د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۱۵مه، کېیف، اوکراین
د سهار په شپږو بجو، په رېلګاډي کې د وارسا له ختیځ تمځایه د پولنډ په ختیځې پولې کې پراته چیلم ښار ته روان شوو. په اته نیمو بجو تمځای ته ورسیدو. نن یکشنبه ده او په پولنډ کې سراسري ټاکنې ترسره کېږي، ټول ځایونه تړلي دي. یوه ځای ته اړتیا لرو چې تازه قهوه واخلو او پر اوکراینیو پیسو خپلې پیسې بدلې کړو. له نیم ساعت لټون او ګرځېدو وروسته، د تېلو یو ټانګ پیدا کوو چې پرانېستی دی، د پېرېدونکو لیکه ډېره اوږده ده او باید خپل نوبت ته انتظار شو.
زموږ بل ریلګاډي چې باید پکې سپاره شو، د اوکراین ریګاډی دی، په لس نیمو بجو حرکت کوي. موږ اندیښمن یو چې هسې نه رېلګاډی ولاړ شي او موږ پاتې شو. په ټانګ کې زموږ انتظار پای ته رسېږي، تازه قهوه او اوبه اخلو او په بېړه بیرته تمځای ته راستنېږو، اوکراین ته د روانو مسافرو شمېر لږ دی. ښایي په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته په دې ورځو کې د روانې جګړې او تاوتریخوالی له امله هېڅوک دغه هیواد ته د سفر کولو لېواله نه دي. دا زما لومړی ځل دی چې د ریلګاډي په مټ اوکراین ته ځم. له جګړې مخکې درې ځلي په الوتکه کې کېیف ته تللی یم. اوس د جګړې له امله د اوکراین هوايي فضا د سوداګریزو او مسافر وړونکو الوتکو پر مخ تړل شوې ده. دغه هیواد ته د رسیدو یوازینۍ لار همدا ریلګاډی دی چې موږ پکې ناست یو.
د هر واګن مخې ته د اوکراین یو پوله ساتی ولاړی دی او ټکټونه له پاسپورټونو سره چک کوي. زما پاسپورټ ګوري او خپل واګون ته ننوځم. رېلګاډي زوړ او پخوانی دی، په واګون کې څلور کټونه اېښي دي. هر کټ دوه توشکې، یوه کمپله او یوه پاکه روجايي لري. زه او زما د سفر دوه نور ملګري چې یو یې امریکایی دی او بل یې له اره د سوریې دی خو د کاناډا تابعیت لري، خپل بکسونه ځای پرځای کوو او پر دوو ښکتنیو کټونو کیني.
موږ خپه یو چې په تمځای کې ټول ځایونه تړلې وو. له بلې خوا، موږ ټول په اوکراین کې راروانو ورځو ته اندیښمن یو. که څه هم زموږ د سفر ملګري ټول تجربه لرونکي او داسې کسان دي چې د ژوند سړې او تودې یې لیدلي او ځینې خو یې د جګړو په سیمو کې رالوی شوي دي. موږ له یوبله دا پوښتنه کوو چې د جګړې له پېلېدو وروسته یې اوکراین ته سفر کړی او کنه؟ د ټولو ځواب منفي دی. د ځينو اوکراین ته دا لومړی سفر دی او ځينې نور زما په څیر د جګړې له پېلېدو راهیسې دغه هیواد ته نه دي تللي.
د سوریې لپاره د ډنمارک د حکومت پخوانی استازی چې د پاخه عمر سړی دی، په ډاډ سره وايي چې په کېیف کې ژوند عادي دی او د اندیښنې لپاره څه نشته. خو دا باور په هېڅ وجه کافي نه دی. دغه سفر ته تر راتلو څو ورځې وړاندې ټولو راته ویل، چې باید اوکراین ته سفر ونه کړم. زه پخپله غواړم چې ولاړ شم، که څه هم وېره لرم. یوازیني څوک چې خپله اندیښنه نه څرګندوي زما مېرمن هیلینا بهار ده، هغه وايي چې هوښیار او محتاط و اوسم ، خو دا نه راته وایي چې مه مځه.
په یوولسو بجو او یوولسو دقیقو د پولنډ پولې ته رسېږو، رېلګاډی درېږي، د پولنډ پوله ساتي پولیس راځي او غواړي چې پاسپورټونه چک کړي.
موږ څه باندې یو ساعت پر پوله انتظار کوو. بالاخره څو پولنډي پوله ساتي پولیس زموږ واګون ته راننوځي، زموږ پاسپورټونه ګوري او د وتلو( خروجي) ټاپه پرې وهي. تر هغې وروسته چې پوله ساتي سرتېري د بل واګون پر لور ولاړل، زما د سفر یوه ملګری وویل، چې دا پولیس ډېر بې ادبه وو، ما او یوه بل ملګري مو یې په ځواب کې وویل، چې د ډېری هېوادونو پوله ساتي له هغو کسانو سره چې د دوی هېواد ته ورځي، مودبانه چلند نه کوي.
د پولنډ پر پوله تر یو نیم ساعت درېدو وروسته، زموږ رېګاډی د Dorohusk-Osada له پولې اوکراین ته دننه کیږي. د Yagodyn Auto له پله تر تېریدو وروسته چې د پولنډ او اوکراین پر ګډه پوله پر یوه سیند جوړ شوی، د پولنډ سرحدي پوستې ته ننوځو، رېلګاډی بیا دریږي، د اوکراین پوله ساتي چې ډیری یې ښځې دي، رېلګاډي ته را ننوځي، پاسپورټونه راټولوي چې چک یې کړي او د ننوتلو( دخولي) ټاپه پرې ووهي. موږ ته اجازه نه راکوي چې ښکته شو او هوا واخلو او یا لږ وګرځو. زه ټينګار کوم چې ښکته شم او سګرېټ وڅکوم، خو د رېلګاډي مامور اجازه نه راکوي. موږ شاوخوا یو نیم ساعت تم کیږو. زموږ پاسپورټونه بیرته راوړي او رېلګاډی بېرته حرکت کوي.
