.
هغه جمعه د لیندۍ پر یوولسمه ټویټر کې د یوه پیغام په لړ کې دغه برید «ناوړه ترهګریزه هڅه» بللې او د دغه سفارت ساتونکی، چې ټپي شوی ستایلی یې دی.
د راپورونو له مخې کابل کې د پاکستان سفیر نن په داسې حال کې، چې د دغه سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و، د ډزو نښه ګرځېدلی او یو ساتونکی یې ټپی شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر په دغه ټویټ کې لیکلي، چې کابل کې د پاکستان د «ماموریت پر رییس برید» په کلکه غندي.
راپور رارسېدلی، چې ډزې دغه سفارت ته له یوې نږدې ودانۍ شوې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې اوسمهال سیمه د طالبانو له خوا تړل شوې ده. تر اوسه طالب چارواکو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دفتر پر هم ځانمرګي برید او ډزې وشوې، چې څو تنه پکې مړه او ټپیان شول.