د لارې په اوږدو کې د جګړې نښې نشته او ژوند په عادی ډول روان دی. د لارې په اوږدو کې پراته کلي او ښارونه د مني په رنګونو سره ډیر ښکلي ښکاري. د رېګاډي زړه تنګوونکی غږ او زموږ په مخ کې پروت اووه ساعته مزل اوږد ښکاري، زه او ملګري مې خپل کټونه برابروو او غواړو چې یو ساعت ویده شو. موږ د سهار له پنځو بجو پر لاره یو او پردې سربیره، د وخت توپیر ستړي کړي یو.
په ۱۰بجو او۴۰ دقیقو د کېیف مرکزي ریل تمځای ته رسېږو. سټیشن کې ګڼه ګوڼه ده او ټکی ځای نشته. ښایي د ګڼې ګوڼې اصلي لامل دا وي چې رېلګاډي اوسمهال په اوکراین کې د ټرانسپورت یو له مهمو وسیلو دی. د جګړې له امله د اوکراین فضایي حریم تړل شوی او خلک اوکراین ته د تګ راتګ لپاره له رېلګاډو ګټه اخلي، ان جګپوړي امریکایي او اروپايي چارواکي چې د جګړې له پیلیدو وروسته یې دغه هیواد ته سفرونه کړي دي، زموږ په څېر یې د پولنډ له پولې د رېلګاډي په مټ د اوکراین پلازمینې کېیف ته ځانونه رسیدلي دي.
لومړي هغه څه چې اوکراین ته له جګړې مخکې زما له کړو سفرونو سره توپېر لري، د پوځیانو پراخ حضور دی. هر لور ته چې ګورم څوکسه پوځیان وینم چې د سفر هوډ لري او یا له سفره راستانه شوي دي. د تمځای په عامه تالار کې ډیر ایکسری ماشینونه اېښودل شوي چې له کېیفه بهر ته تلونکي مسافر په ځيرتیا سره څاري.
له تمځایه وځو او غواړو په ټکسي کې د خپلې استوګنې هوټل ته لاړ شو. ټیکسي موندل اسانه دي، د لارې په اوږدو کې ښار ډیر غلی او له خلکو خالي ښکاري. سره له دې چې د یکشنبې ماښام دی، رستورانټونه او میخانې تړلي دي. له ښاري ټکسي او یو څو شخصي موټرو پرته په ټولو شلو دقیقو کې نور هیڅ نه ګورم. له جګړې مخکې د کېیف سړکونه خورا له ګڼې ګوڼې ډک او ژوندي وو، په ځانګړې توګه د اوونۍ په وروستیو شپو کې. د کال په ټولو موسمونو کې خلک واټونو ته راوتل او هر ځای به د خلکو نڅاوې او خوښۍ او د سړک غاړې موسیقي لیدل کېده.
اوس د جګړې له امله د شپې له ۱۲ بجو د سهار تر ۶ بجو پورې په ښار کې ګرځبندیز دی. له پوځیانو او پولیسو پرته بل څوک حق نه لري چې په ښار کې دننه وګرځي. له نیمې شپې وروسته په بېړنیو حالتونو په ځانګړې توګه روغتیایي بېړنيو حالتونو کې ناروغان باید د امبولانس په مټ روغتون ته لاړ شي. کنه نو، پولیس هغه کسان نیسي او پوښتنې ګروېږنې ترې کوي چې ګرځبندیز ته پام نه کوي، که چېري یې جرم نه وي کړی یا د جرم کولو هوډ ونه لري، د شپې د ګرځبندیز تر پایه پورې په توقیف کې ساتل کیږي او بیا بېرته خوشي کیږي.
شاوخوا یولس نیمې بجې د خپل هوټل دروازې ته چې د ښار په مرکز کې موقعیت لري، رسیږو. هوټل له میلمنو ډک دی. د میلمنو په منځ کې د ډېرو هېوادونو وګړي لیدل کیږي. د اروپایان او امریکایانو حضور تر ټولو زیات دی. د هوټل له مسوولې ښځې پوښتم چې ولې دومره ګڼه ګوڼه ده؟ هغه وايي چې ډېری یې د نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو کارکوونکي او یا ډیپلوماتان دي چې په اوکراین کې کار کوي. ځینې یې له څو میاشتو راهیسې په هوټل کې اوسېږي او ځينی یې اوس اوس راغلي دي او ټاکل شوې ده، چې د اوکراین نورو سیمو ته ولاړ شي، ځینې یې د اوکراین د جګړې له سیمو راستانه شوي او خپل کورته د ستنېدو هوډ لري.
د معمولي تشریفاتو له بشپړېدو وروسته، د خپلې کوټې کیلي اخلو او د لېفټ پر لور ځو. لومړی څه چې په لېفټ کې مې پام ورخپلوي، هغه خبرداری دی چې په اوکراینۍ او انګلیسي ژبه لیکل شوی دی. دا خبرداری د روسیې د بمبارۍ یا توغندیز برید د احتمال په تړاو دی. خبرداری په هوټل کې له مېشتو مېلمنو غواړي چې د خطر د زنګ د اورېدو په صورت کې ځانونه د هوټل لومړي پوړ ته ورسوي او د کارکوونکو له لارښوونې سره سم د ځمکتلې(زیرزمینې) پناه ځای ته چې د بمبار او توغندیز بریدونو پرمهال د خلکو د خوندېتوب لپاره جوړ شوی دی، ولاړ شي. د توغندیزو بریدونو او هوایی بمباریو پر وړاندې د خوندي ځای په توګه له ځمکتلې استفاده اوږد تاریخ لري. په اوکراین کې د دغه هېواد پر ضد د روسیې د بریدونو له پېلېدو راهیسې، حکومت خلکو ته امر کړی چې د هوايي او توغندیزو بریدونو په صورت کې د خپل ژوند د ژغورلو په پار ځمکتلو ته ولاړ شي، څو د بریدونو پر مهال زیانمن نه شي. د اوکراین په ځینو ښارونو کې چې ودانۍ یې ځمکتلې نه لري، خلک د ګاونډیو ودانیو یا عامه ودانیو لکه د میټرو سټیشنونو یا د دولتي ودانیو له ځمکتلو کار اخلي.
واقعیت دا دی چې په اوکراین او د سوریې په ګډون په نورو هېوادونو او تر هغې مخکې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال پر افغانستان د روسیې هوايي او توغندیز بریدونه ډېر ویجاړونکي وو. روسان د زورورو او ویجاړوونکو بمونو په کارولو او د ښاري سیمو او دغه راز د بنسټیزو تاسیساتو په بمبارولو سره، دا ډول بریدونه د هغې سیمې د نیولو لپاره چې برید یې پرې کړې دی، د یوې سټراتیژۍ په توګه کاروي. د بریښنا د مزو، د څښاک د اوبو د زیرمو، پلونو او لویو لارو په ګډون پر ګڼ میشتو ښاري سیمو او بنسټیزو زیربناوو د برید کولو سټراټیژي د روسیې په پوځي بریدونو کې اوږد تاریخ لري. هغوی په دا ډول اقداماتو سره هڅه کوي چې د ځان پر وړاندې د خلکو او دولتونو هر ډول وسله وال او بې وسلې مقاومت مات کړي او یا د بنسټیزو تاسیساتو په ویجاړولو او د ملکي خلکو په ډله ییزې وژنې سره د خپلو ځواکونو پر وړاندې مقاومت مات کړي، څو یې په دې توګه د بري لاره هواره شي. د اوکراین او تر هغه مخکې د سوریې او افغانستان په تجربو کې داسې ډېرې بېلګې شته.
دوشنبه، د اکټوبر ۱۶، د کنفرانس لومړۍ ورځ:
عدالت او پلټنه: د فکر کولو نوې لارې
د سهار په ۱۰:00 بجو د ښار په مرکز کې د کنفرانس ځای ته رهي کیږو. د دوشنبې پر سهار چې د اوونۍ پیل دی، په کېیف ښار کې هغومره ګڼه ګوڼه نه ده لکه څومره چې له جګړې مخکې ورځو کې وه. له هوټله د کنفرانس تر ځای پورې شاوخوا شپږ کیلومتره لاره ده او له جګړې مخکې یې د سهار په دې وخت کې لږ تر لږه شل دقیقې وخت نیوه، اوس لس دقیفې مزل کوو، سړکونه خالي دي او په پلیو لارو کې لږ خلک تر سترګو کیږي. یوازینی ځای چې خلک پکې راغونډ شوي، په کېیف کې د آزادۍ چوک دی چې یو شمیر اوکرایني وګړو پر خپل هیواد د روسیې د یرغل پر وړاندې اعتراضي غونډه کړې ده. د پلیو لارو څنګ ته د هغو ملکي خلکو لسګونه تابلوګانې، عکسونه او نومونه تر سترګو کیږي چې پر دغه هیواد د روسیې د یرغل په پایله کې مړه شوي دي.
د «عدالت او پلټنې: د فکر کولو نوې لارې« کنفرانس » د اوکرایین-سوریې شبکې په نوم د یوه سازمان په نوښت رابلل شوی چې په اوکراین او سوریه کې د روسیې د جنایتونو د تعقیبولو لپاره د بشري حقونو او عدالت غوښتنې له څو سازمانونو جوړ دی. په دې غونډه کې په دغو دواړو هېوادونو کې د روسي ځواکونو له خوا د بشريت ضد جنايتونو، جنګي جنايتونو او نسل وژنې د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کیږي، ګډونوال یې د عدلي او حقوقي چارو د فعالانو، د بشري حقونو د فعالانو، د بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې د پېښو د څېړونکو او ژورنالیستانو په ګډون د بېلابېلو مخینو لرونکي شخصیتونه دي.
دا کسان د اوکراین او سوریې په یو شمیر نادولتي موسسو پورې اړوند دی، یو پکې بریتانیا میشتی ایرانی حقوقپوه دی او یو زه یم.
کنفرانس د «سوریې او اوکراین شبکې د همغږۍ کوونکې اولګا لوتمن په وینا پېلېږي. هغه ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایي او له هغو کسانو مننه کوي چې له لېریو لارو او له څو ساعته مزل کولو وروسته یې ځانونه د اوکراین پلازمینې ته رارسولي څو د هغو روسي چارواکو پر وړاندې چې په بشریت ضد جنایتونو، نسل وژنې او جنګي جنایتونو کې ونډه لري، د عدالت د پلي کېدو د امکان په تړاو وغږېږي او خبرې وکړي.
په نورو ویناوالو کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د اوکراین د خپلواک قضايي دفتر غړی، د نړۍوال عدالت لپاره د هېګ انسټیټیوټ افتخاري غړی سټیفن ریپ او د جنګي جنایتونو د تعقیب په برخه کې د متحده ایالتونو پخوانی سفیر او یو شمیر اوکرایني حقوقپوهان شامل دي. هغوی په خپلو پرانیستونکو ویناوو کې هیله څرګنده کړه چې د کنفرانس ګډونوال په راتلونکو دوو ورځو کې د اوکرایین، سوریې او د نړۍ په نورو سیمو کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې د مخنیوي لپاره د اغېزناکو عدلي او قضایي میکانیزمونو د ترلاسه کېدو د حل لارې چارې پیدا کړي او له دې لارې دغه وړاندیزونه د لویو هیوادونو او دغه راز د نړۍوالو سازمانونو د سیاستوالو تر غوږونو ورسوي.
د غونډې پر لومړۍ ورځ ویناوال د اوسنيو نړۍوالو میکانیزمونو له لارې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې د محاکمې په اړه ژور بحثونه وکړل. په دغو بحثونو کې ګډونوال ټینګار کوي چې د دغو جنایتونو مخنیوی د بشري ټولنې له اساسي لومړیتوبونو دی، څو ژر تر ژره د دغو جنایتونو د تکرار مخنیوی وشي او په راتلونکي کې یې د بیا تکرار امکان نه وي. که څه هم د غونډې ګډونوال د دغو جنایتونو په مخنیوي کې د ځینو سیاستوالو له نه لېوالتیا شکایت کوي او دغه راز د ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د دغه سازمان له امنیت شورا چې پنځه دایمي غړي یې د ویټو حق لري سرټکوي، ځکه چې په ډېرو مواردو په تېره بیا د روسیې لخوا د ویټو له حقه ګټه اخیستنه د دې لامل کیږي، چې د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې په اړه د دې شورا د ځینو پریکړه لیکونو د تصویب مخه ونیول شي. ويناوالو د دغه ډول جرمونو په مستند کولو کې د بشري حقونو د خپلواکو ادارو، مدني ټولنو او رسنيو پر ګټور او اغېزناک رول ټينګار وکړ. هغوی پر دې باور دي چې جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جرمونو، نسل وژنې او جنسیتي اپارټایډ ته د رسېده ګۍ لپاره باید د بشري حقونو خپلواک بنسټونه، مدني ټولنه او رسنۍ په سیستماتیک ډول دغه جنایتونه مستند کړي او د امکان تر حده اسناد، شواهد، عکسونه او ویډیوګانې برابرې کړي، څو دغو جنایتونو ته د رسېده ګۍ پرمهال دغه اسناد د څېړنې بهیر اسانه کړي.د نړۍوالې جنایي محکمې چې مرکز یې د هالنډ په هېګ کې دی او دغه راز د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د شورا او نورو نړۍوالو عدلي، قضایي او د بشري حقونو د بنسټونو په ګډون د نړۍوالو عدلي او قضایي جوړښتونو پیچلتیا ته په پام سره ویناوال پر دې باور دي د دغو قضیو څېړل به ډېر وخت اخیستونکي او پیچلی وي.
د ويناوالو بل ټينګار په تېره بيا په سوريه او اوکراين کې د روسيې له خوا د ترسره شويو جنايتونو په اړه دا و چې له دويمې نړۍوالې جګړې وروسته د ختيځې اروپا په هېوادونو او افغانستان کې د شوروي اتحاد د جنايتونو نه څېړل کېدل د دې لامل شوي چې د روسيې اوسني حکومت د شوروي اتحاد د مستقیم وارث په توګه په ډاډه زړه په سوریې او اوس په اوکراین کې دغو جنایتونو ته دوام ورکړي. ويناوال پر دې باور دي چې روسيه د شوروي اتحاد د کمونستي رژيم میراثداره ده او د جبر له لارې د نورو هېوادونو د خاورې اشغال، پر هغو تېری او له خپلې خاورې سره د هغو د يو ځایولو فکر، د ولسي خلکو ډله ييزه وژنه، جنګي جنايتونه، د بشريت ضد جنايتونه او نسل وژنه هغه تګلاره ده چې په دې هیواد کې څو پېړۍ مخینه لري. د روسیې حکومت په اوسني پېر کې هم د نړۍوالو عدلي او قضايي بنسټونو د کمزورتیا له امله سره له دې چې نړۍوالو میثاقونو، کنوانسیونونو او مقرراتو ته ژمن دی، په هغو سیمو کې جنایتونو ته دوام ورکوي چې پرې برید کوي او د نړۍوالو قوانینو، کنوانسیونونو او مقرراتو پروا نه کوي. ډېری ویناوال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او یو شمېر نور روسي چارواکي په وژنو، ورانیو، نسل وژنې او جنګي جنایتونو تورن بولي او ټینګار کوي چې دغه کسان باید محاکمه شي. د دوی په وینا دغه کسان باید په هر قیمت د جرمونو د نړۍوالې محکمې له خوا محاکمه او مجازات شي.
سه شنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۱۷مه، ، د کنفرانس دویمه ورځ:
عدالت او پلټنه: د فکر کولو نوې لارې
د کنفرانس دویمه ورځ د «قربانیان یوازې شمېرې نه دي»، جیو پولیټیکې ناامنۍ« دروغ ویلو او یا disinformation ته غبرګون» د بشار الاسد له رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو بیه څوک پرې کوي، او د مالي ملاتړ د لارو کشف (د روسیې له لوري)» په بحثونو سره دوام مومي.
په دغو غونډو کې ګډونوال چې د اوکراین، سوریې، اروپا او امریکا کارپوهان پکې شامل دي، د سوریې او اوکراین په څېر هیوادونو کې د روسیې د ویجاړوونکي رول او دغه راز د منځني ختیځ په نامه د لویې سیمې په اړه خبرې کوي.
ویناوالو په سوریې او اوکراین کې د روسیې د بریدونو د قربانیانو په تړاو د بریدونو د قربانیانو مستندې ویډیوګانې ښکاره کړې، چې ښيي روسیې نه یوازې ملکي وګړي، بلکې روغتیايي کارکوونکي، هغه امبولانسونه چې قربانیان د جګړې له سیمو روغتونونو ته لېږدوي او د روغتونونو ودانۍ په نښه کړي او پراخه مرګ ژوبله یې اړولې ده. دا په داسې حال کې ده چې پر ملکي خلکو په تېره بیا هغو ځایونو چې قربانیان د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره ورځي او یا ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو برید په ټولو نړۍوالو بشردوستانه قوانینو او د جګړې په قوانینو کې جنګي جنایت دی او د دغو قوانینو له مخې یې، عاملین باید تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راشي. کله چې پر ملکي سیمو، روغتونونو او ملکي کارکوونکو باندې د روسیې او د هغې د متحدینو د بریدونو په اړه د دغو کسانو کیسې اورم، نو راپه یادېږي چې د روسیې سره پوځ پر افغانستان هم د یرغل پر مهال په زرګونو دغه جنایتونه کړي او زما په لسګونو هېوادول یې وژلي، ټپیان کړي او معلول کړي دي. دغه راز د روسانو او طالبانو د بریدونو تر منځ ډېر ورته والي پیدا کوم. په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې طالبانو هم د وېرې، وحشت او ترهې د خپراوي لپاره پر ملکي ځایونو او د خلکو پر غونډو له بریدونو نه د یوې سټراټېژۍ په توګه کار اخیسته. په ۲۰۲۰ کال کې پر کابل پوهنتون ځانمرګی برید کې، په همدې کال کې د کابل د برچي په سیمه کې پر نسایي او ولادي روغتون برید کې چې لږ تر لږه د ۲۴ میندو او ماشومانو د وژل کېدو لامل شو او په افغانستان کې د شیعه ګانو او هزاره وګړو پر مذهبي ځایونو وروستي بریدونو کې د روسانو او د هغوی د متحدینو د بریدونو او وحشیانه تګلارو تر منځ ډیر ورته والي پیدا کوم. داسې برېښي چې د وېرې، ډار او ترهې خپرول د هغو دولتونو او ډلو تر منځ یوه له ډېرو پخوانیو کړنلارو ده چې د ملکي وګړو د وژلو، د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړولو او پراخې ورانۍ له لارې خلک مجبوروي چې په ګونډو شي او بالاخره د دغو جنایتکارو ډلو او حکومتونو ولکې ته سرټيټولو او اطاعت ته اړ شي.
په دویم بحث کې چې د «جیوپولیټیکې ناامنۍ» تر سرلیک لاندې ترسره کیږي، زه هم یو له ویناوالو یم. زه په افغانستان او منځنۍ اسیا کې له اتلسمې پیړۍ راوروسته د روسیې د سیاستونو، مداخلو او فعالیتونو په اړه د افغانستان پر تجربو بحث کوم او د افغانستان تجربې د هغه یوه هېواد په توګه وړاندې کوم چې په سړه جګړه کې د شوروي اتحاد د جیو پولیټیکو سیاستونو قرباني و. په دې بحث کې ټول ګډونوال پر دې باور دي چې روسیه د شوروي اتحاد او تزاري روسېې د میراثدارې په توګه هڅه کوي چې په نړۍواله کچه خپل له لاسه وتلی مقام د ناانډولو، ګډو او هایبرډ جګړو، دروغ ویلو، د وېرې او تاوتریخوالي د خپرولو او د هغو هېودونو د بنسټيزو تاسیساتو د ویجاړولو له لارې احیا کړي چې برید پرې کوي او یایې سترګې ورته نیولي دي. زه د افغانستان په تجربه کې په نولسمه پېړۍ کې د پنجده الحاق ته نغوته کوم او د سرو لښکرو د یرغل په دوره کې د افغانستان د تجربې یادونه کوم چې زما په هېواد کې یې میلیونونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
زه پر دې هم ټینګار کوم چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د حضور پر مهال د روسیې حکومت په غیر مستقیم ډول طالبانو ته پوځي تجهیزات او د وسایطو ضد ماینونه ورکول، څو د ناټو او امریکا ماموریت ورو او ناکام شي. هغه مهم ټکی چې په دې بحث کې زما پام ورخپلوي دا دی چې روسانو په ډیرو هیوادونو کې چې برید یې پرې کړې او یایې هلته حضور لرلی دی، له ورته تاکتیکونه او تګلارو استفاده کړې ده. د بېلګې په توګه، روسانو په ګرجستان، اوکراین، افغانستان، سوریې او ان یو شمیر افریقایي هیوادونو کې د غیر دولتي وسله والو ډلو او د واګنر په څېر د اجیرو وسله والو ډلو د ملاتړ په کولو سره په ډله ییزه توګه د ملکي خلکو په وژلو، د بیخبناوو په ویجاړولو او د ممنوعه وسلو په کارولو سره د مطلوبو هیوادونو مشروع حکومتونه له سخت وضعیت سره مخ کړي چې په پایله کې یې ملکي وګړو او ان دولتي جوړښتونو له تسلیمۍ او اطاعت پرته بله چاره نه ده لرلې. «دروغ ویلو(disinformation)ته د غبرګون په بحث کې کارپوهان په دې برخه کې د روسیې له خوا بېلابېلابې کارېدونکې تګلارې څېړي. هغوی پر دې باور دي چې روسیه د سپوتنیک خبري اژانس په څېر چې د نړۍ په بېلابېلو ژبو خپرونې کوي، د جعلي خبري اژانسونو په جوړولو سره په ټولنیزو رسنیو کې له بیلابیلو چلونو کار اخلي. د هغوی په وینا، روسیه د سپوتنیک خبري اژانس او نورو رسنیو په کارولو سره چې له هغه هیواده خپرونې لري او یا هغو محلي رسنیو په استفادې سره چې د دې هیواد د استخباراتو له خوا تمویلیږي، د ګمراه کوونکو معلوماتو او تحلیلونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د هغو هېوادونو عامه افکار وغولوي چې ورته مطلوب دي.
پر دې سربېره، د روسیې د ناسمو معلوماتو دستګاوې هڅه کوي چې د متحده ایالتونو او کاناډا په ګډون د یو شمیر ډیموکراتیکو هیوادونو په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، د یو نوماند په اړه د رایې ورکوونکو نظر بدل کړي او هغوی وهڅوي چې د کرملین د خوښې وړ نوماندانو یا حتی یوه داسې نوماند ته رایه ورکړي چې مسکو فکر کوي په راتلونکي کې یې همکار کېدلای شي او یا لږترلږه د هغه له خوا روسیې ته زیان پېښ نه وي.
کله چې دا بحث پای ته رسېږي، ټول ګډونوال د غرمنۍ لپاره بلې خونې ته ځي. د غرمنۍ له خوړلو او تفریح وروسته، ګډونوال بیرته د کنفرانس تالار ته ځي چې د خطر زنګ وهل کیږي.
د مازدیګر څلور بجې او دولس دقیقې دي. د خطر زنګ لاهم اورېدل کیږي، د هوايي یا توغندیزو بریدونو د جدي احتمال خبرداری ورکوي. زه او ملګري مې اوکراین ته د رسېدو له شېبې پر دې پوهېږو چې کله د خطر زنګ وهل کیږي، باید د ځمکتلې خوندي پناه ځای ته ولاړ شو څو د بمبارۍ او له امله یې له رامنځته کېدونکو خطرونو په امان کې پاتې شو.
زموږ یو کوربه چې د لوړې ونې لرونکی یو اوکرایني سړی دی، موږ ته لارښوونه کوي چې تر ټولو نږدې «خوندي پناه ځای» ته پناه یوسو، ځکه د ده په ویناو ښايي روسي الوتکې یا ړانده توغندي یې له دوه اونیو وقفې وروسته د اوکراین پلازمېنه کېیف په نښه کړي. هغه وايي چې د کنفرانس تالار اوسمهال «خوندي» دی ځکه چې د یوې زړې شپږ پوړیزې ودانۍ په لومړي پوړ کې موقعیت لري، خو ټینګار کوي چې که بمبارۍ دوام وکړي هغه باید د میټرو تر ټولو نږدې تمځای ته ولاړ شو چې له موږه شاوخوا پنځه سوه متره لېرې دی. وایي چې چې د کېیف د میټرو د تمځای ځمکتله د هوايي او توغندیزو بریدونو پر وړاندې خورا خوندي او کلکه ده.
د کنفرانس د لسګونو نورو ګډونوالو په څېر چې د اوکراین، سوریې، امریکا او اروپا وګړي دي، زه هم وېرېدلی یم او اندیښمن او وار خطا د پناه ځای پر لور چې په اصل کې د کنفرانس د غونډو تالار دی، ځم. البته، ما په خبرونو کې لوستلي او لیدلي وو چې د کېیف اوسیدونکي د جګړې له پېلېدو راهیسې د ميټرو د تمځایونو له ځمکتلو نه د پناه ځایونو په توګه ګټه اخلي.
د اوږدو دقیقو لپاره د خطر د زنګ کړنګېدا د دې لامل کیږي چې د کنفرانس بله برخه چې زه یې چلوونکی یم، پېل نه شي، بالاخره د ماښام په پنځو بجو او ۲۲ دقیقو د خطر د زنګ غږ درېږي او خبر راځي چې خطر لیرې شوی دی.
https://x.com/pravda_eng/status/1714273229626650922?s=20
https://x.com/aborealis940/status/1714286070463070210?s=20
د خطر د زنګ له درېدو وروسته، سټیج ته پورته کیږم او د غونډې د دې برخې ګډونوالو ته بلنه ورکوم چې پر خپلو څوکیو کېني. د غونډې تر پېلولو مخکې د ځان او د خپلو هغو میلیونونو هېوادوالو ګډې خاطرې ورسره شریکوم چې د جمهوریت په کلونو کې مو په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو د ځانمرګو، ترهګریزو او توغندیزو بریدونو د وېرې له امله لرلې. ورته وايم چې په کلونو ما او په ميليونونو نور افغانانو چې سهار له کوره د کار او سودا اخيستلو لپاره وتلو نو له خپلو کورنيو او خپلوانو سره مو وروستۍ مخه ښه کوله، ځکه ډاډه نه وو، چې بېرته به کور ته راستنېږو. له بده مرغه په دغو کلونو کې په تېره بیا په کابل کې داسې ورځې او اوونۍ وې چې څو ځانمرګي او ډله ییز ترهګریز بریدونه کېدل او د دغو بریدونو په پایله کې سلګونه بې ګناه خلک وژل کېدل، ټپیان کېدل او یا معلول او معیوب کېدل.
په دې لړ کې په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني د سفارت مخې ته خونړي برید، په ۲۰۲۲ کال کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید، د دشت برچي پر زېږنتون برید، پر امریکايي پوهنتون برید او …. ته اشاره کوم.
بیا په آرامۍ او ډاډ سره وایم کله چې انسان په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې لویږي او ژوند کوي، ورور ورو ورسره عادت کیږي او دا ډول حالت د جنګ ځپلو ټولنو د ورځني ژوند برخه ګرځي.
***
څلورمه غونډه چې د «بشارالاسد له رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو بیه څوک پرې کوي» په تړاو ده زه چلوم. په دې غونډه کې ګډونوال یو شمېر عربو هېوادونو، روسیې او ایران ته د بشار الاسد وروستیو سفرونو ته اشاره کوي او په عرب لیګ کې سوریې ته د ګډون پر بیا بیا بلنې نیوکه کوي. د غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد یو «جنګي جنایتکار» دی او باید مجازات او محاکمه شي. هغوی دغه راز د بشار الاسد د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو بد وضعیت ته په اشارې سره وایي، په دغو سیمو کې پراخه بې وزلي، تاوتریخوالی او جنایتونه شته او د دغه رژیم په زرګونو سیاسی مخالفان د سوریې په وحشتناکو زندانونو کې بندیان دي.
د هغوی په وینا، روسیې او ایران خپلو پلازمېنو ته د بشار الاسد په وربللو سره هغه ته نوی مشروعیت ورکړی او یو شمېر عرب هېوادونه هم د روسانو او د ایران د اسلامی جمهوریت تر فشار لاندې او یا په دې دلیل چې د سوریې رژيم بدیل نه لري، له بشارالاسد سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دي.
یو ویناوال چې د سوریې وګړی دی او په پرلپسې ډول د سوریې شمالي سیمو ته چې د سوریې د رژیم د مخالفو ځواکونو تر ولکې لاندې دي، سفر کوي، وايي چې د بشار الاسد رژیم د خپل پرسټېژ د احیا لپاره دمشق او د خپل رژیم تر کنټرول لاندې نورو سیمو ته د رسنیو مشهور شخصیتونه وربولي او هغوی د ډېرو پیسو په لګولو سره داسې ځایونو ته بیایي چې نڅا، خوښي او ارامتیا پکې وي. د هغه په وينا، هغه څه چې د سوريې رژيم د دغو شخصيتونو او د ټولنيزو رسنيو له لارې ښيي، په هېڅ صورت د رژيم تر کنټرول لاندې سيمو کې د ژوند ريښتونی وضعيت نه دى، ځکه له یوې خوا بې وزلۍ او ورانۍ او له بلې خوا د شکنجې او نیول کېدو وېرې د سوریې د رژیم تر کنټرول لاندې سیمې په یوه لوی ډاروونکي زندان بدلې کړې دي. په دې غونډه کې زه د طالبانو تر واک لاندې افغنستان کې هغې ته ورته بېلګې ته نغوته کوم او وایم چې داسې ښکاري چې ټول دیکتاتور، نامشروع او استبدادي رژیمونه تر خپل واک لاندې سیمو کې د وضعیت د عادي ښودلو لپاره له ورته لارو چارو کار اخلي. په څو مواردو کې طالبانو هم د ټولنیزو رسنیو مشهور شخصیتونه له ګاونډیو هیوادونو او ان افریقا افغانستان ته راوستل او د هغوی له لارې یې دا تبلیغات وکړل چې د طالبانو د استبدادي سیاستونو تر کنټرول لاندې افغانستان وضعیت تر بل هر وخت ښه دی. البته زه پر دې هم ټینګار کوم چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د ناامنیو، بې ثباتۍ او وژنو اصلي عامل طالبان وو او دا تر یوه بریده طبیعي خبره ده، چې د هغوی تر واکمنېدو وروسته به د ځانمرګو، چاودنو او ړندو وژنو په اړه لږ خبرونه لولو، ځکه طالبانو اوس د ړندو وژنو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو پر ځای خپل زندانونه له داسې کسانو ډک کړي چې تصور کوي د دوی پر ضد دي او یا د مقاومت له جبهې سره تړاو لري.
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، زه د کنفرانس له ځایه وځم چې ښار ته ولاړ شم او د اوکراین د وضعیت په اړه له خلکو سره خبرې وکړم. د مني سخت باد لګېږي او د ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې دي. سړکونه له موټرو ډک دي او پلې لارې هم له هغو خلکو ډکې دي چې په بېړه خپلو کورونو ته ځي.
په کېیف ښار کې د پخوا په پرتله ډیره ګڼه ګوڼه ده، ځکه د دغه هیواد په میلیونونو وګړي چې د دغه هیواد په ختیځ کې د جګړې له سیمو تښتیدلي دي، ډېری یې د کېیف یا د دغه هیواد د لوېدیځو سیمو په ښارونو کې میشت شوي دي. دغه سیمې د دغه هېواد د ختیځو سیمو په پرتله ډېرې امنې دي او دولتي نظم هم پکې ښه دی. په کېیف کې خورا ډېرې نړۍوالې مرستندویه موسسې او سازمانونه هم دفترونه، دېوانونه او کارکوونکي لري او د ښار اقتصاد د پخوا په پرتله ډیر ښه دی. په کېیف کې د ژوند لګښت له جګړې د مخکې وخت په پرتله لوړ شوی او د بهرنیو وګړو شمېر چې د نړۍوالو موسسو او سازمانونو لپاره کار کوي، هم ډیر شوی دی.
له یو شمېر هټۍوالو او پلورونکو سره له خبرو راته څرګندېږي چې د اوکراین خلک د خپل هېواد له حکومته راضي او خوښ دي. د هغوی له ډلې چې کله د بریښنایی وسایلو په یوې هټۍ کې له یوه ځوانه د اوکراین د اوسني او منتخب ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په تړاو د هغه نظر پوښتم، په ډاډ سره راته وايي:« هغه پر ما ګران دی، هغه کولای شوی چې د جګړې په لومړیو ورځو کې وتښتي او موږ یوازې پریږدي؛ خو هغه سره له دې چې کولای یې شوی وتښتي، پاتې شو او د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې یې له موږ او زموږ له هېواده دفاع وکړه.»
زه د دغه ځوان پلورونکي له خبرو سره نږدېوالی احساسوم. هغه ته وايم چې له بده مرغه زما د هېواد ولسمشر په داسې حال کې چې يو پياوړى او وسله وال پوځ او د افغانستان اکثريت ولس چمتو نه و، چې د طالبانو بیا واکمنۍ ته غاړه کیږدي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه د خپلو نږدې پلويانو له يوې کړۍ او درې دریېو څرخکو سره وتښتېد او په پایله کې یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې د لسګونو زره افغانانو او بهرنیو پوځیانو د وینو په بیه، د میلیاردونو ډالرو په لګولو او د ډیموکراسۍ په شل کلنې تجربې سره جوړ شوی و، یو ناڅاپه ړنګ شو او طالبان له خپلو قمچینو او متروکو سره بیرته راستانه شول او اوس څه باندې دوه کاله کیږي چې د هغوی په واکمنۍ کې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو لوی بشري زندان او تر ټولو بد هیواد ګرځیدلی دی.
کله چې پلورونکي زما خبرې اورې، د خواشینۍ په دود خپل سر ښوروي او وایي: «ستاسو ولسمشر یو ډارن او درواغجن انسان و، خو ولسمشر زیلینسکي یو اتل دی او خپلو خلکو ته یې دروغ نه دي ویلي.».
د اشرف غني د تېښتې په تړاو د خواشینۍ او غوسې او د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین د ولسمشر د دریځ او اتلولۍ د ستاینې په احساس سره د خوراکي توکو پلورنځي ته ځم چې د ډالۍ په توګه څو کڅوړې اوکرایني چاکلیټ وپېرم. د منځني عمر لرونکې ښځه په مهربانۍ سره زما چاکلیټ راته په یوې پلاسټيکي کڅوړې کې اچوي. زه له هغې پوښتم چې ولې یې د نورو میلیونونو هیوادوالو په څیر اروپا یا امریکا ته نه ده تللې څو ښه ژوند ولري. په حیرانتیا سره راته ګوري او وایي:« دا زما کور دی، زه پنځه څلویښت کلنه یم او غواړم چې خپل پاتې عمر دلته تېر کړم، ان که د جګړې په پایله کې زما هېواد پر کنډوالې هم بدل شي، چمتو نه یم چې دا ځای پرېږدم.»
هغې ته وایم چې په اروپایی هیوادونو او شمالي امریکا کې د ژوند او کار شرایط د اوکراین په پرتله خورا ښه دي. سترګې یې له یوڅه خواشینۍ تنګې شي او راته وايي:« زه په دې هیواد او دې ښار کې ژوند کول غوره ګڼم، ان که زما ښار د نړۍ په تر ټولو بد، تر ټولو بې امکاناتو، تر ټولو ناامنه او تر ټولو پر ويجاړ ښار بدل شي، زه دا ځای نه پرېږدم، کېیف مې خوښېږي او زه غواړم د دې ښار هوا تر وروستۍ ساه پورې تنفس کړم، ان که د دې ښار هوا په باروتو او بمونو هم ککړه شي.»
هغې ته د روغتیا هیله کوم او له دې چې زما پوښتنې خپه کړې، ترې بښنه غواړم. هغه خاندي او وایي: «ډیری بهرنیان ستا په څېر پوښتنې رانه کوي، زه له دې پوښتنو سره عادت شوې یم.»
له هغه ځایه، په ټکسي کې د ماښامنۍ د خوړولو لپاره هغه ترکي رسټورانت ته ځم چې له جګړې مخکې هم کېیف ته په خپل سفر کې ورغلی وم. پر لاره له ټکسي چلوونکي په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه پوښتم. هغه چې څلویښت یا پنځه څلویښت کلن سړی دی، وايي:«زه له جګړې کرکه لرم، په دې نابرابره جګړه کې زما په زرګونو هیوادوال وژل شوي او د روسیې په پوځي بریدونو کې د اوکراین ډیرې برخې ویجاړې شوې دي. جګړه د هېڅ لوري لپاره له تباهي او بربادۍ پرته بل څه نه لري.»
***
پولنډ ته راستنېدل
د اکټوبر د ۱۸مې پر سهار د سوریې او او کراین د بنسټونو د شبکې د مسوولانو په ګډون له لسو نورو ګډونوالو سره د پولنډ سرحد ته حرکت کوو. د پولنډ تر پولې پورې لاره امنه ده. هغه لویه لاره چې د کېیف ښار د پولنډ له لوېدیځې پولې سره نښلوي یوه معیاري لویه لاره ده. په دغو سیمو کې د جګړې څه نه ترسترګو کیږي. ښايي د اوکراين پر لوېديځې سيمې د روسیې له لوري له دې امله بمبار نه وي شوی چې هسې نه کومه مرمۍ د پولې بلې غاړې ته د پولنډ په خاوره کې ولګېږي. دا سیمې له پولنډ سره چې د ناټو او يا د شمالي اتلانتيک د تړون غړی دی، ګډه پوله لري. که داسې وشي، نو د ناټو ټول غړي به په خپل ټول قوت سره د روسیې پر وړاندې جګړې ته ورودانګي، ځکه چې د ناټو پر یوه غړي برید د هغې پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
پر ټوله لاره چې اووه ساعت مزل کیږي، ژوند عادي ښکاري. د سړک دواړو غاړو ته پرتو کرنيزو ځمکو په زړه پورې منظره جوړه کړې ده. د سړک غاړې ته ولاړو ونو هم، د مني په رنګونو سره لاره ښکلې کړې ده.
د لارې په اوږدو کې څو ځایه درېږو او د لهوف په ښار کې د ډوډۍ خوړولو لپاره لږ ډېرپاتې کیږو. د لهوف ښار هم له ګڼې ګوڼې ډک دی. د ګڼې ګوڼې لامل د دغه ښار امنیت دی، دا چاره د دې لامل شوې چې خلک له جګړه ځپلو سیمو دلته رامات شي. خلک په خپل هیواد باندې د روسیې د یرغل په تړاو خپه او غوسه دي او سره له دې چې په دغه ښار کې د جګړې کومه نښه نشته، د جګړې سیوري د هرچا په سترګو لیدل کیږي او لوستل کیږي.
د شپې په ۸ بجو د اوکراین پولې ته رسېږو او د سرحدي تشریفاتو د بشپړېدو لپاره تر نیم ساعت تم کېدو وروسته له پولې تیرېږو. په دې توګه، هغه سفر چې له ډار او وېرې سره پیل شوی د پولې په صفري کرښه کې پای ته رسیږي او موږ د پولنډ د پوله ساتو ځواکونو دفتر ته دننه کیږو. زموږ اندېښنه او وېره پای ته رسېدلې، خو څو ګامه اخوا د اوکراين جګړه هره ورځ قرباني اخلي او د پای ته رسېدو کوم روښانه لرلید یې نه ښکاري.